کور / کیسه / ستړی منزل ! لنډه کيسه

ستړی منزل ! لنډه کيسه

صابر يو څه شيبه د خپل پلار قبر ته په ځير ځير وکتل . يو سوړ اسويلی يې ويست او له سترګو يې اوښکې روانې شوې
خپل شليدلی او زوړ څادر يې د قبر تر څنګ د سپيرو خاورو پر سر هوار کړ , کيناست خپل خيرن لاسونه يې الهي دربار ته پورته کړل له سترګو يې د رابهيدونکو اوښکو په بدرګه د پلار روح ته په دعا شو.
پلاره !
خدای ج دې جنتونه په نصيب کړه , خدای ج دې بخښنه درته وکړي .
زما خواږه پلاره !
زه اوس په هغو تنکيو لاسونو چې تا به راته ويل : زويه ! پدغه لاسونو به قلم نيسې او ليکل به کوي , خواري او مزدوري کوم , د يوې ګوله ډوډۍ پيداکولو پسې سرګردانه يم. پلارجانه !
بيا به يې په سينه کې د سلګيو سيند طوفاني شو او ښه شيبه يې د زړه نم له سترګو توی کړ.
بيا يې دواړه سترګې د پلار د قبر پر شناختو باندې خښې کړې , د خپل پلار سره يې د ژوند خوشاله شيبې يو پر بل پسې له سترګو تيرې راتيرې کړې
د پلار هغه خبرې يې وريادې شوې چې ورته ويل به يې : صابره بچو ! که د خدای ج خوښه وه چې لږ رالوی شوې نو په ښوونځي کې به دې شامل کړم.
زه به درته کاروبار کوم , او تا به يو لوی سړی جوړ کړم , تعليم يافته سړی ..
بيا به نو ته زما د لاس امسا وې او هم به خپلو درديدلو ته خدمت کوي خلک به درته د قدر په سترګه ګوري .
صابر د فکرونو په سمندر کې لا خپلې غوپې وهلې او له پلار سره د خيال په نيلۍ سپور وو.
خو د کلي هلکانو چې د ښوونځي په لور روان وو او په خپلو کې يې سره په لوړ غږ خبرې کولې د صابر د خيال د ټال پړی ورپرې کړ.
صابر سترګې وځمبلې , د هلکانو په لور يې وروکتل له اوښکو په ډکو سترګو او له غريو ډک ستوني په ملتيا يې له ځانه سره وويل : هی کاش زما پلار هم ژوندای وای ! زه به هم له دغو هلکانو سره ښوونځي ته يو ځای تلم او راتلم
که پلار جان مې ژوندای وای اوس به مې ولې
په دغو تنکيو لاسونو درانه کارونه کول ?
ولې به په يوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه او لالهنده ګرځيدم ?
د سلګيو په څپو کې يې بيا تنکي لاسونه لپه کړل او الهي دربار ته يې وروغځول
او ويې ويل :
خدايه ته زما په خال رحم وکړه , خدايه ته زما مرستندوی شه !!

نپوهيږم چې زما راتلونکی به له څومره ستونزو او کړاونو څخه ډک وي ؟ خدايه ته راسره مل شې
هو !
په خيرن لستوڼې يې له سترګو روانې اوښکې وچې کړې
له ځايه پاڅيده , شليدلی څادر يې پر اوږه واچوه
په داسې حال کې چې څو څو واره يې د خپل پلار قبر ته په شاه وروکتل په ستړو ګامونو د کلي په لور د يوې ګوله ډوډۍ د پيداکولو په هيله روان شو.
پای