کور / تازه خبرونه / ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف د بېلا بېلو بريدونو ادعا كوي

ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف د بېلا بېلو بريدونو ادعا كوي


په داسي حال كي چي ايتلافي او افغان ځواكونو د چارشنبې په ورځ د تر اويا زياتو طالبانو د وژني خبرونه خپاره كړل، طالب ويندويانو هم د هيواد په بېلابېلو سيمو كي د بريدونو ادعاوي وكړې.
قاري يوسف احمدي ادعا كوي چي تېره شپه يې د هلمند په مارجه ولسوالي كي اووه افغان پوليس او د همدې ولايت د ګرشك به بندبرق سيمه كي پنځه پوليس تر جګړې وروسته وژلي دي، همدا راز نوموړى وايي د نادعلي ولسوالي په شنه كلي كي يې هم څلور پوليس د يوه كمين په ترڅ كي وژلي دي، چي د هغوى وسلې يې هم ورسره وړي دي.
قاري يوسف احمدي زياتوي چي د كندهار په ميوند ولسوالي كي طالبانو د ګيلانچې په كلي كي له بهرنيو ځواكونو سره مخامخ جګړه كړې چي دوه ټانكه كي ويجاړ كړي او دوولس عسكر يې پكښي وژلي دي، د نوموړي په وينا په دې بريد كي څلور بهرني عسكر سخت ټپيان سوي هم دي.
همدا راز نوموړى زياتوي چي د پنجوايي ولسوالي په سپيروان، د ژړۍ ولسوالۍ او حوض مدد په سيمو كي يې هم د بهرنيو پوځونو اډو ته راكټونه ورغورځولي چي د مرګ ژوبلي په باب يې معلومات نه لري.
د ختيځو سيمو دپاره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چي د كابل كندهار پر لاره د غزني په مطيع پل سيمه كي يې پر يوه پوځي كاروان بريد كړى او د بهرنيو ځواكونو درې ټانكونه يې سوځلي او پكښي سپاره عسكر چي ۱۲ تنه كېدل ټول وژل سوي دي.
 نوموړى د پكتيكا په خوشامند ولسوالي په بېلابېلو سيمو كي د ريموټ كنټرول په بم كي د دوو ټانګونو د ويجاړېدو خبر هم وركوي، او وايي چي تر چاودنو وروسته يې مړي په څرخكو الوتكو كي انتقال سوي دي.
همدا راز نوموړى وايي چي د ميدان وردګ ولايت پر نرخ ولسوالي يې بريد كړى، چي زيات شمېر طالپانو پكښي ونډه اخيستې وه، د سپكو او درنو وسلو جګړه سوې، خو د مرګ ژوبلي په باب يې معلومات نه لري.
خو د طالب ويندويانو د دې ټولو ادعاوو د منلو او نه منلو په باب افغان او ناټو ځواكونو تر اوسه هيڅ هم نه دي ويلي.
په عيني وخت كي طالبانو هم د پكتيكا په ګومل، برمل او سروبي ولسواليو كي د نن ورځي د ور اوښتي مرګ ژوبلي په باب څه نه دي ويلي، چي ويل كېږي د قبايلو د يوه مشهور قومندان ملا نذير په ګډون ۷۳ تنه پكښي د ايتلافي ځواكونو په هوايي بريد كي ووژل سول.