کور / تازه خبرونه / پاكستان: كه امريكا حساب غواړي، ودي كړي، زموږ يې څه

پاكستان: كه امريكا حساب غواړي، ودي كړي، زموږ يې څه


اسلام آباد د امريكا د حساب او كتاب ادارې خپاره سوي راپور ته په ځواب كي وايي، پاكستان د امريكا د ورسره سوو مرستو په باب د څېړنو اړتيا نه ويني، كه امريكا خپله حساب كوي ودي يې كړي، د پاكستان يې په څه.
د امريكا د حساب او كتاب ادارې پر پاكستاني چارواكو تور لګولى و، چي له ۲۰۰۴ كال راهيسي تر ۲۰۰۷ كال پوري د امريكا له خوا د وركړل سوو دوه ميليارډه ډالرو هيڅ پته نسته، چي حكومت په كومو چارو لګولي دي.
امريكا وايي دغه پيسې يې د ملكي چارو د بيا رغوني دپاره وركړي وې، خو داسي ښكاري چي شخصي جېبونو ته لوېدلي دي.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمدصادق نن په اسلام آباد كي وويل په دې باب دوى د تحقيقاتو هيڅ ډول اړتيا نه ويني.


د حساب او كتاب ادارې راپور د لوستلو دپاره دلته كليك وكړئ