کور / هراړخیز / زموږ هيواد د جالبو سياسيونو پلاس کي دی

زموږ هيواد د جالبو سياسيونو پلاس کي دی

زموږ سياسی لوبغاړو دسياست اوسياسی پوهی نوم بدکړي !
زموږ په هيوادکي دولتی چارواکي،دتنظيمو رهبران اوهغه چې ځانته دسياسی گوندونواستازي وايي اوس يو اوبل پدې ملامتوی چې گويادده رقيب دپردو په مټ واک ته رسېدلی ، يا په واک کي ساتل کيږي اويادا او هاکوی . خوکله چي دهغه گوتنيونکی شاليداومخ ليد ته سړی وگوری پخوا اوهمدا اوس دبل په زور همدا خبري کوي نوري خوپرېږد. يو پښتو متل مي راپياد سو : (( کوزې ،غلبېل ته ويل سرۍ)) دوي ددې پرځاي چې دملت ناخوالوته پام وکړي ،ولس اودهيواد په سياسي بهيرکي دټولوترمنځ دگډکار اوگډې جوړونې طرحه مطرح کړي او په رښتيانۍ بڼه سياست وکړي ، تل يواوبل دبهرنيانوسره په اړېکو ملامتوی اويايودبل پر وړاندي په گوت نيونه کي داڅولسيزي غرق دي اوهريو تر بل ځان وطنپرست اوترهرچا قهرمانان بولي. پوښتنه داده چې دا ښاغلی دبل کوم هيواد دسياسي بهير واوسياسي اوښتننو تاريخ لولی اوکنه ؟ که څوک رانه خفه نسي پدې باوريم چې دوي يوازي دسياسي رقابت نيلۍ ځغلوي ،مطالعه اوپوه دويته دبيکارانو کار معلومېږي ،ځکه خو په دې ټولو شعارونو اوزورونودملت سره پيوند نسي پيداکولاي .
اوس چې ددوي په وينا دبهرتپل سووترمنځ دقدرت پر سردجگړې ميدان تودېږي ، يو او بل دبهرنيو په نوکری ملامتوی .
ددې نه داسي بد تعبير اخيستل کيږي چې داټول چارواکی موپه رښتيادبل چالخوا پرموږ تپل سوی .
ځکه ولي دوي يودبل په مقابل کي ددې ډو ل توندو گوتنيونو ترڅنگ چوپتيا غوره بولي ؟ او بيا همدا خپل رقيب هم په غونډوکي دجهادي رهبر اويابل کوم مقام په نوم راغواړي ،يودبل بغل ته ناست وي .خوکله چې يوازي ترېنه پوښتنه وکړې ، وايي دا ښاغلی دبل پراوږوراغلی دي .
ددې لنډی ليکنې نه زما مطب دادی چي په رښتيا داټول دبل پراوږو راغلی اودا ۱۵ کاله حاکميت لرونکوپر وړاندي ددوي دحاکميت د لړۍ په هکله بايد ووايم چې متاسفانه دافغان ولس دسياسي مشرتابه دنشته والي له امله دوې لسزېزي به نور هم دالړی دوام ولري .
خپل نظر پدې ټکو رانغاړم چې ډير ژر دافغان ولس په منځ کي ددوي دملی پخلاينې له مخې ديوځوان رهبريت چې دسياسي،حقوقی پوهی اوزموږ دملی ټولنيزواړيکو په ټولو مناسباتو پوه ددولتی واک خانددافغان ولس په اراده ، غوښتنه اوملاتړ دې ترگوتنيونو لاندي سياسي دولتی ويجاړ حالت ته دپاي ټکي کښېښږدي . ومن الله التوفيق