امريكا: له پاكستاني آټومپوه څخه خپله تحقيقات كوو
د پاكستاني د اټومي تكنالوژۍ پر موسس ډاكټر عبدالقديرخان باندي تور دئ، چي اېران، ليبيا، شمالي كوريا او امريكا ته ياغي نورو هيوادونو ته يې اټومي تكنالوژۍ معلومات وركړي دي.
ډاكټر عبدالقديرخان چي د پاكستان د اټوم پلار ګڼل كېږي اوس د پاكستاني حكومت له خوا په خپل كور كي نظربند دئ، او د امريكا په غوښتنه د پاكستان استخبارات ورڅخه پوښتني ګروېږني كوي، او د كوم بل هيواد څېړونكو ته له نوموړي څخه د تحقيقاتو اجازه نه وركوي.
د خارجه چارو كمېټه وايي د اېران له خوا نړۍ ته خطر متوجې دئ او قديرخان اېران ته د اټومي معلوماتو پر وركولو تورن دئ، نو د پاكستاني استخباراتو له خوا وړاندي سوي ځوابونه د دوى پوښتنو ته ځواب نه سي ويلاى.
د امريكا په سنامجلس كي د خارجه چارو كمېټې خارجه وزيري كانډوليزا رايس ته ليك لېږلى او له هغې څخه يې غوښتنه كړې، چي پر پاكستان فشار واچوي او امريكا دي خپله له عبدالقدير خان څخه پوښتني وكړي.