کور / تازه خبرونه / په لوگر كي ١٧ تړل شوي ښونځي بيرته پرانستل شو

په لوگر كي ١٧ تړل شوي ښونځي بيرته پرانستل شو

د لوګروالي محمد حلیم فدایي د ټولو تړل شوو ښوونځیو له مدیرانو، د سیمي قومي مشرانو او علماوو سره تيره جمعه ناسته درلوده چې اول د پوهي او علم په ارزښت او اهمیت خبرې وشوې، د لوګر والي وویل مکتب د خداي پیژندنې، ځان پیژندنې او جهان پیژندنې ځاي دی او څوک چې د دی د روازې د معصومو ماشومانو پرمخ بندوي په حقیقت کې دا دخداي پیژندنې،ځان پېژندنې او جهان پېژندنې دروازي د دوی پرمخ بندوي، والي وویل ښوونځی به هیڅ نظامي اډه نه وي ځکه ښونځی د ملت مال او د ولس کور دی که څوک د نجونو پرمخ دمکتب دروازه بندوي دا لکه په خپل اولاد چې دخپل کور دروازه بندوي ،والي د دی ښونځیو د تړلو علت کلتوري، امنیتي او مدیریتي ستونزي یادي کړي چې د همدي وجه ده چې داښوونځي تړل شوي، او هم یې د پوهني ریاست ته دنده وسپارله چې د یادو ښونځیو کمبوت کتابونه زر ترزره پوره کړي او هم باید د دی ښوونځیو مدیراني ښځي وټاکې، چې په ناسته کې دتړل شوو ښوونځیو په پرانستلو خبري وشوي او دي نتیجې ته ورسیدل چې باید ولسوال، د پوهني مدیر به په ولسوالۍ کې ټول مشران راغواړي او دوی سره به خبري کوي چې لدي وروسته ولسوال مشرانو او علماوو سره د متواترو ناستو څخه دي نتیجې ته ورسیدل چې تیره ورځ د قومي مشران او علما ووپه همکارۍ اومنځګړیتوب ټول ۱۷ بابه تړل شوي ښونځي پرانستل شو .
د لوګر والي د ولسوالۍ ولسوال، پوهني مدیر، قومي مخورو او علماوو څخه مننه کوي چې د یادو ښوونځیو په خلاصون کې خپله ایماني او وجداني دنده تر سره کړي ترڅوه یاد ښوونځي بیرته خلاص کړي