کور / تازه خبرونه / دپښتنو ملي اوغښتلى مبارزافضل خان لالا ومړ

دپښتنو ملي اوغښتلى مبارزافضل خان لالا ومړ

پېښور:پښتنو وتلي سياستوال، مبارز او ولسي مشر ښاغلی محمد افضل خان د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلونو په عمر په حق ورسېد.ويل کېږي افضل خان لالا له څه مودې راهيسې د ځيګر پر ناروغۍ اخته و.د ورپېښې ناروغۍ له امله د مټې روغتون ته لېږدول شوی و، خو د تنفس کاږلو له ستونزو وروسته، د چورلکې په واسطه د راولپنډۍ سي اېم اېچ روغتون ته ولېږدول شو او هلته یې ساه ورکړه.افضل خان لالا په ۱۹۳۱ کال کې د خيبر پښتونخوا په سوات کې د خان محمد خان حبيب کره زيږېدلی او لومړنی زده کړې په خپله سيمه کې کړې وې.نوموړي لوړې زده کړې د سياسي پوهنې او قانون په برخه کې له لاهور او پېښور پوهنتونونو ترلاسه کړې وې.افضل خان لالا د عوامي نشنل ګوند يو له مهمو کسانو ګڼل کېده او د عبدالولي خان يو تر ټولو نژدې ملګری و.ښاغلی افضل خان لالا په ۱۹۷۰ کال کې د خيبرپښتونخوا د اسمبلی غړی او د مفتي محمود په مشرۍ ايتلافي حکومت کې، د عوامي نشنل ګوند وزير و.نوموړی په ۱۹۷۵ کال کې د ځينو نورو مشرانو سره يوځای د پاکستان د حکومت له خوا نيول شوی و چې بيا نژدې درې کاله وروسته بېرته خوشي شو.
افضل خان لالا څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او له افغان مشرانو سره يې ليدلي او کتلي وو.ښاغلي افضل خان لالا د پښتنو يوالي په اړه ښکاره دريځ درلود، دی وايي “تر هغه چې پښتون قوم نه وي يو شوی، د دي قوم مشکلات او محروميتونه نه شي ختمېدلی”په سوات او شاوخوا سيمو کې د جګړو او تاوتريخوالي پرمهال افضل خان لالا له خپلو خلکو او ولس سره يوځای پاتې شو. ۲۰۰۸ کال کې وسله والو طالبانو سوات کې پرې بريد وکړ، چې دی په کې ټپي شو، په دې سربېره يې پر کور څو ځله بريدونه شوي وو، خو ده خپله سيمه او خلک يوازې پرې نه ښودل.د سوات خلک افضل خان لالا ته د خپل قوم او خپلو خلکو په يوازې نه پرېښودلو د عزت په سترګه ګوري.ښاغلى اجمل روهي دارواښاد افضل خان لا په اړه په روهي وپباڼه کې ليکي د پښتنونخوا په سياسي شخصيونو کې، چې د باچا خان د لارې پيروان وو، افضل خان لالا يو له هغو په ګوتو شمار سياستوالو څخه و، چې په سيمه کې د زبرځواکونو لخوا په سياسي لوبو کې يې تل دريځ روښانه او ثابت و. يو شمېر دغه سياستوال د وخت له بدلون سره خپل سياسي شعارونه او تګلارې بدلې کړې، کله به له پنجاب نه ډيرې ليرې شول او کله به بيا ډير ورنږدې شول، خو د اروښاد افضل خان لالا دريځ تر پايه روښانه و.افضل خان لالا خپل ټول ژوند يې، د پښتنو د يووالي او ښيرازۍ لپاره د مبارزې لپاره وقف کړی و؛ د لوی افغانستان د جوړيدو داعيه يې د ژوند تر پايه ورسره وه، په دې برخه کې د هر ډول امتياز د ترلاسه کولو په بدل کې هم دې ته حاضر نه و، چې له دې داعيې نه په شا شي. دا په داسې حال کې و، چې تر اوسه هم د پښتونخوا د يو شمېر سياستمدارانو په دريځ کې وضاحت نشته، چې دوی د محکومو پښتنو لپاره څه ډول برخليک غواړي؛ ځانګړی هېواد، له افغانستان سره يوځای کيدل که د پاکستان په تشکيل کې کوم بل ډول امتياز او که څه؟!د شوروي اتحاد تر ړنګيدلو وروسته چې نړۍ له سياسي پلوه يو قطبي شوه، په سيمه کې د پښتنو پر ضد د دسیسې نوې تيورۍ په پلي کيدو شوه، چې ورسره جوخت د پښتنو عام وژنه هم پيل شوه. ارواښاد افضل خان لالا په دې مهال خپلې هڅې نوره هم ګړندۍ کړې؛ عام ولس سره او په نړيواله کچه يې د غونډو او کنفرانسو د جوړلو له لارې د خلکو د ذهنيت د روښانولو لپاره خپلې هلې ځلې وکړې.
ژوند ليک
محمد افضل خان د پښتنو نوميالی سياسي شخصيت دی. دپښتنو د دود له مخې یې پښتانه لالا بولي. ارواښاد افضل خان لالا د ۱۹۳۱ ز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه دسوات دنوموتي مشر محمد حبیب خان په کور کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي، او دپښتنو د لوی ټبر یوسفزیو له قبیلې سره تړاو لري.
افضل خان لالا د عدم تشدد دسرخیل ارواښاد عبدالغفار خان دفکر او لار ملګری و. یو شمېر نامالومه وسلوالو په ۲۰۰۸ ز کې هڅه وکړه، چې ارواښاد افضل خان لالا ترور کړي، خو اوبه او دانه یې پاتې وه.
زده کړې
ارواښادمحمد افضل خان خپلې لومړنۍ زده کړې دسيدو شريف په ودوديه ښوونځي کې ترسره کړې دي. لوړې زده کړې ېې د پېښور په (اسلاميه کالج) کې پیل کړې او دهنر او فنونو له پوهنځي څخه فارغ شو، د ماسترۍ لپاره د لاهور دولتي پوهنتون/ ګورنمنټ کالج لاهور ته ولاړ او د سیاسي علومو په برخه کې خپله ماستري بشپړه کړه. پردې سربېره یې له پېښور پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې بل لیسانس تر لاسه کړی دی.
سیاسي فعالیت:
ارواښاد افضل خان لالا له ماشومتوبه له سیاست سره لېوالتیا درلوده، د ټولنیزملي ګوند/ عوامي نېشنل ګوندANP ایالتي مشري هم کړې ده .
د ارواښاد افضل لالا کورنۍ له پخوا څخه په سیاسي ډګر کې شامله هغه وه، ځکه خو د وخت واکمنو له سوات څخه وشړله هغه مهال خان لالا دشپږو میاشتو ماشوم و. په ۱۹۴۰ ز کې د ارواښاد کورنۍ د سوات له والي سره روغه وکړه او دوی بیرته خپل کور ته راستانه شول، خو ۹ کاله وروسته یې بیا له حکومت سره مناسبات خرابه شول او حکومت خان لالا له کورنۍ او ملګرو سره یو ځای له سواته تبعید کړل او خیبر ملاکنډ سیمو ته یې ولاړل.
خان لالا په ۱۹۷۰ ز کې د NAP ګوند په استازیتوب پارلماني ټاکنو ته کاندید شو او دایالتي پارلمان څوکۍ یې وګټله او دجمعیت علماء اسلام سره یې ګډ حکومت جوړ کړ او ارواښاد افضل خان لالا د مولانا مفتي محمود په کابینه کې د کرنې وزیر شو.
په ۱۹۷۳ ز کې د پاکستان مرکزي حکومت د بلوچستان ایالتي حکومت ړنګ کړ، ارواښاد خان لالا دا یوه ناډیموکراتیکه پروسه وبلله او د غبرګون په توګه یې له وزارت څخه استعفا وکړه. او وروسته یې ټوله کابینه وهڅوله، چې دغبرګون په توګه استعفا وکړي، چې همداسې بیا وشول.
دهغه وخت ګورنر اسلم خټک له نوموړي وغوښتل، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د مشرتابه څوکۍ ومني، خو ده ورڅخه انکار وکړ، د همدې دریځ له کبله مرکزي حکومت په ۱۹۷۳ ز کې زندان ته ولیږدوه. په ۱۹۷۵ ز کې، چې نیشل عوامي پارټۍ پر فعالیتونو بندیز ولګید‎، حکومت د ګوند له مشرانو سره یوځای د حیدر اباد بدنامه زندان ته ولیږدول، چې په ۱۹۷۷ز کې له زندان څخه راخوشی شو.
داهمد یادونې ده، چې د پاکستان پخواني دیکتاتور جنرال ضیاء الحق ورڅخه غوښتنه کړې وه، چې په مرکزي حکومت کې وزارت ومني، خو ارواښاد افضل لالا ورڅخه انکار کړې و. ارواښاد د جنرال ضیاء د واکمنۍ پرمهال یو ځل زندان ته ولیږدول شو او هلته یې جرم دا و، چې په پاکستان کې یې د پوځي حکومت پر ځای جمهوري هغه غوښت.
په ۱۹۸۹ ز کې عوامي نیشل ګوند له جمعیت علماء اسلام سره ائتلاف وکړ، چې نوموړي یې څرګند مخالفت وکړ او د یو شمېر ملګرو په مرسته یې د خپل سیاسي فعالیت لپاره بل سیاسي ګوند جوړ کړ.
په ۱۹۹۳ ز کې ارواښاد افضل خان لالا د پاکستان په مرکزي کابینه کې د کشمیر د چارو وزیر شو، په ۱۹۹۶ ز کې د روغتیا وزیر و.
له دې وروسته یې له پارلماني سیاست څخه ګوښه شو.
ارواښاد افضل خان لالا وخت ناوخت د خپلې داعیې لپاره کنفرانسونه جوړ کړي دي او څلور کاله یې په پرلپسې توګه په پېښور کې د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې پر ضد ملي کنفرانسونه جوړ کړي دي او پر پښتون ولس یې د دې کرغیړنې کرښې د منفي اغیز په اړه خپله پښتنو او نړیوالو ته ویناوې کړې دي او دهمدې موخې لپاره یې په پښتو او اردو ژبو د (پښتونخوا غږ) مجله رامنځته کړې وه. ځینې وخت به یې په انګلیسي ژبه هم د پښتنو د بد وضعیت په اړه د نړیوالو لپاره کتابونه چاپول.
ارواښاد وخت ناوخت له کابله لیدنې کولې او د سیمې او له کرښې بلې غاړې پښتنو په اړه به یې له حکومت سره بحث کاوه، هغه مهال چې انجنیر عارف خان نورزی د ولسي جرګې لومړی نائب و. اسفنديار ولي, افضل خان لالا او افراسياب خټک يې مېلمانه کړي وو. د ولسي جرګې ځينې غړي, وزيران او ځينې فرهنګيان يې هم رابللي و; زه هم هلته وم. افضل خان لالا وويل: کله چې ختيځ او لويديځ المان سره جلا شول; لويديځ المان په خپل پارلمان کې تر پايه، د ختيځ المان څوکۍ خالي وساتلې. تاسې چې پارلمان جوړ کړ، له کرښې هاخوا ولس لپاره به مو هم څوکۍ په پام کې نيولې وې او تشې به مو پرې ايښې وې. ولې مو موږ له دې حقه محروم کړو؟اروښاد محمد افضل خان لالا له اوږده ژوند، مبارزې،حکومت او زندان ګاللو وروسته د۸۴ کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ وکوچید.د افضل خان لالا جنازه په خپله پلرنی هديره کې خاورو ته وسپارل شوه..
ولسمشراشرف غني دافضل خان لا لا پرمړينه دخواشينۍ په ترڅ کې وايي
په ډیرې خواشینۍ سره مو اطلاع حاصله کړه چې د پښتونخوا قامي مشر او د عدم تشدد د لارې ستر مبارز افضل خان لالا په حق ورسید.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد افضل خان د یوه معتدل، مهربان او دوراندیشه سیاستوال په حیث ټول عمر د قام په خدمت بوخت و او د خلکو د حقونو او ولسواکي لپاره یې اوږده مبارزه وکړه.
افضل خان لالا په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کاوه او په دې برخه کې یې خپلې هڅې هیڅکله ونه سپمولې. ده په سپینه ږیره څو ځله افغانستان ته سفرونه وکړل چې د ولسونو تر منځ د اتحاد او اتفاق پیغام لا ډیرو خلکو ته ورسوي. دی د افغانستان د خلکو یو خواخوږی دوست و او د افغانانو په غم او خوشحالي کې یې ځان شریک احساساوه. ما په کابل کې له ده سره لیدلي وو او د ده لیکنې مې لوستې وې. له ارواښاد افضل خان سره مې په وروستي ځل د تیرې جمعې په ماخوستن په تلفون خبرې وکړې چې د روغتیا حال یې واخلم.
د ده مړینه لویه ضایعه ده. د مرحوم کورنۍ، دوستانو، د عوامي نشنل پارټي مشرتابه، د پښتونخوا ولسونو او ټولو سوله خوښوونکو خلکو ته د ده د وفات په مناسبت تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغه په مړينه په خپل پيغام کې ويلي : (( په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د پښتونخواستر سياسي، ټولنيز او فرهنګي شخصيت محمد افضل خان د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.)) هغه زياته کړې چې افضل خان لالا د پښتنو يو مخلص او خواخوږی مشر او مبارز ، د لوړې سياسي مفکورې خاوند ، پياوړی ليـکوال او اديب و، چې پـه خپله پـراخه حوصله او لوړ عـزم سـره يې تـل د افغانانو د يووالي او د دوی د ښېرازۍاو پـرمختګ لپـاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړي او په دې لاره کې يې ډېرې ستونزې ګاللې دي.کرزي ويلي، محمد افضل خان خپلې مقدسې داعيې ته د خدمت په لاره کې د ځاني او مالي قربانيو ترڅنګ تر اخره په سوات کې د خپل ولس تر څنګ پاتې شو او په دې توګه يې د دوی د ډاډ او حوصلې د لوړېدو زمينه برابره کړه.د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر هم د افضل خان لالا په مړينه خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې هغه د پښتونخوا د ولسي خوځښت يوه مهمه مبارزه څېره وه چې په تېرو اوو لسيزو کې يې د پښتونخوا د ولسونو د ملي ديموکراتيکو حقوقو د ترلاسه کولو په موخه هم پرله پسې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده.هغه زياته کړې، چې افضل خان د جلاوطنۍ ستونزې او د زندان ناخوالې ګاللې دي.داتمر په وينا، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه هم افضل خان لالا تل يو روښانه، ملي او د ټول افغان ولس له ګټو سره سم دريځ ساتلی دی.د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل د افضل خان د مړينې په اړه ويلي، چې افضل خان لالا د افغانستان د خلکو يو خواخوږی دوست و، چې له تاريخي پلوه يې د ټولې افغاني خاورې ولسونه خپل خلک ګڼل او د هغوی په غم او خوښۍ کې شريک و.هغه زياته کړې، ارواښاد افضل خان لالاپه سيمه کې د تاوتريخوالي ، بې عدالتۍ او شخړو مخالف و او ټول عمر يې د افغان ولس د پيوستون، يووالي ، پرمختګ، تعليم او خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړه.د سيمه ييزو اورګانونو د خپلواکې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل هم د افضل خان لالا مړينه لويه ضايعه بللې ده. نوموړي ويلي، ارواښاد افضل خان لالا د عمر زياته برخه، د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو په لاره کې مبارزې ته وقف کړې وه.د هغه په وينا، افضل خان لالا د تېرو پنځلسو کلونو په ترڅ کې، د افغانستان اسلامي جمهوريت له حکومت سره ډېرې ښې اړيکې پاللې او څو ځله کابل ته په سفرونو راغلى و.دغه راز د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، په اسلام اباد کې دافغانستان سفير جانان موسى زي، د هلمند مدني ټولنې او په ټولنيزو شبکو فيسبوک او ټويټر کې لسګونو نورو افغانانو د افضل خان لالا په مړينه غمرازي څرګنده کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر پیغام
په ډېره خواشینۍ مې د پښتونخوا د سیاسي مشر او ستر ملي شخصیت افضل خان لالا د مړینې خبر واخیست.په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه هم افضل خان لالا تل یو روښانه، ملي او د ټول افغان ولس له ګټو سره سم دریځ ساتلی دی.زه د افضل خان لالا مړینه د پښتونخوا د ملي مبارزې او د ټول افغان ولس له پاره یوه ستر ضایعه بولم، د افضل خان لالا کورنۍ، د پښتونخوا ټولو ولسونو او د عوامي نشنل پارټي مشرتابه ته د زړه له کومي د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم.
د هلمند مدني ټولنې د خواشینۍ پيغام :
« په ډېرې خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د لوی افغانستان ارمانجن او ستر پښتون مبارز خان افضل خان لالا د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.د هلمند مدني ټولنې مشر او ټول غړي يې د ارواښاد افضل خان لالا پر مړينه سخت خواشيني دي، او د هغه مړينه د لوی افغانستان د ارمانجنو لپاره لويه ضايعه بولي.د هلمند مدني ټولنې مشر او غړي يې ارواښاد افضل خان لالا ته د فردوس جنت، کورنۍ او ټولو خواخوږو ته يې تسليت او ډاډګېرنه غواړي.»
د لیکوال ، شاعر او د افضل خان لالاد پخواني سکرتر لایق زاده لایق پیغام :
« افضل خان لالا د یو شخص نه بلکه د یو تحریک نوم دی، هغه د پښتنو د یو والي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي، هغه تل پښتنو ته ویلي چې خپل ځانونه دې وپيژني، هغه تل په خپل ملي ارمان او مرام ولاړ پاتې شوی دی او حکومتي نوکرۍ پرمهال هم په خپل هوډ ولاړ پاتې شوی دی. »
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي مشر مختارخان یوسفزی پیغام :
« زموږ د اتلانو باچاخان ، خان شهید ، کاکاجي صنوبرحسین موند او د افضل خان لالا غوندې د مشرانو د ملي یو والي ارمان اوس موږ ته پاتې شوی دی. په دې موقع موږ ته پکار دي چې د یو والي ددغه ارمان د پوره کولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو. د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس اورنګ صميم افضل خان لالا په سياسي، فرهنګي او ټولنیز ډګر کې د يوه لارښود مشر په څير یاد کړ او ويې ويل چې د هغه مړینه به تر ډيره جبران نه شي. افضل خان لالا هم سياسي مبارزې کړي او هم يې فرهنګي. ځکه دی هغه لوی شخصیت و چې د پښتون قام د سربلندۍ لپاره يې لوی لوی سيمینارونه جوړ کړي وو، همدغه شان نشرات يې لرل، کتابونه يې چاپ کړي دي. د هغه ژوند ډير اړخونه لرل او په خپل چاپيریال کې يې ډیر څه رانغښتي وو چې هغه د سیاسیت له دایرې هم بیرون نه وو، د فرهنګ له دايرې هم بیرون نه وو او د اجتماعيت نه هم بيرون نه وو. دی یو جرګه مار شخصیت و، يو قومي ليډر و او ډير لوی لوی مصفات د ده په وجود کې راټول وو، زه فکر کوم چې داسې يو شخصیت او داسې يوه څيره دریغه که تر ډيره پورې موږ ومومو.))د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محمد داود وفا وايي چې افضل خان لالا د پښتون قام د يو والي لپاره اوږده کلونه مبارزه کړې او په دې لاره کې يې د هيڅ ډول ستونزو پروا نه ده ساتلې. افضل خان لالا د پښتنو د قومي وحدت کلک پلوي و، لر او بر پښتانه د ده په وفات باندې د زړه له کومې غمجن دی. هغه د پښتنو د یووالي لپاره نیمه پيړۍ هلې ځلې کړي دي، هڅې يې کړي دي او په دې لاره کې يې د بنديزونو، ستونزو او حتی د جیلونو پروانه نه ده ساتلې. افضل خان لالا په قامي مشرانو کې د ستوري حیثيت لري، خدای دې وکړي چې د ده د فکر ملګري د ده ارمانونه ژوندي وساتي او د دې لپاره هغه څه چې په کار دي هماغسې مبارزه وکړي.))افغان انخورګر حمدالله ارباب چې د لر او بر پښتنو د یو والي لپاره د خپل هنر له لارې مبارزه کوي، د افضل خان لالا مړينې غجمن کړی، نوموړي وويل: افضل خان لالا یو له هغو پښتنو مشرانو نه و چې باچا خان بابا سره له ځوانۍ نه په مبارزه کې شامل و، د عدم تشدد، د پښتون د تعلیم، د خیر ښیګڼې او د ولسونو د يو ځای کولو په مبارزه کې . د افضل خان لالا تشه به په مشکله سره ډکه شي، ځکه چې دا اوس چې کوم فکري بدلون منفي لوري ته روان دی، زموږ لپاره دا یو لوی چلینج دی. خاصکر د پښتنو لپاره. ځکه هغه به تل په خپلو خبرو کې دا ذکر کولو چې د پيرنګيانو له وخته دا دسیسه جوړه شو چې پښتون قام په څو برخو وويشل شو، د دغه وجود د راټولو لپاره هغه ډيرې هلې ځلې وکړې او دغه فکر يې موږ ته پريښی دی. او موږ نوی نسل باید دا کوشش وساتو چې کوم فکر ته چې افضل خان کار کولو، هغې ته به عملي جامه اغوندو.))دپاکستان صدراعظم نوازشريف ،د خېبرپښتونخوا ستروزيرپرويزخټک او دسوات پښتنې ملالې يوسفزۍ هم پرې خواشيني څرگنده کړې ده په جنازه کې یې د عوامي نیشنل ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، تحریک انصاف، پاکستان پیپلز ګوند او ځینو نورو ګوندونو غړو او قومي مشرانو ګډون وکړو. همدارنګه د پوځ یو شمیر مشران هم هلته موجود وو. په زرګونو خلکو د دغه سپین روبي سیاست وال وروستی دیدار وکړ او د جنازې په مانځه کې یې هم برخه واخیستله. د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان او دهمدغه ګوند یو بل مشر حاجي غلام احمد بلور هم سوات ته ورغلي وو.