کور / تازه خبرونه / د پاکستان پر ضد وروستۍ پریکړې پر احساساتو ولاړې دي

د پاکستان پر ضد وروستۍ پریکړې پر احساساتو ولاړې دي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره له پاکستان سره وروستیو اړیکو او د افغانستان په ګډوډیو کې د پاکستان رول ته ځانګړي کړي دي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان پر ضد وروستۍ پریکړې پر احساساتو ولاړې دي او هیڅکله به هم دوامداره نه شي.

په سرمقاله کې راغلي چې د پاکستان په وړاندې وروستي غبرګونونه هم احساساتي وو او دا ځکه چې یو شمېر ځوانانو د ډالرو په بدل کې کلدارې واخیستې او هغو ته یې اور واچوه.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د دې پر ځای چې له پاکستان سره دښمني اعلان شي؛ باید حکومت د خپل ولس د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې “آی. اېس. آی” هغه طالب مشران یرغمل کوي چې له جګړې انکار کوي.

ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان استخبارات په خیبر پښتونخوا کې د هغو طالبانو کورنۍ یرغمل کوي چې په افغانستان کې جګړې ته لیوالتیا نه لري.

د مطلب لیکوال ویلي، هغه طالبان چې په خیبر پښتونخوا کې اوسیږي دوه انتخابه لري؛ یا به جګړه کوي او یا به هم تري تم کیږي.

ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې په حواله لیکلي چې په تطره یوه میاشت کې ګڼ شمېر سوله خوښوونکي طالبان په پیښور کې تري تم شوي دي.

اصلاحات:

اصلاحات ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پاکستان غواړي په سیمه کې ځان واکمن کړي او د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې پاکستان ته د پلاوو سفرونه بې ګټې دي او حکومت باید د امنیتي ځواکونو په وسیله پر خپلو وسله والو مخالفینو فشار راوړي څو د سولې خبرو ته چمتو شي.

د ورځپاڼې په باور، په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر احضارېدل او د افغانستان په رسنیو د پاکستان له خوا انتقاد د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه په ګوته کوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغانستان د نړۍ، سیمې او په ځانګړې توګه ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان له دې نیت سره سره بیا هم یوشمیر ګاونډي هیوادونه د افغانستان پر ضد ترهګر روزي او خپل اهداف پرې مخ ته وړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، افغانستان ټول ګواښونه پیژني او هیڅکله به هم اجازه ورنه کړي چې د ښمنان یې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.