کور / شعر / پاگل

پاگل

يا خو زه پاگل يم ياوالله چی دی جانان پاگل
نه وی چی پاگل نو څنگه پيژنی اسان پاگل

هم ئـی رانه زړه يوړو هـم ئی راته ويلی چی
نه می دی ليدلی وو پاگله ستا په شان پاگل

زه چی يارانه کوم دښکلو مـا پاگل بولـــــــی
ماته خوښکاريږی په والله چی دا جهان پاگل

وکړی نصيحت ښـکلو ته ډیر ظـلم ستم کــوی
څه به کړی راپيښ گریوان څيرلوته تاوان پاگل

وي به د وطـن کلـو بانډو کی په ژړا مشغول
وشوله موده رانه ورک شويدی خپل ځان پاگل

مينه کی ورکيږی سړۍ دی کی خوشک نشته دی
ځکه لټومه ستا په سترگو کی انجان پاگل