پر امام اعظم ابوحنیفه د یوې نیوکې ځواب

عطاالله محمدي | اکتوبر 12th, 2015


پر امام اعظم ابوحنیفه د یوې نیوکې ځواب:

امام بخاري ولې له امام اعظم ابوحنیفه څخه روایت ندی نقل کړی؟
لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی

له امام ابوحنیفه څخه د امام بخاري مخامخ روایات نه نقلول دا نه په ګوتو کوي چې هغه ضعیف یا قلت الحدیث مسئله وه، بلکه دا یو علمي اختلاف او د دواړو امامانو ترمنځ چې امام صاحب مشر او د خیر القرون د زمانې امام وو (امام صاحب په ۸۰ هجري کې زیږیدلی او په ۱۵۰ هجري کې وفات شو) او امام بخاري وروسته راغلی (امام بخاري په ۱۹۴ هجري کې زیږیدلی او په ۲۵۶ هجري کې وفات شو)، خو د امام صاحب له عقیدې خبر او د هغه دا نظر چې ایمان څه دی او د څه شي نوم دی دا یې د اختلاف اساسي او بنسټیز عوامل وو…. دا خبره امام بخاري پخپل کتاب التاریخ الکبیر کې لیکلې.
امام اعظم ابوحنیفه د ټولو ائمه محدثینو او د صحاح سته د امامانو استاد او شیخ وو، خو د امام بخاري روایت نه نقلول هغه د یو علمي اختلاف له مخې وو خو په حقیقت کې د امام بخاري ډیرۍ استادان حنفي مسلک یعنې د امام اعظم ابوحنیفه شاګردان ول..
امام اعظم ابوحنیفه به ویل چې ایمان پر ژبې اقرار او پر زړه تصدیق کولو نوم دي، خو امام بخاري داسې عقیده درلودله چې ایمان قول، اقرار پر ژبه او د عمل کولو نوم هم دی یعنې هغه عمل ورسره یو ځای کولو، لکه لمونځ روژه زکات دا … به یې هم په ایمان کې شاملول… خو د امام صاحب عقیده داسې وه چې عمل د ایمان د تکمیل لپاره واجب دی خو ایمان د قول نوم دی، لکه: د اقرار او تصدیق دا یو علمي اختلاف وو او له دغې څخه غیرمقلدین یا ځینې نور خلک بلکل ناوړه او غلطه ګټه پورته کوي اصلي خبره پټوي او په درواغو په دغه ستر امام الفقهاء او امام المحدثین پسې غیبت او بهتانونه پورې کوي. که موږ او تاسو د امام بخاري ټول کتابونه ولولو او ټول اقوال یې و څیړو نو دا خبره به پکې ونه مومو چې هغه ویلي وي (یعنې امام ابوحنیفه غیرثقه ضعیف یا قلت الحدیث وو) دا خبره له سره پکې نه موندل کیږي خو دا د ځینو مغرضو او د امام صاحب د مخالفینو او د علم د دښمنانو پروپاګند دی چې له ځانه خبرې کوي او حق پټوي.
امام عسقلاني او امام قسطلاني په ارشاد الساري نامي کتاب کې بیا د امام بخاري قول خپله ا مام ابوالقاسم عزت الله بیان کړی په شرح اعتقاد اهل السنه کې بیا خپله امام بخاري خپل قول په التاریخ الکبیر کې بیان کړي چې ما یوازې له هغو خلکو احادیث اخستي او روایت یا نقل کړي چې دا ډول یا زما پشان عقیده یې لرله: چې ایمان د قول او عمل دواړو نوم دی او له هغو خلکو مې احادیث ندي اخستي یا روایت کړي چې وایي: ایمان یوازې پر ژبې اقرار او پر زړه تصدیق دی او د عمل خبره پکې ذکر نه وي یا د هغه پشان عقیده ونلري له هغوی څخه مې عمداً روایات ندي اخستي. ددې مطلب دا هیڅکله ندی چې امام بخاري یا بل امام دا ویلي وي چې امام ابوحنیفه ضعیف وو یا داسې نور…. دا هم د امام بخاري دیانت تقوا او زهد وو چې داسې خبره یې ذکر کړې او د هغو خلکو پر مخ یوه ستره څپیړه ده چې منفي کرکجنو او ناروا اختلافاتو ته لمن وهي او د امام بخاري له قول څخه غلطه او ناوړه ګټه پورته کوي.
اوس که د روایت نه نقلولو سره څوک یا کوم امام، فقیه یا محدیث ضعیف یا قلت الحدیث نومول کیږي لکه څنګه یې چې غیرمقلدین دعوه کوي نو بیا دا نیوکه پخپله پر امام بخاري باندې هم راځي، هغه داسې چې امام مسلم د امام بخاري ځانګړی شاګرد وو خو هغه په ټول صحیح مسلم کې یو حدیث هم له خپل استاد یعنې امام بخاري څخه ندی روایت یا نقل کړی نو آیا اوس به امام بخاري ته هم ضعیف، قلت الحدیث یا غیرثقه وایو او که نه هغه ستر امام بخاري ته به ثقه نوم کاروو؟؟؟ همداسې امام بخاري له امام شافعي څخه هم هیڅ روایت ندی روایت کړی ولې دا نیوکه پر هغه نه کیږي؟ همداسې ډیر نور ائمه او محدثین هم شته چې امام بخاري ور څخه روایات ندي نقل کړي، اوس به هغوی ټولو ته غیرثقه او ضعیف وایو او که نه پر هغوی ټولو به اعتماد کوو؟ دا بې علمه شیخان چې نه په قرآن پوهیږي نه احادیثو او نه یې پوره شرعي علم ترلاسه کړی هسې له ځآنه پر امام اعظم ابوحنیفه نیوکې کوي دا د دین له پلوه او هم د علم له مخې یو ستر خیانت دی. یا الله! دغو خلکو ته هدایت او نیغه لاره وښیه چوک چې د اهلسنت والجماعت خلاف روان دي…..

بخاري شریف د احادیثو لومړنی کتاب نه وو چې احادیث پکې را ټول یا یو ځای شوي وو!
له صحیح بخاري وړاندې نږدې سل کتابونه د احادیثو او په علم الحدیث باندې لیکل شوي ول یعنې بخاري نږدې دوه سوه کاله وروسته لیکل شوی کتاب دی او له دغه کتاب وړاندې نور کتابونو شتون درلود او ګڼو محدثینو، تابعینو او تبع تابعینو دا کتابونه لیکلي ول… په دغه وخت یا لدې وړاندې د امام اعظم ابوحنیفه نږدې ۲۵۰ شاګردان د ائمه حدیث په درجې باندې فایز یا دغه مقام ته رسیدلي ول… امام جلال الدین سیوطي چې خپله شافعي مذهبه وو هغه پخپل کتاب تبیض الصحیفة لمناقب ابي حنیفة کې لیکلي چې تر ټولو لومړنی کس چې علم الحدیث یې مدوَّن کړی هغه امام اعظم ابوحنیفه وو، سبحان الله… په دغه وختونو کې امام مالک مؤطا لیکلې وه امام شافعي مسند لیکلی وو امام احمد څلویښت زره احادیث را ټول کړي وو په مسند احمد بن حنبل کې امام ابن ابي شیبه چې دی د امام بخاري د استادانو استاد وو هغه مسند ابن ابي شیبه کتاب لیکلی وو، همداسې امام عبدالرزاق چې دی هم د امام بخاري شیخ وو هغه مصنف عبدالرزاق لیکلی وو، د امام بخاري له زمانې سره ډیر نږدې خو لږ وړاندې امام دارمي مسند الدارمي لیکلی وو، امام زهري پر احادیثو کتاب لیکلی وو، عبدالله بن مبارک کتاب لیکلی وو، سفیان بن ثوري کتاب لیکلی وو، امام وکیع بن جراح کتاب لیکلی وو، هر ځای هر ښار کې محدثینو پر احادیثو کتابونه لیکلي ول او د امام بخاري ډیرۍ استادان د تصوف شیخان ول او هغوی د علم التصوف په اړه کتابونه له بخاري شریف څخه مخکې لیکلي ول او هغه خلک چې د تصوف بد وایي هغوی د امام بخاري له نظر او عقیدې خلاف روان دي او د تصوف بد ویل هغه د ټولو ائمه فی الحدیث، فقهاوو، مشهور مفسرینو او نورو امامانو پر خلاف عمل دی او دا خلک له امام بخاري ډیر ښه نه پوهیږي چې د هغه استادان د تصوف مشران ول خو دوی یا دا اوسني غیرمقلدین بیا تصوف ته شرک او بدعت وایي، استغفرالله…..

Copyright Larawbar 2007-2024