کور / تازه خبرونه / سره صلیب اداره په میدان وردګو ولایت کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي

سره صلیب اداره په میدان وردګو ولایت کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي

ټاکل شوې د سره صلیب یا «ICRC»اداره په میدان وردګو ولایت کې د بشري خدمتونو اړوند خپل فعالیتونه پیل کړي.

د میدان وردګو او غزني ولایتونو لپاره د سره صلیب نړیوالې ادارې استازي «ګیام» نن د لیندۍ میاشتې په «نولسمه» نیټه په ولایت مقام کې د میدان وردګو له والي ښاغلي حیات الله حیات سره وکتل.

ښاغلي «ګیام» وویل چې غواړي په میدان وردګو ولایت کې د جګړې قربانیانو لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د سره صلیب اداره د جګړې قربانیانو لپاره خدماتو کې د بدن مصنوعي غړو جوړولو او د ټپیانو انتقال برخو کې کار کوي چې له څه مودې راهیسي یې په میدان وردګو ولایت کې د ټپیانو انتقال لپاره امبولانس خدمتونو او د یو روغتیايي مرکز د کار چارې ځنډیدلې وې.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات، ښاغلي «ګیام» ته ډاډ ورکړ چې د فعالیتونو هرکلي سره به یې بشپړ ملاتړ کوي.

ښاغلي حیات الله حیات وویل چې په امنیتي برخه کې هیڅ ډول جدي مسله نشته او د دوی فعالیتونه به د میدان وردګو ولایت ولسونو لپاره خورا ګټور تمام شي.