خواره څېره پټه امپراتورۍ – آی ایس آی – پاکستان
د سوال، حېلي او نیرنګ حکومت چې په کال ۱۹۴۷ م کې هندوستان تر خوږ ګوته ونیول شو، پاکستان د اسلام تر نامه لاندې د مسلمانانو د حکومت په توګه خپلواک اعلان شو، په اصل کې دا خپلواکۍ تش په نامه وه، هندوستان د خپل ټېنګ عزم په درلودلو سره وکولای شو، چې د انګلیسې ښکېلاک تار ورپرې کړي او په چارو کې د یو متحد او خپلواک هندوستان تمثیل په حقیقت واړوي.
خو د پاکستان خښته په دوکه، چل ول کیښودل شوه، د پردې تر شا د انګریزانو لاپوسی هېواد، لومړی په یوه خواره او مظلومه څېره د سوالګر په کریکټر کې راڅرګند شو. امریکا، عربي شیخانو په خاصه توګه، سعودي عربستان او چین وړ مرستې ورسره وکړي، لکه څنګه چې دا هېواد د اسلام تر نامه لاندې احیا شو، نو د سعودي پاچا هم د خپلې خزانې خوله ورخلاصه کړه، د مدرسو ، جوماتونو په جوړولو برسیره یې له بې وزلو سره مرستې وکړي.
چین هم د خپلو راتلونکو اهدافو چې له قراقرم نه به تر ګواردره د رېل پټلۍ غزوي، له پاکستان سره تر ِغاړيوت او د ټینګ ملګریتوب هوډ یې ورسره وکړ، چې تر ننه یې د ډيرو تړونوو شاهدان یو.
امریکا او انګلیس چې په نړۍ کې ګډې موخې لري او امریکا د مشر برتانیا د کشر ورور په شان وږه په وږه خپلي ګټې بدرګه کوي، پاکستان یې په اسیا کې د راتلونکو استراتیژیکو پلانونو لپاره د ښه میټینګ روم په حیث بناء او په ملایې وټکول.
په دې هم سترګې نه پټو چې د پاکستان بهرنی سیاست په چټکې پر مخ روان او ډيرې لاسته راوړنې لري، یاني ډیپلوماسۍ یې په لوړه کچه پرمختللې ده، په سیستم کې د ننه د انګلیس په لاس روزل شوی پوځ هم د پاکستان اوږې ور مظبوطې کړي.
تر ټولو مهم نهاد چې د پاکستان په ساتلو او پر پښو درولو کې یې اهم رول لوبولی او ددې هېواد د ملا تیر حسابیږي، هغه آی ایس آی څارګره اداره ده، چې په مستقیمه توګه د پوځ لخوا اداره کیږي. دا اداره هم د انګریزي مغز ابتکار او نیالګی ده، هغه استرالیاالاصله انګریز جنرال (سرلښکر کاتوم) چې د پاکستان د ځمکنیو قواوو مشرتوب یې پر غاړه ؤ، په کال ۱۹۴۸ کې یاني پوره یو کال د پاکستان له رامنځ ته کیدو نه وروسته یې د (ISI) Inter-Services intelligence تر عنوان لاندې څارګره اداره رامنځ ته کړه.
اوس دې ته راځو چې دا خواره څیرې څنګه په امپراتورۍ بدله شوه؟
متل دی وایې: اس ته چې غضب وشي نو بګۍ ته ولوېږي… افغانستان چې بدبخته شو پاکستان ته ایټاله شو، کله چې په کال ۱۳۵۲ کې د سردار محمد داود خان لخوا کودتا وشوه شاهي نظام ونړېد او لومړنۍ جمهوري یې اعلان کړه، پاکستان د داود خان له سیاست او قاطعت نه له پخوا په وام کې وو، اوس نو سم وبېریدل. خو څارګرې ادارې آی ایس آی خپل جال تر مخ لا پېیلی ؤ، هغوی ډير ژر لاس په کار شو، هغه کسان چې د داود خان له رژیم نه په منډه خلاص شوي ؤ، په خپله غیږ کې ونیوله او را سمبال یې کړو. د پاکستان بخت خو دلته راويښ شو چې په افغانستان کې د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا کامیابه شوه، ښې اړخې تنظیمونه چې د خلقي حکومت له ویرې پاکستان ته مهاجر شو، پاکستان هم له موقع نه مناسبه ګټه پورته کړه، په سیمه کې یې خپل رول د فلم د هیرو په حیث وټاکه، امریکا او انګلستان ته یې هم لیڅې را بډ وهلې او د خپل استراتیژیک موقعیت او فکرې جنګ پروپوزل یې ورته وړاندې کړل. په بدل کې یې د خپل پوځ روزنه د امریکایانو لخوا او د څه د پاسه یومیلیون افغان مهاجرو لپاره مرستې د نړیوال سازمان څخه، ډير ژر د پاکستان خالي کندوان ډک کړل او په سر کې د افغانستان د واکدارۍ خیالات راوپارېدل. دا سناریو په ډیر ښه شکل طرحه او تر ننه پورې په لږ توپیر سره ننداري ته وړاندې کوي، د بیلګې په توګه: د ډاکټر نجیب حکومت سره، د مجاهدینو لویه جګړه (د جلال آباد جنګ) وو، په ډاګه د آی ایس آی او پوځ صاحب منصبان لیدل شوي ؤ، چې د نجیب د حکومت په وړاندې جګړه کې یې ونډه اخیستې وه. همدارنګه د امارت اسلامي تر نامه لاندې طالباني حکومت چې افغانستان د پاکستان په پنځمه صوبه ونوموي، ټولي نړۍ ته روښانه خبره ده.
ددې لپاره چې د پاکستان د ملا تیر وپیژنو او خپله یې په لوستلو دا حس کړو چې دا پدیده په سیمه کې د امپراطورۍ خوبونه ویني نو پام مو را اړوم:
پاکستان له خپل پیدایښت سره سم د دوو داسې اوږدو پولو په منځ کې لویږي چې، یوه یې تل د شیدو د غوا په څیر ده، تل یې خوله ورخوږه کړي او ده یې ثمره هم لیدلي چې هغه افغانستان دی، د افغانستان جګړې پاکستان اتومي ځواک ته ورسول. له بله اړخه د هند ګاونډیتوب چې ورسره ذات البیني دښمني لري او د پاکستان پرسر لکه یو قوی هیکل دیو داسې ولاړ دی؛ خو د هند لپاره پاکستان هم د ناسور داغ نه کم ندی. کله چې پاکستان له هند نه جلا شو، د انګلیسې مشاورینو او جنرالانو په مرسته یې، ډير ژر د ځان ساتنې او سمبالنې په فکر کې شو، د وخت انګریزي ښکیلاک که څه هم دا بیلتون په سیمه کې پریښود، خو د پردې ترشا یې د پاکستان کلک ملاتړ وکړ. جوته ده چې پاکستان د انګلیسي مغز طرحه او د سیمې لپاره اغزی وټومبل شو، یعنی انګلیسي تومنه د پاکستان په خښته او مساله کې کلکه شوه.
د آی ایس آی رامنځ کېدل هم د انګلیس هڅه وه، هغه یې په داسې عناصرو رامنځ ته کړل، چې اسلامي شعار نه بلکې د پاکستان د بقا او پرمختګ قوه باید څرګنده شي، چې همداسې وشوه آی ایس آی اوس د نړۍ له پنځو پر مختللیو څارګرو ادارو څخه یوه ده.
د آی ایس آی لومړۍ امنیتي دنده د پولو جغرافیایې او ایدیالوژيکه ساتنه وه، د جنرال ایوب خان په زمامدارۍ که (۱۹۵۸-۱۹۶۹) د اطلاعاتو د ادارې په نامه ونومول شوه، په دې دوره کې یې د ملي ګټو ساتنه، د احزابو او اپوزیسیونونو مدیریت او د نظامیانو رول په قدرت کې برجسته و بلل، ددې استخباراتې سازمان د قدرت اوج د جنرال حمیدګل په مشرۍ (۱۹۸۷-۱۹۸۹) کلونو کې بللی شو.
په کال ۱۹۷۹ م کله چې شوروي په افغانستان حمله وکړه، آي ایس آی له دوو غټو (کې جي بي او سي آی اې) استخباراتي ادارو سره مخامخ شوه.
په افغاني جهاد کې دې ادارې د امریکایې او اروپایې اطلاعاتو په مرسته د مجاهدینو په تجهیز او اکمال کې تاریخې او بې ساري بریالیتوبونه او لاسته راوړنې درلودې، امریکا پاکستان د شوروي په وړاندې د جنګ د مقدم خط په حیث اعلان کړ، له همدې کبله یې له اسلام آباد سره لوژیستکې او مالي مرسته وکړې.
د افغان مجاهدینو اکمال او د هغوي ګډه روزنه په پاکستانې کمپونو کې د امریکایې افسرانو لخو د همکاریو لړۍ دې ته ورسوله چې د آی ایس آی کارکوونکې د سي آی اې له زده کړو او تجربو نه په واشنګټن کې مستفید شي، همدارنګه د سې آی اې جاسوسان د افغان شوروي د جګړې خطوطو ته داخل شو. که څه هم پاکستانې ليډران په واضح ډول وایې چې شوروي ته پاکستان ماتې ورکړي نه افغانستان.
د آی ایس آی مهمو اهدافو ته په لاندې ډول اشاره کوو:
د پاکستان د ګټو ساتنه، د هېواد ملي امنیت په کور او بهر کې ساتل، د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي او نظامي پرمختګونو څار چې د پاکستان ملي امنیت متأثر نکړي، د پوځ د دريو مسلح قواوو تر منځ د اطلاعاتو همغږۍ، د خپلو خلګو ، بهرنیانو، رسنیو، سیاستوالو، بهرني ډیپلوماتان په پاکستان کې، د پاکستاني ډیپلوماتانو په بهر کې او د سیاسي تنظیمونو څار.
اوس مهال ددې سازمان فعالیتونه د نړۍ ډيرو سیمو ته غځیدلي، مختلف تشکیلات او ادارې لري او په مختلفو برخو کې په عملیاتو بوختي دي.
لکه څنګه چې دا اداره د پاکستان د ملاتیر تشکیلوي، د پاکستان په سیاسي او ملي تحولاتو کې رغنده رول لوبوي، همدارنګه په تیرو دریو لسیزو کې ددې هېواد په عمومي چارو کې برلاسې اداره بلل کیږي.
د قدرت ساتل، د نظام ملکې او پوځي کول، اسلامي ډلې په پښو درول او له پښو غورځول، د پوځ جنرالان قدرت ته رسول داسې لوبې دي چې دا اداره یې په پوره توانمندې ترسره کوي.
د دې ادارې تشکیلات هم باید لږ څه وڅېړو، هغه داسې دي:
ددې ادارې عمومي دفتر په اسلام آباد کې موقعیت لري، یو عمومي رئیس او درې معاونین لري چې سیاسي، خارجې او عمومې چارې د رئیس تر نظر او هدایت لاندې پرمخ بیایې، د څارګرې ادارې مشر د پوځ د ځمکني قواوو له تکړه جنرالانو څخه ټاکل کیږي، پرسونل یې په عموم کې له پولیسو، نیمه یا شبه نظامي دولتې او په خاص توګه له ځمکني ځواکونو نه انتخابیږي.
۲۵ زره نظامي او غیر نظامي کارکوونکې د دې ادارې په دایره کې په دندو لګیا دي، ۳۰ زره مخبیر او جاسوسان دوی ته خبر رسوي. دا شمېر ځواک په شپږو: حمایوي ، کورني اطلاعاتو، بهرني اطلاعاتو، د جامو کشمیر، وسلوال او په فني فعالیتونو بوختې دي.
ددې سازمان په تشکیلاتې برخه کې بعضې څانګو ته اشاره کوو:
• د اطلاعاتو کمیټه: (JIX) X د آی ایس آی د ټولو برخو د همغږۍ کمیټه ده، اطلاعات دې څانګې ته له مختلفو برخو ورکول کیږي، دوی یې له تحلیل او تجزیې وروسته د ګزارش په بڼه وړاندې کوي.
• د اطلاعلاتو ګډه کړۍ: (JIB) د سازمان تر ټولو عمده بخش تشکیلوي، ددې څانګې موخه د سیاسي احزابو په هکله معلومات ترلاسه کول دي. ویل کیږي چې په دریو مهمو برخو کې ( په هند کې عملیات، د تروریزم په وړاندې مبارزه او د مهمو مقاماتو ساتنه) هم ددې څانګې پرغاړه ده.
• د اطلاعاتو ضد کړۍ: (JCIB) دا د (CIA) د(NOC) څانګې مشابه ده، پاکستانې ډیپلوماتان چې په اطلاعاتي برخو کې بوخت دي، خپل ګزارشونه همدې بخش ته سپاري، ددې څانګې حوزوي فعالیت عموماً په منځنۍ اسیا، لوېدیځې اسیا، چين، افغانستان او مرکزي اسیا کې ده.
• د شمال ګډ اطلاعات: (JIN) دا څانګه په جامو کشمیر کې فعاله ده، په پوله د هندي ځواکونو کړه وړه څاري.
• متفرقه ګډ اطلاعات: (JIM) ددې څانګې دنده جاسوسي فعالیتونه، جاسوسي ماموریتونه او په جنګې حالاتو کې د پرسونل د فعالیتونو څارنه ده.
• د اطلاعاتې اړیکو ګډه کړۍ: (JSIB) دا کړۍ د اطلاعاتې عملیاتو ټولګه له اوریدونکو (اورینده) او لیدونکو دستګاوو نه د هند فعالیت د پولي په اوږدو کې څاري، او نه پریږدې چې د ممنوعه سیمو نه څوک انځور واخلي.
• تخنیکې ګډ اطلاعات: (JIT) دا څانګه دنده لري تر څو، جاسوسي او عملیاتې تجهیزات په سخت افزار او نرم افزار سیستم کې چمتو کړي.
د پاکستان د څارګړې ادارې د مشر ټاکل په لاندې څو کرښو کې بیانوم:
کټ مټ لکه د نورور دفاعي او اطلاعاتې آژانسونو د مشرانو ټاکل په پاکستان کې، د ISI مشر هم د ولسمشر لخوا انتصاب او له لومړي وزیر سره پرې مشوره کیږي.
د انتصاب بل ډول داسې دی چې، د پوځ مشر د دفاع وزارت له لاري درې تنه وړ پوځي جنرالان ، لومړي وزیر ته پیشنهادوي، لومړی وزیر اختیار لري چې په دریو نوماندانو کې یو انتخاب کړي او یا درې واړه رد او د نوي کسانو غوښتنه وکړي، او هم لومړی وزیر کولی شي چې په خپله خوښه کوم بل وړ کس انتخاب کړي.
د پاکستان څارګره اداره په استثنایې ډول کولی شي، ملکې خلک هم په خپل انتصاب کې ولري، که څه هم دا سازمان د پوځ تر نیغې ادارې لاندې دی. نور بیا…