کور / تازه خبرونه / ناټو: د سرحدونو احترام كوو، خو د خپلي دفاع حق هم لرو

ناټو: د سرحدونو احترام كوو، خو د خپلي دفاع حق هم لرو

 


جنرال جيمز د ناټو مرستيال مشر



د ناټو سازمان مرستيال مشر جنرال جيمز وايي ناټو د پاكستان د سرحدونو احترام لري، خو موږ د خپلي دفاع حق هم لرو، پر ناټو د ډيورنډ له پولي ها خوا بريدونه كېږي، موږ مجبوره يو چي جوابي غبرګون وښيو.
نوموړي پر مومندايجنسي د امريكايي بمباريو په باب خپګان ښودلى چي ۱۳ پاكستاني ساتونكي پكښي وژل سوي وه، او وايي په دې باب تحقيقات كوي چي داسي پېښه تكرار نه سي.
جنرال جيمز وايي د مستحكم افغانستان په جوړېدو كي د پاكستان ګټه ده، كه پر ناټو له پولي ها خوا بريد وسي، نو موږ به بيا هم مجبوره يو، چي د خپلي دفاع په خاطر جواب وركړو.