کور / کتابتون - هنر او ادبيات / د محمد معصوم هوتک [د کوټي له سیميناره د حبو اخندزاره تر مزاره] یونلیک پر لیکه سو

د محمد معصوم هوتک [د کوټي له سیميناره د حبو اخندزاره تر مزاره] یونلیک پر لیکه سو

هرکال چي دسپتمبر میاشت رانزدې کېږي، زما مېنه دتره کو په شان کیکي وکړي او وطن ته دتگ لو مي راولاړه سي. دسپتمبر په راتگ سره زه هم دکندهاردتگ اراده وکړم. داوخت دانارو موسم ښه په موج کي وي. ایته انگور لا خلاص سوي نه وي او دخټکیو هم کمی نه وي. پروسږکال (۲۰۱۴ ع)دسپتمبر میاشت په نن وسبا کي راباندي تېره سوه. سږکال مي وختي لا غوټي تړلي وې او زامنو ته مي ویلي ول چي په انټرنیټ کي په یوه ارزانه ټکټ پسي تلاښ وکاندي. زه دسفر په تابیا کي وم اوزماپه خیال د اگسټ میاشتي دسر شپې و ورځي به وې چي له کوټي (بلوچستان) څخه دډاکټر عبدالروف رفیقي تیلفون راغی او تر روغبړ وروسته ئې راته وویل چي دکوټي پښتو اکېډیمۍ مشر ښاغلی سید خیرمحمد عارف صاحب غواړي خبري درسره وکړي. په خبرو کي ئې چي فوق العاده صمیمیت پکښې له ورایه ښکاره کېدئ، راته وویل چي اکېډیمي په پام کي لري چي دسپټمبر پر ۱۲مه، ۱۳مه، ۱۴مه په کوټه کي د(پښتو ژبه اوجهانیت) تر نامه لاندي یو بین المللي سیمینار جوړ… د بشپړ متن لپاره همدلته کلیک وکړئ!

Yoonlik.Quetta.MHotak

د کتاب پېژندنه:
دکتاب نوم : د کوټي له مزاره د حبو اخندزاده تر مزاره
ليکوال: محمد معصوم هوتک
انلاين چاري او د پښتۍ طرحه : مختار احمد احسان – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون


يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !