کور / شعر / پښتانه وايي

پښتانه وايي

ســــر ورکوو دخپــــــــــــلو غـــرونـــو جـــــګ سرونــــــه ســــــــــــــــــــــــاتو


داحـــــمدشاه، ميرویس، محمود درانه نــــومــــــــــــونــــــــــــه ســــــــــاتو


مـــــــــــــــــالونه نه ســـــــاتو، ځــان نه ســـــاتو،  اولاد نه ســـــــــــــــــاتو


لـــــــــه نورو خـــلقو دپښتـــــــــــــــــون سيمه او خونه ســـــــــــــــــــــــاتو


غـــــــــواړو پښتـــــــــــــو، پښتــــــونستان دپښتنــــــــــــو لپــــــــــــــــــاره


دتــــــــــورې آب دخپـل تــــــــــاريخ لـــــــــــــــوړ عنــــــــــوانونه ســــــــــاتو


دابـــــــــــــــراهيم خليل الله پـــــه ديـــــــــــن ډېـــــــــــــــــر کلک يـــــــوولاړ


دقــــــــــــــربانۍ دپــــــــاره مونږ خـــپل اولادونـــــه ســــــــــــــــــــــــــــــــاتو


دپښتــــــــــــــــون خــــــــاورې ته موږ ګـــــــــــورو دنــــــاموس په نـــــــــــظر


لــــــــــــکه دخـــــــــــدای کــــــــور لــــــــه اغـــــــياروخپل کورونه ســــــــاتو


کــــــــــه جېـــــــــــــلخانو کښې څــــــوک مېچـــــــــــــنې ګرزوي پـه مـونږه


ســــــــــــــل مشقته تــــــــــــــــېروو خپل ټـــــــــــــــينګ عـــــزمونو ســـــاتو


تــــــــــراوسه لا مونږ دخــــــوشحـــــــــال دنــــــــنګ سنـــــــــدرې وايــــــــو


تــــــــــــــــــراوسه لا دده ديــــــــــــوان دده شعـــــــــــــــــرونه ســـــــــــــــاتو


خــــــــــــټک لا شتـــــــــه دی او مغـــــــل شوه تورو خـــاورو لانــــــــــــــــدې


ظالـــــــــــــمان ځـــــــــي او مونږه خپل ملــــــــي حقــــونه ســـــــــــــــــاتو


مــــــــــــونږ په پښـــــــــــــــتو او پښـــــــــــــتونواله تــــــــــــــل جــنګونه کوو


دقــــــــــــــــام عزت دقام آبرو خــــــــــــــپل وطــــــــــــــــــنونه ســــــــــــــــاتو


زمــــــــــــــوږ تيـــــــــرا زمونږ خيــــــــــــــبر زمونږ مـــــــــهمند او وزيـــــــــــــــر


مـــــــــــــــــــــونږ او دوی ټــــــول دپښتـــــــــنو خپل بيرغونه ســــــــــــــــــاتو


پښتون پښتون دی او پښتون به وي څـــــــــــــــو وي دا جــــــــــــــــــــــــهان


بله جامه کې سپک ښکارېږي پښـــــتنو ته خپل ځــــــــــــــــــــــــــــــــــــــان


پښتون هيڅکله باداري دچا منـــــــــــــــــــلی نــــــــــــه شــــــــــــــــــــــــي


ما چي ليــــــــدلی خو پښتـــــــــون غــــــــلام کېــــدلای نــــه شــــــــــــــي


چــــــــــاچې عــــــــــمرونه پخپل حق باندې جـــــګړې کـــــــــــــــــــــــړي دي


دهــــــــــــــغوحق په هېڅ قـــــــــــوت هيڅوک خـــــــــوړلی نـــــه شـــــــــي


مــــــــــــــــــــــخونه تــــــــــور دپښــــــــــــــــتنو ددښــــــــــمنانــو ويــــــــــنم


هيــــــــــــــــڅوک پښتـــــــــــــــــو او پښتــــــــــــــونواله ورکـــولی نه شــــي


سنـــــــــــــــد او پنـــــــجاب زمونږ ايستلی تـــــوری تـــــــل ليــــدلــــــــــــــی


تـــــــــــــــــاريخ شـــــــــاهد دی او هيڅوک منــــــــکرېدلی نه شــــــــــــــــي


مـــــــــــــــــونږ په ذلت خواری پنجــــــاب ته کله تللـــــــی نـــــــــــــه يــــــــو


پـــــــــــــــــــه سپــــــــــکه ستــــرګه پنجابيان مونږ ته کتلی نه شـــــــــــــــي


داغــــــــــــــــــــلط خيال دی چي پښتون به په پردو پســـــــــې ځــــــــــــــــي


غــــــــــــــــــلامان ځي مګرپښتون په دې لار تللـــــی نــــــــــه شـــــــــــــــــي


پـــــــــــــــــه اسلامي سلوک پوهيـــــــــــږو بــــــــدســـــــــلوکه نــــه يـــــــــــو


خــــــــــــــــــــو داسلام په نــــــــامه څوک مونږ تېرايستلـــــی نــــه شـــــــــي


دپښتـــــــــــــــــــــــــون خــــــير او سعادت غواړو نو هيـــــڅ نـــــه غــــــــــــواړو


دعـــــــــزيزانو بــــــــــــــــــــده ورځ هيڅــوک ليدلــــــی نـــــــــــــه شــــــــــــــي


راشـــــــــــــــــئ او حق ته غـــــــــــــــــــــاړه کـــــــښېږدئ عدالـــــت ومـــــنئ


دپښتنــــــــــــو په حـــق پښې څوک اېښودلــــــــــــــی نــــــــــــه شـــــــــــي


ظلـــــــــــــم ښه نه دی په بـــــــــــــــــــل باندي تجاوز ښــــــــــــه نـــــــــــه دی


څـــــــــوک په ناحــــــــــــقه دحق مخ کې درېدلــــــی نـــــــه شــــــــــــــــــــي


مـــــونږ پښتنو لپاره ســــــــم پښتـــــــونستـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــان جوړوو


پـــــاکستان وايي پښتنو نه پنــــــجابيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــان جوړوو


هــــــېڅ امکان نــــــــه لري چې يو ملت لــــــــــه ځـــــــــــــــــــــــــــانه تېر شي


خـــــــــپل هرڅه پرېږدي له خپل نـــــــــوم او لـــــــــــــه نښــــــــــــــانه تېر شي


نـــــــــــــه داسي شوي نه به وشي نــــــــــه بــــــــه ووينــــــــــی څـــــــــــــوک


چـــــــــــــي پښتانه پرېږدي پښـــــــــتو او لـــــــــــــــه افغـــــــــــــــــــانه تېر شي


بــــــــې غـــــــيرتي بې ايماني ده دپښتــــــــــــون پـــــــــه نـــــــــــــــــــــــــــظر


مـــــــکړه ګـــــــــــمان چي پښتانه بـــــــه لــــــــــــــه ايمــــــــــــــــــــانه تېر شي


دخـــپل پـــــــــردی تمـــــــــــــيز کوی دجهـــــــــــــان ټــــــــــــــــول قـــــــومـــــونه


پښتــــــــــــون بـه څنګه دپښتــــــــــونه به خاندانــــــــــــــــــــــــــــــــــه تېر شي


لـــــــــــــــــــــه مليت نه تېرېدل دی لــــــــــــــــــه امــــــــــکانه وتــــــــــــــــــــــل


کـــــــــــېدونکی نه دی هغه کـــــــــــار چی له امکـــــــــــــــــانه تــــــــــــېر شي


کــــــــه پـــــــــــــــــاکستان ورلره ګوري دامکــــــــــان پـــــــــــــه نــــــــــــــــــــظر


بــــــــــــايد چــــــــــي دوی پخپله هم له پاکستـــــــــــــــــــــــــــــــــــانه تېر شي


حــــــــدود معـــــــــــــــلوم دی له خپل حده تېــــــــــــــــــــــــــــــرېدل ښه نه دي


مـــــــــري په دې لار کي ســــــــــــکندر چي له يونـــــــــــــــــــــــــــانه تېر شي


دسربــــــــــــــــــــــازۍ لارکـــــې مونږ ډېر امتحـــــــــــــــــــــــــــــــــــــانونه ورکړه


وي آزمـــــــــوده څـــــــــوک چي يــــــوځل له امتحــــــــــــــــــــــــــــــانه تېر شي


مونږ ښه ملګر ي يو که څـــــــــــــــوک په ســــــــــمه لار شـــــــــــــــــــي روان


بې لاري خــــــــــــــلق دګڼو که له اسمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــانه تېر شي


زمـــــــــــــــــونږ دوستان هغه کســــــــان دي چي دحـــــــــــــــــــــق په لار کي


هســــــــــــي قــــــدم ناخلي چي دوی له خپل وجــــــــــــــــــــــــدانه تېر شي


خـــــــــــــــــــدايــــــه! راټول کړې پښتانه په يوه نـــــــوم دپښتــــــــــــــــــــــــون


داپـــرېدی مـــهمند وزيــــر او نـــــــــــــورو نـــشته بېلتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــون