کور / تازه خبرونه / په نرخ اولسوالي کي د خپلواکۍ ورځ ولمانځله سوه

په نرخ اولسوالي کي د خپلواکۍ ورځ ولمانځله سوه

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغانستان د خپلواکۍ ۲۸مه کلیزه نن د زمري په ۲۹مه د یوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په دغه غونډه کې د نرخ ولسوالۍ ملکي او نظامي مسؤلینو،قومي مشرانو،دیني علمانو،د ښوونځیو استادانو،ځوانانو او د مدني ټولنو غړو برخه اخیستې وه .
غونډې ته د نرخ ولسوالۍ حضرت محمد حقبین د خپلواکۍ د ۹۶مې کلیزې په اړه د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات پیغام ولوست،چې په کې د نرخ ولسونو ته د دغه ورځې مبارکي ورکړل شوې وه .
په دغه پیغام کې همدا راز له ولسونو غوښتنه شوې وه،چې د خپلواکۍ او ازادۍ د ساتلو په موخه له خپلو امنیتي قواو او نرخ ملکي ادارو سره همکار پاتي شي .
د نرخ ولسوال،امنیه قوماندان،قومي مشرانو قاري شاه محمد، ډاکټر محی الدین، مدیر قدرت الله ، ملک خیرالله او یو شمېر نورو د خپلو خبرو په ترح کې غازي امان الله خان د افغانستان یو حقیقي ملي اتل وباله .
دوی په ولسونو د یوالې غږ وکړ او په اوسنیو حالاتو کې یې سوله د افغانانو جدي اړتیا وبلله .
دا په داسې حال کې ده،چې د زمري په ۲۸مه دغه ورځ په مرکز میدانښار کې د زرګونو مسؤلینو او ولسونو له لورې ونمانځل شوه او د دغه ولایت والي د میدان ښار،ښاریانو سره هم د خپلواکۍ ورځې په موخه مبارکۍ مراسم په ښار کې ترسره کړل