کور / تازه خبرونه / د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د میدان وردګو ولایت په مرکز،جغتو،سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۶ وسله وال مخالفینو او د یوې مېرمنې په ګډون ۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جغتو ولسوالۍ په سلیمان کلا سیمه کې تېره شپه د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي او درې نور د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي نیول شوي دي .
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په اوتړي سیمه کې هم تېره شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین سخت ټپيان شوي دي .
د نرخ ولسوالۍ په ده حیات سیمه کې د خیرالدین کلا ته څېرمه د شاه محمد په نوم یو تنکی ځوان چې د سړک ترغاړې یې له چاودیدونکو توکو ډکه بوشکه ځای پرځای کوله،ژوندی نیول شوی او پخپل جرم یې اعتراف هم کړی دی .
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.