کور / نوميالي / افغان جایزه ګټونکی هستوي فزیکپوه وپېژنئ !

افغان جایزه ګټونکی هستوي فزیکپوه وپېژنئ !

موږدتورې اوجهادخلک ډېرښه پیژنو
خودعلم اوقلم خاوندان لږ پیژنو

هستوي فزیکپوه پوهنیاررحمت الله تنهااندړ

دسرخبرې:‏
زه نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ لا ندې لیکنه دکابل ‏پوهنتون دساینس پوهنځی دفزیک دیپارتمنت دهستوي فزیک استاد او د افغانستان اټومي انرژي کمیسیون د هستوي ټکنالوژۍ مشر شاغلی ‏پوهنیارمحمد رحمت الله تنها اندړ په ویاړلیکم.
داځکه چې زه دهستوي فزیک پوه په صفت خپل ځان پوروړې ګڼم چې افغانستان ‏ته ‏دځوان علمي اټل پوهنیارمحمد رحمت الله تنها اندړ ، بې ساری خدمت، دتاریخ پاڼوته وسپارم. بلخواڅرنګه چې دلومړي ځل لپاره یو افغان ساینسپوه دجرمني دفزیکوالوټولنې لومړۍ درجه جایزه ترلاسه کړې ده ،نو له دې کبله اړین ده چې دهغه دپېژندنې اوخدمتونو په تړاوځوان نسل ته تشویق کوونکی پوهنیز ‏مالومات وړاندې کړم.

دژوندلیک خبرې:
پوهنیارمحمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت‌ پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنځي کې د فزيك په څانگه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
افغان هستوي فزیکپوه محمدرحمت الله تنها د غزني ولايت د اندړو ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه یې د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترگی غړولي دي.

لومړنۍ او ديني زدكړې یې له خپل پلار څخه زده كړې او په يوولس كلنۍ کې د سويې د آزموینې په تيرولو سره اووم ټولگي ته تللی، مانا دا چې زده كړې یې په ښوونځي كې له اووم ټولگي څخه پيل كړې دي. په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخانې مېني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كې یې د كابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د فزيك په څانگه كې زده کړي پیل کړې. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدې پوهنځي د فزيك له څانگې څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څانگه كې د استاد په بڼه په خپله دنده پيل كړی او تر اوسه هم په همدې دنده پاتې شوی دی. نوموړي د خپلې دندې په موده كې د نړيوالې اټومي انرژي ادارې په بېلابېلو نړیوالو فيلوشيپونو کې گډون کړی. نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د یوه تحصیلي بورس څخه په استفادې سره د آلمان هیواد ته ولاړ چې هلته یې په هستوي فزیک کې خپل د ماسټري سند تر لاسه کړ او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ پوري په کابل پوهنتون کې د استادي تر څنګ د افغانستان اټومي انرژي کمیسیون د هستوي ټکنالوژۍ مشر هم پاتې شوی. نوموړی له د ۲۰۱۴ کال له اپرېل را په دېخوا د خپلو ډوکټورا زده کړو لپاره بیرته آلمان ته تللی او هلته د هانوور پوهنتون کې د علمي غړي او ډوکټورا محصل په حیث دنده تر سره کوي. نوموړي د ۲۰۱۴ اګسټ کې د آلمان فزیکپوهانو ادارې لخوا جوړشوي سمینار کې په ګډون او د خپلو څېړنو د پایلو په وړاندې کولو سره په لمړي ځل د یوه افغان په حیث د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو هستوي څېړنو کې برخه واخیسته. د څېړنو پایلو یې چې د افغانستان په اړه وې د ګډونوالو خاص پام ځانته را واړاوه او په همدې سره یې ده ته د آلمان فزیکوالو اتحادیې غړیتوب هم ورکړ. استاد اټومي او هستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په گډه د كابل پوهنتون لپاره د هستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوې دي. د استاد تنها اندړ گڼ شمېر مقالې په ځينو ملي او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي. استاد په ډېرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې گډون کړی او په ځینو هغو کې یې بشپړه ونډه اخیستې ده. نوموړي د یوه کال لپاره له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې په برلین کې آلمان تر ټولو ستر او د نړۍ دریم ستر هستوي لابراتوار کې د یوه کال لپاره د څېړندوی په بڼه کار کړی، د نوموړي ځیني لیکنې د نړیوال اټومي انرژي آژانس په کتابتون کې هم د ماخذ په توګه کارېدلي دي. ډېری لیکنې یې د ده په مورنۍ ژبه پښتو باندې دي چې ډیری یې په پښتو ویپانو لکه بی بی سي او پښتو اخبارونو او مجلو کې خپرې شوې دي. په پښتو، دري او انگريزي باندې روانې خبرې او لیكنې كولای شي او په عربي، آلماني او ارودو ژبو پوهېږي، خو لیکنې نشي پرې کولای. نوموړی دا محال د آلمان هانوور پوهنتون کې د خپلو ډوکټورا زده کړو د ترسره کولو لپاره په څیړنو بوخت دی. په دې وروستیو کې د نوموړي په هڅو افغانستان د فزیکپوهانو د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.

استادلومړۍ درجه جایزه وګټله:
پوهنیارمحمد رحمت الله تنها اندړ دهېوادترټولوهغه ځوان ساینسپوه دی چې دهستوي فزیک په یوه نړیواله څېړنیزه سیالۍ کې يې دلومړي افغان ساینسپوه په صفت دبرخې اخیستلوبریالیتوب ترلاسه کړ .
په پایله کې نوموړی دنړۍ ۴۴هیوادونوټولو برخه والوڅخه مخته شوی اوله دې کبله هغه ته دروان کال اګست په میاشت کې دجرمني دفزیکوالو اتحاديي لومړۍ درجه جایزه ورکړل شوه.
داستاد لومړۍ درجه جایزه دټولو افغانانو ته مبارک وي.
زه نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ دکابل پوهنتون دطبیعي علومو پوهنځی دفزیک دیپارتمنت پخوانی استاداود افغانستان اټومي انرژي کمیسیون پخوانی مسؤل مشر په صفت پوهنیارمحمد رحمت الله اندړ ته دجرمني د فزیکوالواتحاديې دلومړۍ درجې جایزې دګټلوپه مناسبت دزړه له کومې مبارکي وایم.

داځکه چې استاداندړ دهیوادیوبې ساری ځوان علمي ستوری دی چې دجایزې ویاړيې خپل ځان اوټول افغانستان ته ګټلی دی.
داجایزه هرکال هغوساینسپوهانوته اودپې اچ ډي زده کوونکوته ورکول کیږي چې په خپل کلني کنفرانس کې خپلې څېړنې وړاندې کوي.
دپوهنیارمحمد رحمت الله اندړڅیړنه دبامیان ولایت ،کابل ولایت اوپنشیرکې دچاپېریال په راډیواکټیویتې باندې شوې ده. په نومووړځایونوکې دطبیعي راډیواکټیویټي لکه یورانیم U238،پوتاشیم K40 اوتوریمTh232 په پرتله ډیرلوړراډیواکټیویټي اندازه شوی دی چې داوسیدونکودروغتیاپه تړاوډیرداندیښنې وړدی.

دجایزې تصدیق چې څنګه یوسړی کولای شي دایونایز کوونکو وړانګو دخطرڅخه ځان ساتلی شي.

دڅیړنوپایلې اوپه هیوادکې دسرطان ناروغۍ:
دپوهنیارمحمد رحمت الله اندړ دڅیړنوپایلې په ډاګه کوي چې دهیواد چاپېریال په راډیواکټیف موادوککړشوی دی.
دالومړی ځل دی چې پخپله یوافغان ساینسپوه په هیوادکې دلوړې کچې راډیواکټیویټې خبردرسنیوله لارې نړیوالوته اعلان کوي. داڅیړنه په ډاګه کوي چې په ډیرګمان سره ددیرش کلنۍ جګړې په درشل کې هستوي وسلې لکه فقیرشوی یورېنیم Depleted uranium په افغانستان کې کارول شوی وي.

بلخوادافغانستان دعامې روغتیاوزارت رسمي خپرونې هم په ډاګه کوي چې په هیوادکې دسرطان ناروغۍ پېښې هرکال مخ په زیاتیدودي. دنوموړې وزارت احصائیوې ارقام چې درسینوله خواخپورشوې دي په ډاګه کوي چې هرکال لږڅه شل زره کسان دسرطان ناروغۍ له کبله خپل ژوندله لاسه ورکوي.
ددویمې نړیوالې جګړې په ترځ کې دهستوي وسلوکارول یوخوا اوپه 1986 م کال کې دچرنوبیل Tschornobyl هستوي بټۍ دچاودنې پېښه بلخوا په ډاګه کوي چې په اټومې وسلوباندې د چاپېريال ککړتیادسرطاني ناروغیودمنځ ته راتللوغوره لامل دی .
نن ورځ بیخې سپینه شوې ده چې په طبابت کې دایکس وړانګو X-Rays کارول دسرطان ناروغۍ راپاروي.
زماپه اند په افغانستان کې ددریولسیزوڅخه راپدې خوا دراډیو اکټیف وسلو، کیمیاوي وسلو اوبیالوژیکي وسلوکارول هغه عمده لامل دي چې په عام ولس کې دسرطان ناروغۍ ګړندی پرمختګ ترسترګوکیږی. دبیلګې په توګه د جګړي په ډګرکې دفقیرشوي یورېنیم ‏ depleted Uranium وسلوڅخه کاراخیستل شوی دی .
په افغانستان کې د 1980 ز کال څخه راپدې خوا دجگړو په ډگر کې دفقیرشوي يورېنیم وسلې کارول کيږي، چې په منځ کې يې صفرعشاریه درې سلنه 0,3% چاودیدونکی رادیواکتیو ایزوټوپ U-235 اوپاتې برخه يې لږراډیواکټیف ایزوټوپ U-238 جووړوي . نوموړي راډیواکټیف ایزوټوپونه ديوې خوا دالفاهستوي وړانگې خپروي او دبلې خوا په لومړۍ درجه زهرجن مواد دي . یورېنیوم راډیواکټیف ایزوټوپ د لږڅه څلورنیم ملیارده کالونوپورې دروغتيا په تړاوگواښمن،خطرناک او فعال پاتې کيږي .
نن ورځ په علمي توګه سپینه شوې ده چې دیورېنیوم‏ راډیواکټیف ایزوټوپو هستوي وړانګې سرطانې ناروغی منځ ته راولي . که څه هم دجګړې په ترځ کې دعام ولس پروړاندې دنوموړووسلواستعمالول دنړیوال کونوېنشن څخه یوه ستره سرغړونه ده چې په (1949) زکال د ژنیوپه ښارکې د194هیوادونو له خوالاس لیک شوی دی، خوسربېره پردې هم زبرځواکونه په ډېره سپین سترګۍ سره داډول ناروا عمل ترسره کوي.
همدارنګه علمي څیړنوپه ډاګه کړې ده چې دکوچنیانوغیرنارمل اوعیبناکه زېږیدنه چې په افغانستان کې ددریولسیزوراپدې خوازیاته شوې ده دوه عمده لاملونه لري .
• لومړی داچې دناڅرګنده لامله دماشوم دحجرې دهستې په ارثي موادوکې بدلون (میوتیشن (Mutation منځ ته راځي .
• دویم داچې په زهرجنوکیمیاوي ،بیالوژیکې اوراډیواکټیف موادو دچاپيریال ککړتیا ددې لامل ګرزیدلای شی چې عیبناکه کوچنیان وزیږي . خوپوهان په یوه خوله دي چې نوموړې دواړه لاملونه دیوبل سره تړاولري اودسرطاني ناروغیواوهمدارنګه دعیبناکو اولادونو دپيدایښت اصلي لاملونه دی .

ديورانیوم وسلو پېښلیک :
په 2003 م کال داکتوبر مياشت په شپا ړسمه نيټه، دجرمني هېواد هامبورگ په ښارکې، ديورانیوم وسلو په اړه يونړيوال علمي کنفرانس جوړشو(5) . دنوموړي کنفرانس يونامتو برخه وال ډاکتردوراکويچ A .Durakovic (1) ،چې دواشنگټن ښارديورانیوم د طبي څېړنود مرکز (Uranium Medical Research Center ) مشرتوب په غاړه لري، په ډاگه کړه، چې د نړۍ په ځينوهېوادونو لکه افغا نستان، عراق اود پخوانی يوگوسلاويا په اوږدو جگړو کې، په سل گونو ټـنه داسې وسله استعمال شو ېده، چې په هغه کې يوراديواکتيو يانې وړانگې خپرونکی فلزلکه خوارشوی يورانیوم(Depleted Uranium) او يا پلوتونيم (Plotunium ) ايزوټوپونه ور گډ شوي دي . نوموړي طبي څېړنپوه، په تېروکالونو کې، دوه ځله ديوې ډلې پوهانو په ملگرتيا، افغانستان ته سفروکړاو دهېواد په هغو سيموکې، چې ديورانیوم وسلې کارول شوې وې، د بېلگې په ډول لکه دکابل ښار، سپين غرسيمه، جلال اباد او داسې نوروځایونو کې، طبي ازموينې اوعلمي پلټنې تر سره کړې . داځکه چې دنوموړو سيمو اوسيدونکو ديو ډول ناوړې او تر اوسه ناپيژندل شوې ناروغۍ په اړه شکايت کولو .

☜ دبېلگې په ډول : د هډوکوخوږيدل، دغړوکمزورتيا، تبه لرل، عصبي تکليف، دسترگو دید کمښت، سرخوږيدل، دحافظې کمښت، ژورخفگان (Depression) او داسې نور .

دنوموړو ناروغیوکلینیکي سیمپتومونه يا علامې (Symptoms) د هغې یوې ناروغۍ سره چې د خلیج ناروغۍ او یا(Gulf Syndrom) په نامه سره یادیږی ډیر ورته دي . په دې اړوند باید وویل شي چې دا خبره به اوس دوخت نه تر مخه وي چې گڼې په پوره باورسره دا پریکړه وښي چې نوموړې ناروغۍ دخوار شوي يورانیوم سره تړاولري . داځکه چې د ټيټې کچې انرژي ډوز په اړه لا تراوسه پورې اپيدیمولوژي څېړنې نه شته، داځکه چې په دې تړاو مسئول دولتي سازمانونه هیڅ ډول چمتووالی نه ښئي . بلخوا نوموړې ناروغۍ هغه وخت هم منځته راتلای شي چې که په چا پيریال کې کیمیاوي او بیالوژیکي وسلې استعمال شي اوخلک يې تنفس کړي او یا تماس ورسره پیداکړي . نو له دې کبله تر ټولو مهمه (اړینه) داده چې دخوار شوي يورانیوم یانې د ټیټې کچې وړانگودحجروي بیولوژي (Cellular Biology) او مولیکولاربیولوژي (Molecular Biology) په سطحه پراخې څیړنې پیل شي
ډاکترآصف دوراکويچ او دهغه طبي ډله، د نوموړو سيمواوسيدونکوپه وينه او ميتيازو (Urine) کې ديورانیوم درې ډوله راډيواکټیف ايزوټوپونو لکه (U234;U236;U238) ، د يوې ځانگړې فيزيکي آلې اونوې تگلارې په مرسته سره، تر ازموینې لاندې ونيولې چې نتيجه يې په لاندې شکل کې ښوول شو ې ده . نوموړې کړنلاره چې دکتلې شپکټرومتر (Inductively coupled plasma mass spectrometry ) په نامه سره ياديږي دومره حساسه (sensetive) او دقيقه(Accurate) ده، چې ترڅېړنې لاندې کسانود وينې (Blood sample) او ميتيازو (Urine) په نمونه کې د يورانیوم ايزوټوپود يوگرام يوپه ملياردمه برخه يانې يو نانو گرام (1ng = nano gram = 10-9g)یانې ديوگرام يو په ملیاردمه برخه هم اندازه کولای شي .

ګراف : په عمودي محور کې ديورانیوم کثافت، په واحدد نانو گرام په یوه ليتر ميتیازو(ng/L) کې اوپه افقي محورکې دځينو هېوادونو، لکه دافغانانو(Afghan)، انگريزانو(UK) او امريکايانو(USA) دعام ولس برخه اخيستونکو وگړو شمېر ښوول شوی دی . دنوموړي شکل په افقي ښي اړخ کې عمودي ستنه دهغو افغانانوپه میتیازو (Urine) کې ديورانیوم کچه ښئي، چې دجگړې په سیمه کې اوسیدل . د دغو وگړوپه يوه لیتر میتیازوکې ديورانیوم قیمت مساوي دی له :

ng/Liter Urine 373 درې سوه درې اویا نانوگرام (1)

۱- دنوموړي شکل څخه څرگنديږي، چې د هیواد په هغو سيمو کې چې هلته د یورا نيم وسلې کارول شوې دي، دپلټل شوو کسانو په يوه ليتر ميتيازو (Urine) کې، ديورانیوم کثافت کچه نسبت هغوکنترول کسانو ته، چې د هغوی په سيمه کې د يورانیوم وسله هېڅ نه وه کارول شوې، د څلويښت ځلوڅخه لوړ قيمت لري (1) .
۲- بر سيره پر دې داهم وښووله شوه، چې په بمباري شوو سيموکې، ديورانیوم کثافت کچه دڅښلو په اوبو کې درې ځله او په چاپېريال کې د بېلگې په ډول دځمکې پرمخ شپږ ځله نسبت وهغه کثافت ته چې د نړيوال روغتيا سازمان (WHO) لخوادعامو وگړو لپاره ټاکلې شوی ده لوړ قيمت لري .

دنازخبري :
هر قوم ته خپل افتخارات مهم دي، موږ هم باید په خپلو نومیاليو، وویاړو او تل یې یاد ژوندی وساتو. داځکه چې دمځکې پر مخ ټول ولسونه دخپلو وتلوهيوادوالوپه برياو وياړي،هغوي نازوي ‏اوتاريخ پوهان هغوی دتاريخ پاڼوته رسوي ‏ترڅودهيواد راتلونکي نسلونه دخپل ‏هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگی برياواودهغوی له قهرمانانونه پوره ‏خبرتياترلاسه ‏کړي.
موږ پښتانه ولې په یوه داسې ناوړه فرهنګ کې راګیر یو،چې نه دژوندیوملي اټلانو اونه دمړوملي اټلانولمانځنه اوستاینه کوو؟ دايوه پوښتنه ده چې ښايي موږ ټول يې په ذهن کې ولرو او کله نا کله خپلې شاوخوا ته هم وگورو چې زموږ ژوندي قهرمانان په کې څوک دي او د مېړانې او قهرمانۍ معيار لکه څنگه چې موږ ټول باور لرو يوازې د جگړو گټل نه بلکې په نورو برخو کې هم ښايي داسې کسان وي چې رښتينې او د وطن او ولس لپاره يې خدمتونه کړي وي او ملي ارزښتونه يې خوندي ساتلي وي.
زماپه آنددهیواداوپه نړیواله کچه یوه داسې نه هیریدونکي ژوندی څېره پوهنیارمحمد رحمت الله تنها اندړ دی .
دایوڅرګند اوتریخ حقیقت دی چې پښتانه خپل اټلان دنوروقومونوپه پرتله نه دهغوی په ژوند اونه دهغوی په مرګ موده کې ستايي اوبیخي يي دپام څخه غورځوی. دعلمی،فرهنگي اوادبی شخصيتونونازول همدارنګه د تاريخي وياړونو ‏اوتاريخي ارزښتونوساتل یوه کړنلاره ده چې په تیره بیاپه پښتنوکې يې څرک نه ‏لیدل کیږي . ‏
په دې اړوندغواړم چې دپښتنوپه هکله دخپل زړه بړس وباسم اوداسې وایم چې په ‏ژوندیوکې موښه سړی نه شته اوپه مړوکې موبدسړی نه شته .
د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال چې په ټوله پښتو نخوا ‏کې يې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي‎ :‎
دخوشحال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه‎
پس له مرگه به یې یـــــاد کا ډیر عالم

دځوانۍ خبري :
دیادولووړده چې الله ج پوهنیارمحمد رحمت الله تنها اندړ ته یوه ډیره شکلې ،تنکی ،دنګه،د آره اریايي ډوله، لوړه ځوانې ورپه برخه کړې ده چې په افغان ولس کې بیخي ساری نه لري.
استاددنګې لوړې ونې، اوږدو، تورو ځلانده څڼو، د آره اریايي سترګې او موسکا څخه ډکې ‏څیرې خاوند دی.دڅڼوشکلا ته هروخت تغیرورکولای شي . دبیلګې په توګه لکه دنامتوجرمني فزیک پوه البرت اینشټاین څڼې اویا لکه دتکامل تیورې بنسټ ایښودونکی چارلسس ډاروین په شان اویالکه دواده په مراسموکې دهغوتنکیوځوانانو اوږدې تورې دشیشي په شان ځلیدونکې څڼې چې دملي اټن په موخه دآزادی جشن لپاره ټاکل شويوي. دیادولووړده چې استادپخپله هم ملي اتڼ زده دی چې دپښتنولي یواړین رکن دی.
نوموړې صفتونه داستادیوه داسې ځانګړتیاراښيي چې دیوې غیرعادي نښې نښانې په ډول تعبیرکیدی شي .ځکه دانسان ښایست دالله ج یونعمت دی چې په دوستو بندګانوباندې يې لوریږي.

چاپ شوي علمي آثار:
۱- د هستوي فزیک اساسات
۲- د تطبیقي هستې اساسات
ناچاپ علمي آثر:
۳- درادیوتېراپې ماشین اودسرطاني ناروغیودرملنه
لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
پوهنیارمحمد رحمت الله تنهااندړ

دشخصیت خبري:
۱- دلته خوخبره دپوهنیاررحمت الله تنهااندړ په هکله ده چې دلومړي افغان فزیکپوه په صفت يې هیوادته په نړیواله کچه یوه بې سارې علمې جایزه وګټله . زماپه اند دنوموړي په اړوند دخوشحال بابالاندنی شعرښه صدق کوي.‏

چې د ستار تړي بسیار دي
د دستار سړي په شمار دي
(خوشحال خټک)

۲- استاد یو دروند علمي شخصیت دی او الله ج ورته ځانګړې ژبه اوکلام په ‏نصیب کړی دی . هغه د نرم او لطیف مزاج ،د ‏نیکو ‏او لوړو اخلاقو اوداخلاص خاوند دی .
رحمان بابا وايي:
د رواج او رسم عمر مدام نه وي
لکه عمر چې مدام دی د اخلاص

۳- استاد دخپل وطن سره ‏ځانګړې مینه لري . د ده په ذهن او روان کې دخپلواکۍ ، ‏‏دیموکراسۍ اووطنپالۍ ملي احساس پوخ شوی دی . په وطن او خپلواكۍ مین ملي سپيڅلی شخصيت دی

آزادى تر بادشاهيه لا تيری کا
چې دبل ترحکم لاندې شي زندان شى
خوشحال خټک
۴- استاد په علمي کنفرانسونو، ټولنیزو غونډو،دحجرې په مجلسونو کې په ډیره مینه سره ګډون کوي.علم ،هنر،حکمت اوکمال يې خوښیږي اودډیردولت اوپیسوهوس نه لري .

دنیا دار که مستغني په سیم و زر دی ‏
هنرمند و څخه ګنج دخپل هنر دی
(رحمن بابا)

۵- – استاد په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ سړی دی ، خوراننګیالی خوښ طبیعته اوصادق سپيڅلی ‏افغان دی. دخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیږي. دشعارورکولوپلوی نه دی.

علمیت د بی عمله عالمانو ‏
لکه ګنج د کتابونوپه خر بار شه
(رحمن بابا)

۶- استاد دهرچاپه هلکه ښه نیت لرې اونیکخواه سړی دی . دخوشحال خان خټک لاندې شعر دده په هکله صدق کوي .

چې دخلکونیکخواهي لرې په زړه کې
مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کې
(خوشحال بابا)

۷- ځوانان په ټولنه کې د ملا د تیر حیثیت لري. په دې کې هیڅ شک نشته، چې زموږ د هیواد ټولو ځوانانو د خپلې ټولنې د ساتنې او رغونې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.استادتنهااندړهم یوډیرځوان ساینسپوه دی چې ډیروختي يي دعلم اوحکمت ډګرته راودانګل.
خودعلم په ډګرکې پوهنیارمحمد رحمت الله اندړ د خوشحال خان د شعر هغه مېړنئ دی چې هم په څېړنیزسندرو کې یادېږي او هم دهیوادغمجن حالت په ویر کې یادیږي:
ګل ګټنه ده د تورې که کابل دئ که کشمیر
مېړني دي چې یادیږي په سندرو یا په ویر
خوشحال بابا

۸- په اخیر کي باید ووایم چي، استاد له پښتوژبې سره ډيره مينه لري او همدارنګه د اسلام په مبین دین او وطن مین ځوان دی
.
په پای کې د الله ج څخه پوهنیاررحمت الله تنهااندړ په شان علمي نازولي شخصیت ته، صحتمنده،خوشحاله اوږد عمرغواړم.

په ډیره مینه

لیکوال :
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
دکابل پوهنتون دساینس پوهنځی فزیک دیپارتمنت پخوانی استاداودافغانستان داټومي انرژي کمیسیون پخوانی مسؤل مشر
ځای : دجرمني هیواد
نیټه : دسپټمرمیاشتې لسم 2015 زکال

اخذلیک :

1. A . Durakovic: Uranium Medical Research Center, Washington DC –USA
2. Dai Williams: “Mystery Metal Nightmare in Afghanistan”, 2002
3. WHO , Depleted Uranium ( Sources, Exposure and Health Effects) , 2001
4. International Atomic Energy Agency Reports Series 2003,Vienna
5. World Uranium Weapons Conference ; Hamburg/Germany Oct . 2003