کور / شعر / د خاموشۍ قيمت ـ له آلماني څخه ژباړه

د خاموشۍ قيمت ـ له آلماني څخه ژباړه

بوتلل چي نازيانو کمونست کسان
پاته سوم زه چوپ چي کمونست نه وم
بند ته چي يې واچول سوسيال ډيموکراټان هغوی
ږغ مي پورته نه کړ چي سوسيال ډيموکراټ زه نه وم
کله چي يې کش کړل فعالين د کارګرانو دوی
زه د کارګرانو کوم فعال نه وم چوپ پاته سوم
کله چي يې بوتلم زه له ځان سره
هيڅوک پاته نه ؤ چي ږغ پورته کړي

we02niemoeller137_full
مارټين ني ميولر

Als die Nazis die Kommunisten holten,
habe ich geschwiegen,
ich war ja kein Kommunist.
Als sie die Sozialdemokraten einsperrten,
habe ich geschwiegen,
ich war ja kein Sozialdemokrat.
Als sie die Gewerkschafter holten,
habe ich geschwiegen,
ich war ja kein Gewerkschafter.
Als sie mich holten,
gab es keinen mehr,
der protestieren konnte.

ليکوال: مارټين ني ميولر
پښتو ژباړه: احمدولي اڅکزی، د نوامبر ۲۱مه نېټه ۲۰۱۵

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه