کور / تازه خبرونه / د شمالي کوريا د اټومي فعاليتونو د رپوټ وړاندي کيدل

د شمالي کوريا د اټومي فعاليتونو د رپوټ وړاندي کيدل

ښايې شمالي کوريا خپل د اټومي مؤسسو  يوه هستوي برخه له منځه يوسي  ، د شمالي کوريا استازي  به ددغه هيواد د هستوي فياليتونو د درېدلو د تړون په موخه د چين  د ولسمشر او چارواکو سره د پکن په ښار کي  شپږ اړخيزه خبري اتري وکړي  .


او د خپل  هيواد د پخوانيو اټومي فعاليتونو په هکله به روښانه خبر ورکړي  ، ددغه خبر سپارل د وروستيو تړونونو څخه دى چي په پکن کي د شپږ اړخيزو خبرو اترو څخه په لاس راغلى دى چي موخه د شمالي کوريا د پخوانيو پټو اټومي خپرونو څخه معلومات په لاس راوړل  دى .


  په عين حال کي شمالي کوريا بهرنيو رسنيو ته  د ورتګ اجازه ورکړې تر څو د دغه هيواد د هستوي مؤسسو د يوې برخي د ړنګېدو  او د فعاليتونو ددرېدو په اړه شواهد ترلاسه کړي .


د اټومي فعاليتونو په اړه روښانه معلومات  د شمالي کرې لپاره د متحده ايالاتو د بنديزونو په پورته کولو او دغه هيواد ته د  مالي ، اقتصادي او فني  مرستو  لپاره لاره هوراوي  .