کور / کره کتنه / د (یو علمې مرکز ډوبیږې) په جواب كي

د (یو علمې مرکز ډوبیږې) په جواب كي

تیره اونی مې د تیر په څیر د معمول سره سم خپل فیسبوک پرانیست چې یوه لیکنه د سرخط ورځپانې چې عنوان یې یو علمې مرکز ډوبیږې سترګې ولګیدې، دا چې د علمې مرکزونو سره زیاته علاقه لرم ومې غوښتل چې لیکنه ولولم.
لکینه د ننګرهار پوهنتون په اړه وه او په یاد پوهنتون کې د مظاهرو په رابطه یې کړی وه، د مظاهرو سره په څنګ کې یې په څینو استاذانو باندې یې دا تور هم لګولې وه چې ګوا کې مظاهرې ددوي لخوا ترتیب او رهبرې کېږې.
زه چې کله مې لیکنه هم نده کړه او زیاته علاقه ورسره هم نلرم، خو کله مې چې د یاد پوهنتون د مخلصو، په اسلامې جنبه سنبال او په هیواد مینو استاذانو نومونه ولیدل دی ته یې اړ کړم چې د یو ځوان په صفت چې په یاد پوهنتون کې مې د محصل په صفت شپې او ورځې تیرې کړې چپه خوله پاتې نشم، ځکه پداسې حالت کې چپ پاتې کیدل د خپلو مخلصو استاذانو د یاد پوهنتون او په ټوله کې بیا د افغان ولس او ملت سره یوه لویه جفا او خیانت بولم.
راځم اساسي نقطې ته لکه مخکې مې چې اشاره وکړه چې په ځینو استاذانو باندې یې تور لګولې چې ګواکې دوي مظاهرې رهبرې کوي چې پدی ډله کې یې د ننګرهار پوهنتون پخوانې علمې مرستیال پوهاند دکتور دل آقا وقار، پوهندوي استاذ شیرذاد منګل او مولوې محمد شریف رحمانې او د ځینو نورو استاذانو نومونه هم یاد شوي.
د وخت د کمښت له کبله غواړم د پخوانې علمې مرستیال دل آقا وقار چې ننګرهار پوهنتون ته یې په خپل دور کې د خدمتونو څخه یوه ته یې اشاره وکړم، پټه د پاتې نه وي چې د یادو استاذانو سره د پوهنتون په دور کې مې د نژدې څخه رابطه لرله او د نژدې څخه یې پیژنم.
پوهاند دکتور دل آقا وقار د ننګرهار پوهنتون پخوانې علمې مرستیال چې تقریبا زیات وخت لپاره د ياد پوهنتون علمې مرستیال پاتې شوی او د یوې مجاهدی، درنې او عزتمنې کورنې پورې تړاو لرې،خپل زیات وخت یې وطن، دین ولس او ملت ته وقف کړی او په خپل معاونیت کې یی ننګرهار پوهنتون، افغان ولس او ځوانانو ته نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړی دي.
دکتوردل آقا وقار په خپل وخت کې د ننګرهار پوهنتون د ماسترې او دکتورا د پروګرامونو لپاره هلې ځلې کړی او دده په وخت کې د ماسترې او دکتورا پروګرامونه شروع شول چې دا یې په علمي ډګر کې د خدمت يوه ښه بیلګه ده چې په اوس وخت کې د افغانستان نور پوهنتونونه دداسې امتیاز برخمن ندی، په اوس وخت کې دکتور دل آقا وقار نه یوازې د لسانس او ماسترې بلکه د دکتورا په کچه په ننګرهار پوهنتون کې په تدریس بوخت دي او ددی ولس، ملت او وطن لپاره اوس هم په سلګونو ځوانان د ماسترې او دکتورا په کچه هیواد ته وړاندې کوي.
ورسره نور استاذان هر یو استاذ شیرذاد منګل او مولوې محمد شریف رحمانې چې دواړه د هیواد په کچه وتلې او علمې شخصیتونه دي تل یې محصلین او ځوانان خپلو درسونو ته تشویق کړی او هر وخت یې د پوهنتون د پرمختګ لپاره هلې ځلې کړې او هیڅکله هم د پوهنتون د پرمختګ په وړاندې خنډ ندي ګرځیدلې.
زه چې په یاد پوهنتون کې مې وخت تیر کړې او استاذان د نژدې څخه پیژنم، ددوې په څیر علمې شخصیتونه نه یوازې په شرقې زون کې بلکه په افغانستان کې هم په ډیره کمه اندازه پیدا کیږې، ښاغلې دل آقا وقار چې علمې رتبه یې پوهاند او ورسره دکتورا هم لرې په ننګرهار پوهنتون کې دده په څیر د علمې رتبې چې هم پوهاند او هم دکتورا ولرې نه تر سترګو کیږې، همدارنګه مولوې محمد شریف رحمانې چې علمې رتبه یې پوهندوې د هیواد په کچه لوړ شخصیت دی، ورسره پوهندوې شیرذاد منګل هم د هیواد په کچه د سیاسې چارو شنونکې او متحلل دی او دده په څیر ډیر کم خلک په افغانستان کې پیدا کیږی، دوي ټولود پخوا څخه تر نن ورځې پورې د ننګرهار پوهنتون د پرمختګ لپاره کار کړې او کوې یی هم.
زه د نوموړو استاذانو څخه چې ننګرهار پوهنتون ته یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړی هیڅکله دا توقع نکوم چې د پوهنتون لپاره د مشکل جوړ کړی بلکه پدې یقین او باور لرم چې ننګرهار پوهنتون ته به لا نور خدمت کوي.
مظاهرې د هیواد په مختلفو پوهنتونو کې محصلین تر سره کوې، او دا لومړې ځل ندی چې دننګرهار پوهنتون کې مظاهره کیږې ددی څخه پخوا هم بار بار د محصلینو لخوا په یاد پوهنتون کې مظاهري شوی دي، زما په خپله په یاد دې چې د دل آقا وقار به د خپل معاونیت په وخت کې مونږ محصیلینو ته په بار بار ویل چې خپلو درسونوته اولیت ورکړي، دلته پوهنتون ته ستاسو راتګ او هدف زدکړه ده نه دا چه مظاهرې وکړي او خپل وخت ضایع کړي.

دا چې ددوي غوندې لوړ شخصیتونه چې تل یې د ننګرهار پوهنتون ته ، ځوانانو، او افغان ولس ته د پام وړ خدمتونه کړې او ددوې غوندې علمې شخصیتونه نه یوازې په شرقی زون کې بلکه په ټول افغانستان کې په کمه اندازه پیدا کیږې، د یوې شومې دسیسې ښکار شوې او ځینې کړې غواړې چې دداسې شخصیتونو د پرمختګ مخه ونیسې او ددوې لپاره خنډ جوړ کړي، لکه سنګه چې په پښتو ژبه کې متل دی چې میوه لرونکې ونه هرڅوک په تیږو ولې، نو اوس زمونږ او ستاسې په جامعه کې هم داسې خلک او کړې شته اوغواړې چې زمونږ شخصتونو اواستاذانو بې احترامې وکړې او ددوې په مقابل کې خنډ جوړ کړې چې دا د یو منظم پلان له مخې د ځینو خلکو او حتی د ځینو ادارو په شمول تر سره کیږې.
زما غوښتنه د ځوانانو څخه داده چې خبراوسې چې په داسې غلطو او پردې پالو لیکنو باندې هیڅکله ونه غولیږې او هیڅکله هم پرې باور ونکړې ددی په مقابل کې مونږ باید نور هم خپل شخصیتونه او استاذان ونازوو او هیڅکله هم بل چا ته اجازه ورنکړو چې زمونږ د شخصیتونو بې احترامې وکړي، تاسو مو دداسې ناوړه دسیسو څخه خبر کړې او هیڅکله هم پری ونه غولیږې.
په پای کې د ننګرهار پوهنتون د ادارې څخه هم هیله لرم چې هیڅکله هم داسې غلطو لیکنو ته چي هیڅ ثبوت نلرې اهمیت ورنکړې، او یاد استاذان هریو پوهاند دکتور دل آقا وقار، مولوې محمد شریف رحمانی،پوهندوې شیرذاد منګل او نور استاذان نه یوازې دننګرهار پوهنتون او شرقې زون بلکه د ټول افغانستان لپاره افتخار ګڼل کیږې او د پوهنتون اداره دی داسې شخصیتونه چې د هیواد په هر ګوټ کې وي ونازوې او افتخار پرې وکړې، د پوهنتون ادار دی د یوې غونډې په ترڅ کې د نوموړو استاذانو څخه دفاع وکړې او په ستاینلکنو د ونازوې.
والسلام
د روښانه راتلونکې په هیله
عبدالله ریحان