کور / هراړخیز / د پاریس بریدونه ګټي که تاوانونه؟

د پاریس بریدونه ګټي که تاوانونه؟

د ٢٠١٥ د نوامبر پر ١٣مه  ماښام د پاریس پر ښار چي نړیوال ورته دښارونو (ناوې) وایي تر سختو وسله والو بریدونو لاندي راغئ ،زه نه غواړم د دې بریدونو پر دلایلو او سازمان ورکونکونکو باندي و ږغیږم،ځکه دا د فرانسې اود دوی د نړیوالو متحدینو د استخباراتو کار دئ او یقنآ وخت غواړي چي معلومه سي چا،ولي او څنګه دا بریدونه تر سره کړل؟ دومره باید ووایم چي ظاهرآ اسلامي خلافت چي په داعش مشهور دئ دا مسولیت منلی دئ،او د فرانسي د ولسمشر اشاره هم داعش ته وه.
زه دلته غواړم د دې خونړیو بریدونو پر پایلو لنډه تبصره ولرم او زما د تبصرې محرک د یو شمیر افغانانو غبرګونونه سول.په لنډ ډول ویلای سم چي زموږ یو شمیر هیوادوالو دا بریدونه شعوري یا غیر شعوري تائید کړل،یو شمیر ورته د اسلام قوت او د کفر ناکامي وایي، یو شمیر بیا د خپل هیواد د ناوړه حالت پړه په غربي هیوادو اچوي او دلیل یې دادئ چي که نړیوالو دتروریزم ځالي زموږ په سیمه او منطقه کي ځپلي وای اوس به نړۍ په امن کي وای.دا غبرګونونه د دوی شخصي او بعضي یې پر منطقي دلایلو هم ولاړ دي چي هغه دا وروستۍ ډله ده چي وایي د غربیانو کم کاري او دوه ګونی برخورد د داسي او دې ته ورته پیښو لامل دئ.
دا هم اوږد بحث غواړي.
خو اوس به دا ووایو چي رشتیا به داسي حملې د غربي هیوادونو په سیاست او ستراتیژي کي زموږ د هیواد،وروسته پاته هیوادونو،اسلامي نړۍ په اړه مثبت او که منفي تغیر راولي؟
زه په یوه جمله کي وایم چي د داسي حملو پایلي د افغانانو،اسلامي نړۍ په تاوان دي،تجربو ښودلې ده چي داسي حملي غربي نړۍ نوره هم سره نژدې کوي،او د هیوادونو په کچه موافق او مخالف ګوندونه،او سازمانونه چي په ایډیالوژیک او سیاسي لحاظ ډیر سره لیري او مخالف دي په یوه واحد خط کي دروي.یوازي د امریکا پیښه در یادوم ښایي د امریکا او په کل کي دغربي نړۍ په تاریخ کي تر ټولو(البته نړیوالي جګړې نه)ستره پیښه وه، څه پایلي یې درلودې؟
-عراق په وینو کي لمبیږي او تلفات یې تر میلیون واوښته د کاملي تجزیې پر خوا روان دئ.
-تونس همداسي در واخله.
-لیبیا به بیا سلګونه کلونه د قدافي طلایي وخت ته ونه ګرزي او لس ګونه کلونه به یو بل سره وژني.
-سوریه د اسلامي نړۍ د ناسور زخم سو.داسي هیواد او بازار نسته چي د سوریا یانو د بېعزتۍ او کډوالۍ شاهد نه وي،ښکلي ښارونه او خلګ یې د اور په لمبو کي سوځي او لسیزي به دوام وکړي.
-غریب یمن د خپلو او پردو په اور کباب سو.
-مصر د ګډوډۍ او جګړې پر غاړه ودرید.
-زموږ ګران هیواد افغانستان د بمونو،مرګونو،لوږي، مهاجرت،ملي نفاق، بې کارۍ او سلګونو مصیبتونو سره لاس او ګریوان سو.حتی زموږ تاریخي دښمن او د غرب دایمي متحد پاکستان له دې اوره په امان نه سو.
اوس هم ماته داسي معلومیږي چي سوپر قوتونه به دې ته ورته اقدامات کوي او د دې غمیزو بار به د اسلامي نړۍ د غریبو او بې وزلو په غاړه وي.
د دې په څنګ کي به د میلینونو مسلمانانو پر تجارت،تګ او راتګ،مرستو او اجتماعي مناسباتو سخته بده اغیزه وکړي.
او وروستۍ خبره دا چي هغه په لس ګونو میلیونه مسلمانان مهاجرین چي په امریکا،استرالیا،کاناډا،او اروپا کي میشت دي د تبعیض،تعصب او نفرت سره مخامخ سي او پر دیني ،مذهبي او کلتوري فعالیتونوبه یې سخت بندیزونه ولګول سي چي دا کار د پخوانیو پیښو وروسته هم سویدئ.
او هغه افغانان چي داسي حملو ته د اسلام د بریالتوب نوم ورکوي وایم چي دا د اسلام د بد نامۍ ډیر ستر مواد دي .دا داسي مانا لري لکه موږ چي په زرګونو،میلینونو مسلمانان سره وژنو چرت مو هم نه یي خراب ،خو که یو هندو،عیسوي،یهودي او یا بودایي مسلمان سو بیا مو نو دنیا پر سر اخیستې وي چي دا د اسلام زور او قوت دئ.
د یو شمیر افغانانو په درد او غصه پوهیږم او دا تائیدوم چي غربیانو زموږ د هیواد د قضیې سره دوه ګونۍ چلند کړی دئ او زموږ د غمیزي د حل کیلي هم د دوی سره ده د دې ټولو خبرو سره د بې ګناه انسانانو وژل،تروریستي اعمال چي موږ یې تر ټولو ستر قربانیان یو د غندلو وړ دي، زموږ ګیلې او نیوکي به وي نوري لاري هم سته خو په نړیوالو رسنیو کي په ترور او تروریستي اعمالو خوشحالي کول که څه هم د احساساتو له مخي وي موږ ته نه یوازي ګټه نه لري زیانونه یې زیات دي.ترور،وحشت او د بې ګناه انسانانو وژنه باید وغندو او دا نړۍ ته وښیو چي افغانان تروریستان نه دي او نه یې پلوي کوي جګړه پر موږ تپل سویده او یو شمیر عمده عاملین یې هم په دې غربي نړۍ کي دي.دا چي داعش امریکا یا بل چا ولي،د څه لپاره جوړ کړئ تر موږ د فرانسې،هالنډ او نور اروپایي او په کل کي د نړۍ ډیر هیوادونه په پوهیږي زموږ موقف باید روښانه وي چي ترور غندو او تر ټولو لومړني قربانیان یې افغانان وه او تر اوسه هم دي.