کور / تازه خبرونه / د قائد اعظم پوهنتون د تاريخ د څانگې مشرله دندې گوښه شو

د قائد اعظم پوهنتون د تاريخ د څانگې مشرله دندې گوښه شو

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې په پاکستان کې د يوه پوهنتون د تاريخ د پوهنځي مشر پروفيسر وقار علي شاه له هغې وروسته له دندې لرې شوى دى چې په وينا يې غوښتنه يې کړې وه ” د پاکستان د تاريخ په نصاب کې بايد د باچا خان او عبدالصمد خان په گډون د نورو ايالتونو د وتلو سياسي مشرانو هلو ځلو په تړاو معلومات شامل شي”.پروفيسر وقار علي شاه وايي له خلکو بايد تاريخي حقيقتونه پټ ونۀ ساتل شي پروفيسر سيد وقار علي شاه، چې د قائد اعظم پوهنتون د تاريخ د څانگې مشر وو، په يوۀ علمي بحث کې ويلي وو چې له خلکو تاريخي حقيقتونه پټ ساتل شوي دي. د پوهنتون اداره دا يو عادي بدلون بولي، خو ښاغلى شاه دا د هغۀ د څرگندونو نتيجه گڼي ” د پاکستان د تاريخ په نصاب کې يې د باچا خان او عبدالصمد خان په گډون د نورو ايالتونو د وتلو سياسي مشرانو هلو ځلو په تړاو معلومات شاملول غوښتي دي