کور / تازه خبرونه / په پېښور کې دافضل خان لالا د فاتحې مراسم پرځاى شول

په پېښور کې دافضل خان لالا د فاتحې مراسم پرځاى شول

پېښور:دپېښورپه بلورماڼۍ کې د اروا ښاد محمد افضل خان لالا د فاتحې مراسم پرځاى شول چې په کې دافغانستان ٤٦څلوېښت کسیز لوړ پوړی دولتي پلاوی گډون وکړ پلاوي کې د کابېنې یوشمېر غړي، د ملي شورا د دواړومجلسونو استازي، د ولسمشر سلاکاران، سیاستوال، په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر او یو شمېر علمي، فرهنګي او مدني شخصیتونه شامل و، برخه واخیسته لومړى د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان او نيشنل ګوند د مشرتابه پلاوي د افغانستان لوړ پوړي پلاوی ته ښه راغلاست او هرکلی ووايه د ارواښاد افضل خان لالا د مړېنې په مناسبت د د ولسمشراشرف غني د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام ولوستل شو.دغه راز دوې په ګډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو له لوستلو وروسته د لوی خدای (ج) له دربارڅخه ارواښاد خان لالا ته د مغفرت او بخښنې دعا ګانې وکړې او د اروښاد کورنۍ، خپلوانو، دعوامي نيشنل ګوند مشرانو او غړو او د خېبر پښتونخوا په ځانګړې توګه د سوات خلکو ته یې دده د مړینې له امله د ژورې خواشینۍ او خواخوږي څرگنده کړه د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل، چې په یاد پلاوي کې شامل و، د ارواښاد مړينه یوه ستره او نه جبېره کېدونکي ضایعه وبلله.هغه وویل: چې مرحوم خان لالا د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د ټېنګښت، سولې، هوساینې او پرمختګ په موخه خپله مبارزه روانه وساتله، چې دولس د یو خواخوږي مشرپه توګه به له معنوي پلوه دخلکو په زړونو کې ځای ولري مراسموته عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وويل ، د پاکستان او افغانستان سوله ، ثبات او پرمختګ له یو بل سره تړلې دي.. نوموړي زیاته کړه چې د کابل او اسلام اباد حکومتونو له دا خبره باوري کول پکار دي چې د یوه لوري خاوره به د بل لوري پرضد نه استعمالیږي. :« د مترقي افغانستان نه بغیر که څوک د مترقي پاکستان خبره کوي، نو دا د لیونو سوچ دی. د واړو ملکونو له پکار دي چې د یو بل دښمن شریک دښمن وګڼي او په ګډه د سولې د راوستلو لپاره اقدامات وکړي. » په دې پرمهال ډاکټر اکرم خپلواک د افضل خان لالا پر مړینه د ولسمشر اشرف غني رالیږلی پیغام ولوستلو : « ارواښاد افضل خان لالا په سیمه کې د تاو تریخوالي، بې عدالتۍ او شخړو مخالف و . ټول عمر یې د افغان ولس د پیوستون ، یو والي او پرمختګ لپاره په هلو ځلو کې تېر کړی و. له نېکه مرغه د افضل خان لالا سره مې د هغه له مړینې یو ورځ مخکې پر ټیلیفون خبرې وشوې، راته یې وویل ، ته یوازې ولسمشر نه یې بلکه د قوم مشر هم یې. نو هیله مې درنه داده چې ددغه قوم د یووالي، سوکالۍ ، نیک مرغۍ او پرمختګ لپاره کار وکړې. » افغان ولسمشر په خپل لیږلي پیغام کې د افضل خان لالا مړینه د لر او بر د پښتنو لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده.