کور / تازه خبرونه / د ملي دفاع وزارت د ۳۱ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت د ۳۱ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي او محاربوي عملياتو كې ۳۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره څخه لراوبر ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کندوز، سرپل، بغلان، فارياب، تخار، هلمند، غور او غزني ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو بريدونو او د سړك غاړې ماين چاودنه كې د ملي اردو ۸ سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.