کور / تازه خبرونه / دعمران خان او ريحام خان لارې جلاشوې

دعمران خان او ريحام خان لارې جلاشوې

دپاکستان مشهور اردو ژبي تلويزيون ايکسپريس خبرورکړې چې د پاکستان د انصاف د غورځنگ مشر عمران خان خپلې نوى ميرمنې ريحام خان ته طلاق ورکړې دى .
دنوموړي غورځنگ وياند نعيم الحق دا خبره تاييد کړې ده او وايي چې طلاق يې په خپلو کې پر مشورې ترسره کړې دى له بله خوا ريحام خان په لندن کې دا خبره ومنله چې مونږ د طلاق پريکړه وکړه زياته يې کړه چې اوس به هغه خلک خوښ وي چې زمونږ پر واده ناخوښه ول بي بي سي د خبرله مخې د انصاف د غورځنگ ویاند نعیم الحق ویلي په پرېکړه کې د دواړو کورنیو خوښه شامله ده.
دنوموړي په خبره د دواړه تر منځ به د جمعې په ورځ طلاق وشي.بل لور ته ریحام خان په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:’موږ پرېکړه کړې، چې خپلې لارې بېلې کړو او د طلاق لپاره مو رجوع کړې.”د عمران خان او ریحام خان واده د سږ کال په جنورۍ کې شوی و.