کور / تازه خبرونه / دهلمند په سنګین ، نهرسراج اوکجکي ولسوالیوکي ځانګړي عمليات سويدي

دهلمند په سنګین ، نهرسراج اوکجکي ولسوالیوکي ځانګړي عمليات سويدي

افغان امنیتي ځواکونه وايي دیولړځانګړو عملیاتو پرمهال ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۲ تنه یې له زیاتو وسلو ،مهماتو اووسایلو سره ژوندي نیولي دي .
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وايي دغه عملیات چی دهلمند په سنګین ،نهرسراج،او کجکي ولسوالیو کي ترسره سویدي افغان امنیتي ځواکونه ګڼ پرمختګونه اولاسته راوړني لري ، دوسله طالبانو (۱۲) تنه ژوندي نیول سوي (۱۹)تنه یې په سیمو کي وژل سوي او په لسګونه نوریې ټپیان دي دوی دا هم وايي چي په دغو عملیاتوکي (۲عرادې موټر له منځه وړل سوي )(د دښمن۴ غټو ډیپوګانوته چاودنه ورکول سوې) او يو شمېر سپکي وسلې مهمات او راکيټ ويشتونکي د افغان امنیتی ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي.