کور / تازه خبرونه / پاکستان: د نړيوال تړون پربنسټ افغانان په زوره نه شو ويستلى

پاکستان: د نړيوال تړون پربنسټ افغانان په زوره نه شو ويستلى

دپاکستان دولتي اژانس اى پي پي دخبرله مخې د پاکستان د کډوالود چارو مرکزي وزير عبدالقادر بلوچ څرگنده کړې چې پاکستان دافغان کډوالو داوسېدنې پلان مرکزي کابينې ته وړاندى شوى.

نوموړي زياتوي چې افغانان کولاى شي چې دروانې مياشتې تر پاى پورې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي خو د نړيوال تړون پربنسټ افغان کډوال په زوره نه شو ويستلى ، کوم افغانان چې په خپله خوښه ځي اسانتياوې به ورته برابروو. نوموړي دا هم ويلي چې داسې شواهد نه شته چې ثبت شوي (کارد لرونکي )افغانان دى د ترهگرۍ په پېښو کې دې لاس ولري.