کور / تازه خبرونه / فېروز: د کندهار ټول اوسېدونکي بايد روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ولري

فېروز: د کندهار ټول اوسېدونکي بايد روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ولري

د عامي روغتيا وزير کندهار ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چي د کندهار ټولو خلکو ته به د روغتيايي خدماتو د لاسرسي لپاره هلي ځلي کوي.
د عامي روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز نن سهار کندهار ته سفر وکړ او په ولايت مقام کي يې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ له ګڼ شمېر ډاکټرانو او اړوندو مسوولينو سره وکتل. په دې غونډه کي د افغانستان لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان مسوول ډاکټر پيپرکورن ريچارډ او د دغه ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم ګډون درلود.
د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د يو لړ ستونزو او ننګونو د يادوني تر څنګ وويل نه يوازي دا چي د کندهار په هيڅ ولسوالۍ کي ښځينه ډاکټر نه لري، بلکي په ښار کي يوازي درې ښځینه ډاکټراني لري چي د کندهار د نفوس په پرتله نهايت لږ دي. هغه زياته کړه چي په کندهار کي داسي ولسوالۍ سته چي يوازي يو صحي مرکز پکي فعال وي، په داسي حال کي چي د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي لاسرسی نه سي ورته درلودای. نوموړي رېګستان او ښورابک د هغو سرحدي ولسواليو په توګه يادي کړې چي له کلونو راهيسي له روغتيايي خدماتو څخه بې برخي دي. هغه زياته کړه چي دغه رياست د کندهار ښار او ولسواليو د صحي مراکزو د رامنځته کولو لپاره ځانګړی پلان لري، چي بايد د هماغه پلان مطابق نوي صحي مراکز جوړ سي. پخلا هيله وښوده چي وزارت او مرستندويه ادارې د صحي مراکزو په رامنځته کولو کي مرسته وکړي.
د عامي روغتيا رئيس وويل چي ميرويس روغتون يوازي د کندهار لپاره جوړ سوی، خو دا مهال د پنځو ولاياتو ناروغان ورته مراجعه کوي. نوموړي د دغه روغتون تشکيل کم وباله او هيله يې وښوده چي وزارت د دغه روغتون د تشکيل په اړه جدي اقدامات وکړي. پخلا زياته کړه چي د ميندو او کوچنيانو د مړيني د کچي په راټيټولو کي د ښځينه نرسانو رول مهم دی، خو بدبختانه دوی دا مهال د ښځينه نرسانو له کمبود سره مخ دي.
ډاکټر پخلا کندهار ته د بې کيفيته درملو واردېدل، تر وخت تېر درمل پلورل او په غيرمعياري ډول د درملو ساتل د لويو ننګونو په توګه ياد کړل. هغه زياته کړه د درملو واردول، پلورل او ساتل په غير مسلکي ډول ترسره کيږي چي دې ټکو ته ډېره توجه په کار ده او هيله يې وښوده چي د درملو اتحاديه او سوداګر دغو ټکو ته پاملرنه وکړي.
پخلا زیاته کړه چي د وزارت له خوا د بوديجې پر وخت نه ورکړه، د عادي بوديجې کمښت، د ښځينه او سيمه ييزو روغتيايي کارکوونکو کمښت هغه څه دي چي د دوی کارونه يې ټکني کړي دي.
د افغانستان لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان مسوول ډاکټر پيپرکورن ريچارډ ټينګار وکړ چي د جنوب لوېديځي حوزې ټولو کوچنيانو ته دي د پوليو واکسين ورسول سي. هغه زیاته کړه چي د واکسين د کامياب کمپاين لپاره اړينه ده چي دا پروګرام سيمه ييز کړو او اړونده محلي خلک پکي کار وکړي. نوموړي داراز ټينګار وکړ چي د هر ډول ساري او غيرساري ناروغيو په له منځه وړلو کي بايد ټول برخه واخلي.
د عامي روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز وويل چي د پولیو د له منځه وړلو لپاره په کار ده چي روغتيا رياست او مرستندويه ادارې په ګډه په باامنه او ناامنه ولسواليو کي قوي کمپاين وکړي، تر څو په آينده کي هيڅ ډول د پوليو پېښه رامنځته نه سي. هغه زیاته کړه چي د پوليو واکسين يو غيرسياسي کمپاين دی چي بايد د افغانستان هر بچی له دغه ناوړه مرض څخه وژغورل سي.
د عامي روغتیا وزير ومنله چي په کندهار کي په حکومتي کچه ۴۵ صحي مراکز لږ دي، خو ژمنه يې وکړه چي د عامي روغتيا رياست له پلان سره سم به د روغتيايي مراکزو پر ډېرېدو کار کوي. نوموړي وويل چي په تمامه مانا د خصوصي سکټور ملاتړ کوي، خو هيله يې وښوده چي خصوصي صحي مراکز به معیاري خدمات وړاندي کوي او د درملو کيفيت، قيمت او ساتلو ته به خاصه توجه کوي.
فېروز ژمنه وکړه چي د کندهار د عامي روغتيا رياست پر تشکيل به جدي کار او په دې اړخ کي لازم اقدامات کوي. وزير وويل د افغان ډاکټرانو د ظرفيت لوړولو لپاره يې له ترکيې، هندوستان، پاکستان او ايران سره خبري کړي او ډېر ژر به یو شمېر افغان ډاکټران دغو هيوادونو ته د ظرفيت لوړولو لپاره ولېږدوي. هغه زياته کړه چي د ظرفيت لوړولو په برخه کي يې د کندهار لپاره خاص سهم په پام کي نيولی دی. نوموړي د معتادينو د تداوۍ د مرکز پراختيا مهمه وبلله او زياته يې کړه چي د معتادينو د تداوۍ لپاره بايد يو پراخ مرکز ولرو. نوموړي وويل چي دغه وزارت مثبتو تغيراتو راوستلو ژمن دی، خو د برياليتوب راز په يووالي او اتحاد کي دی.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د عامي روغتيا له وزير څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر کړی او د دغه ولايت روغتيايي ستونزو ته مثبت ځواب وايي. نوموړي زياته کړه چي د کندهار ولايتي اداره په هر اړخ کي ورسره همکاره ده او وزارت چي په صحي برخه کي هره برنامه لري، ولايتي اداره يې ملاتړ کوي.
عزيزي زياته کړه چي د کندهار يوازي ۳۳ فيصده اوسېدونکي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی لري چي دا يوه فاجعه ده او بايد د روغتيايي خدماتو پوښښ پراخ کړل سي. نوموړي د روغتيا رياست د تشکيل پراختيا مهمه وبلله او زیاته يې کړه چي ولايتي ادارې د درملو د اتحاديې لپاره مځکه ځانګړې کړې او هيله ده چي د اتحاديې غړي لازمه پانګونه وکړي.