کور / تازه خبرونه / اجرائیه رئیس په کابل کي د سویډن د شاهي هیواد د پرمختیايي همکاریو له وزیري سره ولیدل

اجرائیه رئیس په کابل کي د سویډن د شاهي هیواد د پرمختیايي همکاریو له وزیري سره ولیدل

صدیق الله پوپل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د سویډن د شاهي هیواد د پرمختیايی همکاریو له وزیري مېرمن ایزابیلا لوین سره وکتل.

په دې لیدنه کي، چي نن تر غرمې وړاندي د کابل په سپېدار ماڼۍ کي وسوه، د افغانستان او سویډن تر منځ د ډیپلوماټیو، سیاسي او پرمختیايي اړیکو پر توسعه خبري وسوې.

مېرمن اېزابیلا د هیواد له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي وویل، چي افغانستان ته په لومړي ځل راتګ سره خوښه ده او دلته د تیرو کلونو پرمهال سوي پرمختګونه د افغان حکومت او خلکو د قوي ارادې ستاینه کوې.

هغې زیاته کړه، چي افغانستان او سویډن ۷۵ کاله پخوا لومړۍ سیاسي اړیکه ایجاد کړې وه او هیواد یې ژمن دی، چي دې اړیکي ته په نورو برخو کي هم وده ورکړي، څو دواړه هیوادونه په ګډه سره مشترکو موخو ته ورسيږي.

نوموړي یادونه وکړه، چي هیواد یې د بنسټیزو اصلاحاتو د راتګ په موخه د افغان حکومت له پروګرامونو ملاتړ کوي او یو غواړي اعلان کړي، چي د اوږدې مودې لپاره په ملکي او نظامي برخو کی له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

اغلي لوین همداراز وویل، چي دوی په افغانستان کي د سولي له پروسې ملاتړ کوي او هیله لري، چي دلته د حالاتو په سمون سره افغان ځوانان اروپا ته د تګ پر ځای، په خپل هیواد کي د آیندې جوړولو په لټه کي سي.

 

د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سویډن د شاهي هیواد د پرمختیايي همکاریو له وزیري ایزابیلا لوین سره په ناسته کي له هغو همکاریو مننه وکړه، چي سویډن د لومړي سیاسي تماس وروسته په مختلفو شکلونو کي له افغانستان سره کړي دي.

هغه زیاته کړه، چي د زدکړو او روغتیا په برخو کي د افغانستان لپاره د سویډن د کمېټې کار او له ۲۰۰۱ وروسته په نظامي او ملکي برخو کي د یاد هیواد همکاریو په افغانستان کي تغیر راوستلی او دواړه هیوادنه یې نور هم سره نژدې کړي دي.

نوموړي یادونه وکړه، چي د ملي یووالي حکومت رهبري هر اړخیزو او بنسټیزو اصلاحاتو ته ژمنه ده او کار کوي، چي د نړیوالو مرستندویانو لخوا، کېدونکي مرستي په سم ډول د خلکو د اړتیا مطابق ولګول سي.

ډاکټر عبدالله وویل، چي حکومت هڅه کوي، څو د سولي او امنیت په برخو کی له هڅو سره یو ځای د پرمختیايي برخي فعالیتونه هم چټک کړي، ځکه په خبره یې، چي سوله او امنیت له پرمختیايي فعالیتونو پرته ناممکن دي.

اجرائیه رئیس د مهاجرو ستونزي ته په اشارې سره وویل، چي د ملي یووالي حکومت د یاد وضعیت سره مبارزې ته چمتو دی او پر هغو پلانونو کار کوي، چي په هیواد کي دننه د ژوند د بهترۍ سبب کيږي.

هغه تروریزم یوه جهاني ستونزه وګڼل او زیاته یې کړه، چي له دې ستونزي سره باید د نړۍ په سطحه جدي مبارزه وسي، څو ټول ملتونه په امن او سوکالۍ کي له ژونده خوند واخلي.