کور / تازه خبرونه / سنامجلس: امريكا دي پاكستان ته پوځي مرستي مشروطي كړي

سنامجلس: امريكا دي پاكستان ته پوځي مرستي مشروطي كړي


امريكايي سناتور جوزيف بايډن وايي امريكا دي له پاكستان سره اقتصادي مرستي درې چنده ډېري كړي، خو پر پوځي مرستو دي شرطونه كښېږدي.
جوزيف بايډن چي په سنا مجلس كي يې د امريكا د خارجه چارو كمېټې غونډي ته په وينا كي وويل، امريكا دي له پاكستان سره اقتصادي مرستي بېله شرطه درې چنده لوړي كړي، ترڅو پاكستاني ولس ته په زبات ورسېږي چي د حكومتونو په ادلون بدلون د امريكا او پاكستان دوستي نه خرابېږي، بلكي نوره هم ټينګېږي. خو برعكس بايد پوځي مرستي مشروطي سي، چي كه پاكستاني پوځ د ترهګرۍ خلاف ګامونه پورته نكړي، تر هغه وخته به مرستي نه ورسره كېږي.