کور / سپورټي / کله مو هم دباسیکل دومره ماهر لیدلی دی؟

کله مو هم دباسیکل دومره ماهر لیدلی دی؟

ژباړه : سحرګل سحر
تای پې- په نړۍ کي داسي خلک ډېر سته چي د باسیکل په چلولو کي ښه پوره مهارت لري او ډول ډول لوبي ورباندي کوي مګر دغه ټایوانی ځوان د یوه ټایر والا باسیکل باندي داسي ډول ډول لوبي په مهارت سره وکړې چي د ډیرو ننداره کوونکو پام یې ځان ته واړولی، هر باسیکل دوه ټایره لري او خلک ورباندي لوبي کوي مګر ددغه ځوان باسیکل یو ټایر لري چي پر دغه یوه ټایر باندي نه یوازي پر سړک بلکه په کندو، لوړو ژورو او پر لرګیو باندي بازۍ بېله کومي ستونزي ورباندي لوبي کوي چي دا د هر چا کار نه دی .