کور / تازه خبرونه / افغانستان، پاکستان او هندوستان هېوادونه يوې زلزلې ولړزول

افغانستان، پاکستان او هندوستان هېوادونه يوې زلزلې ولړزول

پېښور:افغانستان، پاکستان او هندوستان هېوادونه او ځينې نورې سيمې سختې ولړزولې د کابل په ځينو سيمو کي يې تلفات هم اړولي دي. پهځانګړي ډول د کارته چهار، دهه مزنګ اوځينو سيمو کي يې د يو شمېر لوړو ودانيو ښيښې چپه کړي دي، خو د انسانيتلفاتو په اړه څه نه دي ويل سوي. د زلزلې د شدت په اړه ويل کيږي چي د تېروشاوخوا ۱۵کالو راهيسي دومره سخته زلزله نه وه شوې. د کابل ښار په ځينوسيمو کي د برېښنا لينونه هم شاټ سوي دي.د رپوټونو له مخي زلزلې د هندوکش له غرونو سرچينه اخيستې چي په هند اوپاکستان کي هم ليدل شوې ده. د (پاکستان ورځپاڼي) د خبر له مخي د پاکستان پهتاريخ کي تر ټولو سخته زلزله نن وشوه. دې ورځپاڼي ځيني انځورونه خپاره کړيچي د ځينو اوږدو لارو سړکونه يې هم سخت زيامن کړي دي. د خبرونو له مخي دپاکستان په شمالی برخو کي زلزلې چي ۸،۱درجې اټکل سوې د لاهور، اسلام اباداو کویټي د ښارونو په ګډون يو شمېر نوري سیمي لړزولي دي. د پاکستاني رسنيو دد خبرونو له مخي د دې هيواد په ځينو سيمو کي دې زلزلې کورنه چپه کړي دي. د هانګ کانګ هېواد د ځمکې پېژندنې ادارې د نننۍ زلزلې اندازه ۷،۲درجې وښودله، چې مرکز يې د افغانستان د هندوکش په غرونو کې بلل شوی