کور / تازه خبرونه / ايتلاف په سيدآباد كي د درو عسكرو او يوه ژباړن وژنه ومنله

ايتلاف په سيدآباد كي د درو عسكرو او يوه ژباړن وژنه ومنله


د پنجشنبې په ورځ د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو درې عسكر او يو افغان ژباړن د ماين په يوه چاودنه كي ووژل سول.
ايتلافي ځواكونه وايي پېښه د ميدان وردګ ولايت په سيدآباد ولسوالي كي دګزمې پر مهال رامنځته سوې ده.
د وژل سوو عسكرو هويت نه دئ په ډاګه سوى، خو په افغانستان كي د ايتلافي ځواكونو د ۲۲۰۰۰ كسيز پوځ ډېره برخه امريكايان دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد لا له مخكي د دې بريد مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ، نوموړي لر او بر ويبپاڼي ته نن ماځيګر ويلي چي په دې بريد كي يې د ايتلافي عسكرو درې موټر ويجاړ كړي او په زياته اندازه مهمات او وسلې په لاس ورغلي دي، د طالب وياند په وينا تر چاودنو وروسته يې د بهرنيانو پر كاروان راكټي بريدونه هم كړي، چي درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.