کور / شعر / پاریس کي بریدونه

پاریس کي بریدونه

هره ورځ افغانستان کی سل مری نور

د بل خور مری یا یی ورور او یا یی مور

اوس پاریس او لوکزامبورګ هم آرام نه دي

اروپا کی هم اوس بل دی دا سور اور

افغانان به تښتیدل و اروپا ته

اوس بیدیا او غر یو شان دي او هم کور

په خپل کور کی ټول شئ پاتی چیری مه ځئ

مرګ نه تیښته نشته ځئ که په هر لور

دغه څوک چي د اسلام په نوم مو وژنی؟

خالد نه کاندی خطاب ورته د ورور

سمیع الله خالد سهاک

نومبر دوه ویشتمه، ۲۰۱۵ کال