کور / خبرتیا او پيغامونه / د اسفنديار ولي خان ورور سنګين ولي خان له دنيا وكوچېد

د اسفنديار ولي خان ورور سنګين ولي خان له دنيا وكوچېد

د پښتونخوا د نيشنل عوامي ګوند د مشر اسفنديار ولي خان ورور سنګين ولي خان له نړۍ څخه وكوچېد.
ارواښاد سنګين خان چي د سرطان په ناروغۍ اخته و، تېره شپه يې تر اوږدې درملني وروسته د لاهور په شوكت خانم روغتون كي ساه وركړه.
ويل كېږي چي د نوموړي د جنازې مراسم به نن ماځيګر د هغه په پلرني كلي كي ادا سي.
ارواښاد سنګين ولي خان د پښتنو د ملي مبارز ارواښاد خان عبدالولي خان او پښتنې سياستوالي آغلي بېګم نسيم ولي خان زوى او د فخر افغان پاچاخان (خان عبدالغفار خان) لمسى او د نيشنل عوامي ګوند د اوسني مشر اسفنديار ولي خان ميرېزى ورور و.



د لر او بر ويبپاڼي اداره د لر او بر افغان ولس سره دې غم كي ځان شريك بولي، د ارواښاد درنې مور بيګم نسيم ولي خان، ورور يې اسفنديار ولي خان او د كورنۍ ټولو درنو غړو ته يې د لوى خداى (ج) له درباره جميل صبر او ارواښاد سنګين ولي خان ته جنتونه غواړي. آمين

تبصره نسته

  1. په ډیره زیاته خواشینی سره موده خپل مشر ورور له خولې څخه  ده غم دا خبر تر
    لاسه کړچي ده بي بي سي راډیو ده سهار په خپرونه کي دا خبر خپور شو چي ده ستر مبارز
    او پښتون قام پرست  خان عبدالولي کشر ځوئ سنګین ولي خان  هم نور په دې بې
    وفا نړۍ کي پاته  نه شو .

    (انالله و اناالیه راجعون).

    او ده جنازې ده مراسیمو ئې لا تر اوسه معلومت نه لرو.

    لوئ متعال خداي دي په جنت الفردوس کي ځاي ورکړي او لواحقینوته دې خداي صبر جمیل
    ورکړي.

    ارواه دې ښاده وي
    په مینه

  2. په لندن كې د افغان ځوانانو ټولنه د پښتونخوا عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د خداي بښلي ورور سنګين ولي په مړينه خواشيني څرګندوي، كورنۍ او د لرې او برې پښتونخوا ټولو وګړو ته د زړه صبر او تسليت وړاندې كوي او په غم كې ورسره ځانونه شريك بولي.