کور / د ماشومانو نړۍ / ماشومانو ته دې د دوی ورځ مبارک وي

ماشومانو ته دې د دوی ورځ مبارک وي

د افغانستان په څېر جګړه ځپلو، وروسته پاتې او ناامنه هېوادونو کې ماشومان تر نورو زیات د جګړو او ناورینونو قربانیان وي، ځکه دوی د ځان د خوندیتوب او خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د لویانو په څېر قوت نه لري. له همدې امله افغان ماشومان د خوړو، امنیت، زده کړې او روغتیایي اسانتیاو د نشتوالي له امله د ژوند له سختیوځورېږي.
د دغو ستونزو باوجود په افغانستان کې ځینې ماشومان د کورنیو د پالنې او د هغوی د ستونزو د حل دروند مسوولیت لري. له همدې امله ګڼ ماشومان داسې درانده کارونه ترسره کوي چې د دوی روغتیا او ژوند ته زیان پېښولی شي.
مصور بنسټ پر حکومت، د ماشومانو د حقونو پر مدافعینو، بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو غږ کوي، چې افغان ماشومانوته د ژوند د بېلابېلو اړتیاو او اسانتیاو د برابرولو په موخه خپل امکانات، تجربې او پوهه سره شریک کړي.
مصور بنسټ د تاسیس راهیسې د ماشومانو لپاره پر مصور مجلې سربېره نږدې پنځوس عنوانه تصویري، معلوماتي، د شعرونو، کیسو او نکلونو کتابونه چاپ کړي دي.
د دې تر څنګ یې د ماشومانو د سالمې روزنې او پالنې په موخه څلور لوی بېلابېلې غونډې جوړې کړې دي. مصور بنسټ ژمنه کوي، چې خپل امکانات به د ماشومان له پالنې او خدمت څخه درېغ نه کړي او د تېر په څېر به په دې برخه کې فعالیتونه ولري.
مصور بنسټ یو ځل بیا ګلالیو ماشومانو ته په دې هیله د دوی د ورځې مبارکي وایي، چې د ژوند له ستونزو، ناخوالو او ستړیاو خوندي ارام، هوسا او سوکاله ژوند ولري.