کور / تازه خبرونه / په اسلام اباد کې داسيا زړه کانفرانس پاى ته ورسيد

په اسلام اباد کې داسيا زړه کانفرانس پاى ته ورسيد

اسلام اباد : دکانفرنس په پاى کې گډه اعلاميه خپره شوې چې دتلپاتې امنيت لپاره به هېڅ هېواد دترهګرو مالي مرسته نه کوي ، د افغان حکومت پر مشرۍ دې د سولې د پروسې بهير بيا پيل ،دطالبانو په گډون ټول مخالف ګوندونه او ډلې دې دخبرو ميزته راوستل شي ، غړو هېوادونو دا هوکړه کړې چې دافغانستان دخپلواکۍ درناوى او پر يو بل دترهګرۍ دتورلگولو څخه ډډه کيږي په اعلاميه کې دپاکستان لخوا ويل شوي چې دافغانستان دو ښمن دپاکستان دوښمن دى .
په دې خبره غړي هېوادونه يوه خوله شوي ، ټول هېوادونه به دهغوعناصرو خلاف خپل رول ترسره کوي چې په افغانستان کې امنيت نه غواړي دا که ترهگردى او که يې مرستيال دي
گاونډي هېوادونه به د افغانستان بيا رغاونې او پرمختگ کې ونډه اخلي او افغان ولس سره به مرسته کوي
گډهيوادونه به هم د افغان سولې دباوري کيدا لپاره مالي او ټولنيزه مرسته کوي
په اعلاميه کې پر پاکستان او افغانستان غږ شوي چې پريو بل دتور لگولو څخه ډډه وکړي پر دې سره دوه اړخيزې اړيکې اغيزمنې کيږي
ديو بل خبرله مخې دپاکستان دپوځ مشر جنرال راحیل شریف دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره چې د اسیا د زړه کانفرنس په څنگ کې کتنه او خبرې وکړى دپاکستان دپوځ مشر جنرال راحیل شریف دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ته په افغانستان کې د سولې دټینګیدا لپاره دپخلاینې په پروسې ، دعملیاتی غږملتیا او د استخباراتی اطلاعاتو په ورکولو کې د بشپړه ملاتړ ډاډ ورکړ . دپاکستان دپوځ مشر راحیل شریف وویل مونږ ژمن یوو چې د دوه اړخیزه ګټو او احترام پراساس له افغانستان سره په ګډه کار وکړو او مونږ باید ستراتژیکې اړیکې تعقیب کړو کومې چې ددواړو وړونو هیوادونو لپاره امنیت او خوشحالۍ رامینځته کوی . دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ددوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار سره ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ د ګډ ګواښ د له مینځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړو