کور / تازه خبرونه / په ټانک کې خبریال زمان مسعود وژل شوی دی

په ټانک کې خبریال زمان مسعود وژل شوی دی

پېښور: د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک سیمه کې ناپيژاندو کسانو ځايي خبریال زمان مسعود په ډزو وژلی دی.زمان مسعود له ټانک نه یو شمېر ځايي ټلویزیونو او ورځپاڼو ته رپوټونه استول.ځايي پولیس وايي نوموړی ټانک بازار ته پر لاره و، چې نا پيژاندو موټرسایکل سپرو کسانو پرې ډزې وکړې، چې پایله کې نوموړی ټپي شو.له هغه وروسته بیا دیره اسماعیل خان روغتون ته پر لاره وايي نوموړي ساهورکړه. ځايي پولیس وايي زمان مسعود له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.کلن زمان له ۱۳کلونو راهیسې خبریالي کوله.ښاغلي مسعود له ځايي ورځپاڼو او ټلویزیوني چینلونو سره د خبریالۍ تر څنګ سویلي وزیرستان کې د بشري حقونو فعال په توګه هم فعالیت کاوه.د خبریالانو خوندیتوب سازمانونه پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له خورا خطرناکو هېوادونو یو بولي.دخبریالانو خوندیتوب لپاره فعال نړیوال سازمان کمټي ټو پروټیکټ جرنلسټس مسوولان وايي له ۱۹۹۲راهیسې پاکستان کې ۵۶خبریالان وژل شوي دي، چې پکې د۹۴سلنه قضیو عاملین نه دي محاکمه شوي او شپږ سلنه نورو قضیو کې جزوي محاکمه تر سره شوې ده دتهران راډيو د پښتو ويب پاڼې د خبرله مخې دپاکستان طالبانو دخیبر پښتونخوا صوبې په ټانک سیمه کښې د یوه (۱)خبریال زمان محسود د وژلو ذمه واري پرغاړه واخیستله .دپاکستان خبریال اتویشت(۲۸) کلن زمان محسود د اردو ژبې ورځپاڼې امت ، سانا خبري(SANA news agency) اژانس او دغه راز د پاکستان دبشري حقوقو د خپلواکه کمیسیون لپاره هم کار کاوه .دپاکستان د طالبانو ډلې یوه قوماندان قاري صفي الله وویل مونږ خبریال زمان محسود وژلی دی ځکه چې هغه دطالبانو پرضد لیکنې کولې او زیاته یې کړه ځینې نور خبریالان هم شته چې په سیمه کښې زمونږ په فهرست کښې شاملې دي او مونږ به هغه ووژنو .