کور / تازه خبرونه / هلمند: په ځانګړو عملياتو کي يو طالب قومندان او دوه پټنځايونه نيول سويدي

هلمند: په ځانګړو عملياتو کي يو طالب قومندان او دوه پټنځايونه نيول سويدي

په هلمند کي د وسلوالو امنیتي ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال ددولت دوسله والو مخالفینو دوه لوی پټنځایونه له منځه وړي او ادعا کوي چي د ملاعبدالله په نوم دوسله والو طالبانو یومهم قوماندان یې دخپلو دریو نورو ملګرو په شمول دګڼو وسلو اومهاتو سره یوځای نیولی دی .
په دې اړه لراوبر ته په رالېږل سوي خبرپاڼه کي راغلي چي دلړم میاشتي په ۲۶ نېټه تیره شپه ګډو امنیتي ځواکونو دیولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کي دهلمند دنادعلي ولسوالي دلوی مانده اودمارجې ولسوالۍ دعصمت بازار په سیمه کي دوسله والو طالبانو پټنځایونه له منځه وړي ، لسګونه تنه یې وژل سوي اودملاعبدالله په مشرۍ دهغوی یو مهم قوماندان دخپلو دریو نورو ملګروسره ژوندی نیول سوی دی .
دوی وايي په دغه شپنیو عملیاتوکي چي لومړی دنادعلي ولسوالۍ دلوی مانده په سیمه کي ترسره سول یومیل آرپي جي راکیټ ، څلورمیله توپنګچې ، یومیل جي درې، دوه ورځني دربینونه ، دوه میله شپني دربینونه ، یومیل شات ګن ، ۹۱۰۰ فیره دپیکا مرمۍ ، ۳۰۰ دآرپي جي راکیټ مرمۍ ، دماین جوړولو کارخانه د ۲۵ حلقو ماینونو اوسامان الاتو سره لاسته راغلي پرهمدې مهال دملاعبدالله په نوم دطالبانو یومهم قوماندان دخپلو دریو نورو ملګرو سره یوځای چي یو یې دماین جوړوني ماهر اوبل تن سیفرجي دی دوه میله کلاشینکوف اویوې غټي ایکم مخابرې سره لاس په لاس ژوندي نیول سویدي.
بل پلو په همدې شپه دمارجې ولسوالۍ دعصمت بازار په سیمه کي دعملیاتو پرمهال دوسله والو طالبانو پریوبل پټنځای هم دامنیتي ځواکونو له خوا برید سوی چي په نتجه کي یې یو موټربم له منځه وړل سوی ، دوه میله دهشکې ، ۳۰ پایې چپرکټ ، ۲۰ تختې چوشکي ،۵۰ جانپراو۲۰ دریشۍ هم دامنیتي ځواکونو لاسته ورغلي .
د خبرپاڼي له مخي ملاعبدالله په سیمه کي دوسله والو طالبانو له ډیرو مهمو قوماندانانو څخه شمیرل کیده چي په ډیرو تخریبي اعمالو کي یې لاس لاره چی دادی دخپلو دریو نورو ملګرو سره دامنیتي ځواکونو له خوا ژوندی ونیول سو اوپه لسګونه نور وسله وال ترهګردامنیتي ځواکونو سره په جګړه کي وژل سویدي خو ددغو ادعاو په اړه طالبانو خپل نظر نه دی څرګند کړی.