کور / تازه خبرونه / له مستربین څخه يې میرمنې په ضرب د 65 ثانیو کې طلاق واخیست

له مستربین څخه يې میرمنې په ضرب د 65 ثانیو کې طلاق واخیست

د وتلي اداکار او کومیډن میسټر بین میرمن، سونترا له ښاغلي بین څخه تر ۲۴ کاله ګډ ژوند وروسته د رواني نومبر میاشتې په ۱۰ مه جلا شوه.

د ښاغلي بین میرمن پر نوموړي تور پورې کړ، چې له هغې سره یې ناسم چلند کړی، او د خپل عمر نیمايې له هغې څخه جلا په کومیډي فعالیتونو تیر کړی دی. نوموړې میرمن په لندن کې یوې محکمې ته عارضه شوه، او د سمدستي طلاق غوښتنه يې وکړه.

محکمې هم خپله پریکړه  په یوه دقیقه او ۵ ثانیو کې اعلان کړه، او میرمن سونترا يې له ښاغلي بین څخه جلا کړه. د محکمې د پریکړې پر وخت میستر بین حاضر نه وه.

ددې جوړې د جلاکیدو د اصلي علت په اړه  ډير جزیات نه دې ورکړل شو.

د فامیلي حقونو د ادري مشر، اندریو نیوبوري “ناسم چلند” د خاوند او میرمن ترمنځ د جلاوالي اصل عامل بولي. هغه وايي، چې په ناسم چلند کې، (( د میرمنې ډير خبري؛ د خاوند بې پروايي او نه غوږ نیول، او د ملګرو سره په صحرا ډیرې شپې تیرول)) راځي.

اوس د میستربین میرمن حق لري، چې تر شپږو اوونیو پورې خپله عرض پاڼه بیرته واخلي؛ کنه محکمه به په رسمي ډول ددوې شتمني او هر څه ددوې ترمنځ وویشي

تبصرې پرانیستي‌

  1. دا يې ناځواني ورسره کړيده.
    يا به د قاضي ورته نيت وي چي د ميرمن سره يې واده وکړي.
    دلته په افغانستان کي خو قاضيان دغه ظلمونه ځانته روا بولي.