کور / شعر / اي عشقه نا مراده، تا څه په غمو سر کړم

اي عشقه نا مراده، تا څه په غمو سر کړم

ولسي سندره
كمپوز: ايوب استاد
شاعر ملنګ جان
اي عشقه نا مراده، تا څه په غمو سر کړم
عالـم زيست و روزگار کا، زه تل خون ځيگر خورم
چا کسب و کمــال ياد کــړو، څوک ذکر و زاهـدي کا
د عشــــق چله خانه کي، زه ناست دلبر دلبر کړم
څوک فخر په شاهي کا، څوک مال او عزت غواړي
زمــا لپاره بس دي چـــــي ځـــان د يار نوکــر کــــړم
که يار رانه زړه وړئ، په زور يې وړئ نه دی
دا ټول لمســون دا ستا دی، که حق و ته نظـر کـړم
يو قنج د معشــوقو دي، پر ما ملنگ جـان حق دب
د سل غير و غمازو تا هم خوشامــند گر کړم