کور / کره کتنه / دافغانستان د اجرايه رئیس ویاند مجیب رحیمي تیره هفته د مجازي نړی ګرمه سوژه وه

دافغانستان د اجرايه رئیس ویاند مجیب رحیمي تیره هفته د مجازي نړی ګرمه سوژه وه

دافغانستان د اجرايه رئیس ویاند مجیب رحیمي تیره هفته د مجازي نړی ګرمه سوژه وه. نوموړي د افغانستان هرات پلازمینه د “ایران زمین” تمدني ښار وباله اوځان ئې د خبرونو سرټکي کړ.

هرات مجيب رحيمي ايران فرهنگي يرغل

ددې سره سم یو مهم بحث د افغانانواو خصوصاَ پښتنو په منځ کي جاري شو، چي ایران واقعاً چيري وواو چيری دئ.
اوس ټول ولس په دې خبره پوهیږي چي د افغانستان نوم آریانا له اَریَنَ وَئیجَه څخه (اوستایی، یو شمال شرقي ژبه چي پښتو او پامیري ژبو ته نږدې ده) اخیستل شوی چي وروسته ایرانشهر او ایران ورته ویل کېدل. د ایران نوم د رضا شاه په وخت کي پر ننني ایران باندی کښیښودل شو، تر دې مخکي ددې مملکت نوم “پرشیا” یا “فارس” وو. رضا شاه د افغانستان د شاه ظاهر خان له موافقت سره سم د فارس مملکت په ایران بدل کړ او د افغانستان یو مهم تاریخي بخش ئې هغوی ته وسپاری، چي له دې سره ټول افغاني تاریخپوهان مخالف ول. نو که دا حقیقت په نظر کي ونیسونو مشکل چيري دئ؟ مشکل دلته جوړیږي چي جناب رحیمي په یو تلویزوني بحث کي صراحتاً د آریانا شتون رد کوي او وایي داسي ملک وجود نه درلود او دا ساحه د ایران په نوم یادېده. نوموړی ادعالري چي آ ریانا د غربیانو افسانوي نوم دئ .

ننۍ آریانا په اوستا کي اَیریَنِم وَیجَ یا اَریَنَ وَئیجَه ، پارسي میانه کي ایران‌ویج ، سغدی مانوی کي آریانا وَئیجه او پارتي کي آریان‌ویجن ذکر شوی. ځکه چي شمالشرقي ژبو کي آریانا استعمالېدل نو دا روښانه خبره ده چي اصلي او لرغوني نوم ئې باید آریانا وي. نو په دې اساس موږ نه شو کولای چي د یو لرغوني نوم موجودیت رد کړو ځکه چي یو او دوه شاعران په میانه پاړسي کي آریانا ته ایران نوم ورکړی.
ددې تر څنګ یوناني تاریخ پوه هیرودیتوس (Herodotus) د پرشیا شرق د اریانا په نوم لیکلې وه او په هندي اسنادو کي هم هماغه اریانا لیکل شوی دئ. د هارورد د پوهنتون پروفیسور میشل ویتزل (Michael Witzel) دا خبره تائیدوي او د اَریَنَ وَئیجَه موقیعت د افغانستان مرکزی غرونه ګڼي. او که موږ دپاړسي ژبي شاعر فردوسي شهنامه ولولو، نو هغه ښارونه چي د هغه وخت یران کي ذکر شوی دي، په نني افغانستان کي موقیعت لري مګر دنني ایران مشهور ښارونه خو حتی پکښي ذکر شوي نه دي. په دې اړه د کابل پوهنتون دستر استاد احمد علي کهزاد یو ښه مقاله په بي بي سي ویب سایټ کښي خپره سوې ده.د مرحوم استاد کهزاد په نقد، په شهنامه کي د افغانستان ډېر ښارونه یاد سوي دي لکه غرچگان، بُست، تالقان، بلخ، فاریاب، مرو، کابل،زابل، هیرمند، کندهار، نیمروز، بامیان، پنجشیر، اندرآب، بدخشان، کندز، او نور، چي داټول په ننی ایران کي نه بلکي زموږ په افغانستان کي پراته دي.
له دې سره سم، دفردوسي د کتاب قهرمانان هم “رستم” یو اڅکزی دئ او بل ئې “پښتون” دئ (چي بعضی روسي تاریخپوهان هغه پښتون ګني). فردوسي د رستم د اصل په یوه ډایلاګ کي داسی لیکي:
فراموش کردی تو سکزی مگر کمان و بر مرد پرخاشخر
ز نیرنگ زالی بدین سان درست وگرنه که پایت همی گور جست
شهنامه د ننی افغانستان د پیژندني له پاره یو ستر لارښود کتاب دئ مګر شهنامه حتی لا تراوسه په پښتو ترجمه سوې هم نه ده. بدبختانه موږ د تعصب له مخي هیڅ حتی شهنامه نه لولو او ادعا لرو چي فردوسی یو نژادپرست وو. اما زه ئې برعکس منم. که چيري فردوسي دنژاد ذکر کوي، نو هغه د شخصي کرکټر سره سم قضاوت کوی. شهزاده اسفندیار ته پاک نژاد وایي او که کهزاد ته بد ځکه غل وو. همداسی رستم(اڅکزی) د فردوسي د کتاب قهرمان دئ مګر نیکه ئې چي سهاګ دئ، په بدي یادیږي.
شهنامه له دې سره سم یو بل راز هم افشا کوي. ځیني خلک د هرات د تاریخنامې په نوم د یو کتاب له مخي ادعا لري چي افغانستان مملکت په پاکستان کي پروت وو او له کوټي سره نږدې مستنګ ښار ئې پایتخت او افغانان د سلیمان د غرونو له پاسه راغلی، مځکي ئې غضب کړي او مهاجرین دي.
که څه هم بیروني، بیهقي، عتبی، منهاج السراج جوزجاني، حدودالعالم د افغانانو شتون په ننی افغانستان کي تائید کړی دئ اما تر اوسه هم داسي خلک شته چي په یو وېرونکي طریقه، افغانان مهاجرین بولي. د فردوسي کتاب هم دا بې بنیاده ادعا غیر مستقیم ردوي ځکه چي فردوسی د کـک کهزاد په داستان کي (کهزاد افغان دئ په شهنامه کي) لیکي چي نوموړي د مرباد په قلعه کي ژوند کوی چي دالبرز په زړه کي پروت دئ (نه د سلیمان په غرونو کي) او په سپرلي کي چي غرونه په تندر ډک شي نو د هیرمند اوبو ته راځي. فردوسي دا حقیقت داسي په شعر کي ذکر کوي:
بمان تا بهنگام فصل بهار که گرډ پر از رعد کهسار و غار
ز مرباد آید سوی هیرمند ابا نامداران ز کوه بلند
برادر پسر هست او را یکي کزو نیست در جنگ کم اندکي
سرافراز را نام بهزاد خوان گه رزم چون کوه پولاد دان
که بر زابلستان نبندند راه زند تا در هندوان با سپاه
دوهم دلیل دا دئ چي د تاریخ سیستان په نوم کتاب کي د افغانانو ذکر نه دی شوی نو باید دوی مهاجر وي. درسته ده چي په دې کتاب کي د افغانانو ذکر نه دی شوی مګر په همدې کتاب کي د حضرت سلیمان یوه دلچسپه قصه لیکلې شوې چي پښتانه ته اشاره وکړي. داستان داسي دئ:
«فصلی دیگر ،که سلیمان علیه السَلام، باد را فرمود، تا او را با همه لشگر گرد تمام عالم بگردانید،و جهانیان او را بدیدند، و فرمان او را کار بستند و جّن و انس با او بودند و طبّاخان بر کار بودند، باد را گفت مرا بجایگاهی فرود ار که معتدل تر باشد و هواء سبک ،او را به سیستان فرود آورد تا آنجا چاشت خورد، پس گفت از چندین که رفتیم اینجا خوشترست، و جهان امروز همه بر عدلست و جور نیست که عالم همه برابر گشتند اندر دین. (و) خوارج فرق میان دار جور و دار عدل ز اینجا گرفتند.»

نو په دې اساس د مهاجرو شومه تیورې بلکل غلطه ده.
په پای کي زما هیله زموږ له هیوادوالو نه داده چي دښکنځلو او له اتهاماتو څخه لاس واخلي اود علمي او منطقي لاري نه بحثونه شروع کړي او دخپل هیواد هویت او عزت وساتي.
تل دي وي افغانستان او زموږ لرغونې آریانا.
.

References:
1. https://en.wikipedia.org/wiki/Airyanem_Vaejah
2. https://fa.wikipedia.org/wiki/ %D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86% E2%80%8C%D9%88%DB%8C%D8%AC
3. M. Witzel, “The Vīdẽvdaδ list obviously was composed or redacted by someone who regarded Afghanistan and the lands surrounding it as the home of all Aryans (airiia), that is of all (eastern) Iranians, with Airiianem Vaẽjah as their center.” page 48, “The Home Of The Aryans”, Festschrift J. Narten = Münchener Studien zur Sprachwissenschaft, Beihefte NF 19, Dettelbach: J.H. Röll 2000, 283-338. Also published online, at Harvard University (LINK)
4.Shahnama
5.tareekh ul sistan
6.
http://www.bbc.com/persian/arts/2011/05/ 110516_l23_persian_lan_gel_shahnameh_city_rm.shtml