کور / تازه خبرونه / دقبايلي مشرانو دمړو شمير ۲۴ تنو ته ورسيد .

دقبايلي مشرانو دمړو شمير ۲۴ تنو ته ورسيد .

 


دوروستيو رپوټونوله مخي دډيورنډ كرښي ها خواته په قبايلي سيمه كې دتښتول شيو قبايلي مشرانودمړو شمير لږتر لږ ۲۴ كسانو ته ورسيد . 


 دغه كسان چې په اصل كې دامن دځايې كميټي غړي وو او شمير يې هم ۳۰ تنه وو  دسي شنبي په ورځ له جنډولي سمي څخه طالبانو تښتولي وو چې د۲۲ تنو مړي پرون يادي سيمي ته نږدي پيداشول او نن سهار دوه نور مړي چي په مرميو سوري شوي ومودل شول .


ځايې طالبان بيا وايې چې دا كسان په سيمه كې په غلا تښتونو اونورجرمونو ككړ وو


 نو ځكه يې ووژل ، خو چارواكې بيا وايي چي دي كسانو په سيمه كې دامن لپاره هلي ځلي كولي .


ځايي خلك وايي چې دطالبانو او دامن دكميټي دغړو ترمنځ څو ورڅي وړاند هم يوه  نښته شوي وه چې په ترځ كې يي لږ ترلږ ۱۲ كسان وژل شوي وو .


دا دډيورند دكرښي  ها خوا دپښتونو په نا ارمه سيمه كې تر ټولو وروستيو خونړي پيښه وه