کور / نوميالي / د مرحوم محمدګل نوري د حسرتناک ژوند په باب د عبدالهادي ملا دا ژړوونکې خاطره هم ولولئ

د مرحوم محمدګل نوري د حسرتناک ژوند په باب د عبدالهادي ملا دا ژړوونکې خاطره هم ولولئ

“د وخت ضرب” له خوا و ستر محمدګل نوري ته د عقيدت ډالۍ
ګرانه روهياله!
د ارواښاد نورى ياد دي کړى وو تا ته دي خداى خير درکړي. ځما هم يوه زړه خاطره راياد سوه درسره شريکوم يې.
ته ئې بيا ځما په نامه کومينټ يا پوسټ کړه. خير يوسې، او دا ده ځما ژړوونکې خاطره:
د کندهار د سره دوبي يوه توده غرمه وه او د اخوند صاب د دانې په خوله کي د يوه راډيو ساز د دوکان مخته بوډا سوى پر ملا کړوپ او په اصطلاح نړېدلى “نوري صاحب” د چرۍ پر غاړه پټو غوړولى وو او څو دانې شومنده بادرنګ ئې پر ايښي وه ورته ناست وو خرڅول ئې. د عيال نفقه ئې برابروله او دا وخت د څنګ د دوکان له راډيو څخه د ماسکو راډيو خپرونه کوله او د هغه وخت د شوروي مشهور اکاډميسن او نوموړى پښتو ادب پوه مستشرق “دوريانکوف” ږغېدى او پر پښتو شفاهي ادب ئې خبره کوله.

مرحوم محمدگل نوري

په دې اړه ئې د دې اويا کلن، سپين ږيري پر فلکلوريکو ليکنو مخصوصاً ملي هينداره خوږ اکاډميک بحث روان کړى وو. دې (نوري صاب) خو دا وخت شنوايي له لاسه ورکړې وه، څه ئې نه اورېدل او د راډيو ساز هم ټول چرت او فکر پخپل واړه پېچتو کي وو چي د راډيو په خېټه کي ئې منډى او را ايستى، هغه نه نوري پېژندى نه پروفېسور دوريانکوف، او نه زه او نه هم فلکلور او فولکلوريکه څېړنه، البته له نارو څخه بې خامخا د خپل ذوق په کچه څه خوند اخستى … او زه دا وخت په دې ټولو خبرو پوه اووه لس اتلس کلن باسواده او د ادب شوقين زلمى وم. د دوکان خوا ته څه دم سوم غوږ مي د دوريانکوف په ژورو خوږو خبرو کي او سترګي مي د دې مات سوي قلم و دې ترخې څېرې ته ګنډلي وې… لحظه نيمه کي د دوکاندار راته پام سو هغه چي ښه باذوقه کندارى خو نېک نيته صوفي وو زما دې دونده توجه او زما د ښايسته ځوانۍ مهذب انداز وليدى د دوکان اړخ ته د پرتې چوکۍ تعارف ئې راته وکى، او زه هم کښېنستم، نور نو دى خپل کار ته اړم سو او زه خپل.
دوريانکوف خپله بابولاله ويله، او بوډا خپل بادرنګ خرڅول…
ښه ډېر ګړى وروسته د دوکاندار زما و اوښکو ته پام سو، ما ژر ځان سمبال کى او دى چي د نکلو نارو رومانتيک موډ ته بېولى وو پر ما ئې په مينه او خلوص ږغ کړه: ځوانه لکه چي مين يې؟ ما وې: نه د غم مينتوب مي دي سي دې بادرنګ والا وژړولم. په لنډو تورو مي قصه ورسره شريکه کړه او پخپله مخه ولاړم…
د شهيدانو تر چوک تېر سوم او د اطلاعات او کلتور رياست ته مي ځان د خپل مشر ورور و آفس ته ورساوه هغه (ابراهيم عطايي) دا وختونه د ولايت د اطلاعاتو اوکلتور رئيس وو. ورور چي مي دا ابتر کيفيت حس کى، وې پوښتلم: هلکه! څه غم جوړ دئ ته وا انا دي مړه سوې؟ ما ول: نه خو يو عجيب تصادف وو. قصه مي ورته وکړه، هغه مجبور، مظلوم، بېوسه بيوروکراټ څو ځله آه اوف کړه تر سترګو ئې د روڼو اوښکو کړۍ راتاو سوه خو ضبط ئې کړه او په ناهيلي انداز چي څه خښم او غصه، جدت او د انتقام جذبه په ګډه وه وويل: هلکه ځان ټينګوه د بادرنګو تړه بې خاونده نه پاتېږي. غم ئې مه کوه نن د نوري ده سبا زما او ستا ده … تر څو د سردارانو د استبداد دا تور ټغر نه وي ټول سوى دا تراژيدي به مسلسل تکرارېږي…
د ورور له آفسه راووتم او بيرته پر خپله لاره مخ د هرات بازار پرخوا روان سوم، بيا د اخوندصاب دانه وه او هغه بوډا بادرنګ فروش، خو په دې فرق چي راډيو ساز بوډا له لمره لږ د خپل دوکان و سيوري ته يو څه ورڅخولى وو او يو زړه ګونۍ ئې تر ځان ورلاندي کړې وه…
زمانې تېري سوې هغه زما د لالا په ژبه د سردارانو د استبداد ټغر ټول سو… د تره کو وحشت د کور، کالي، ډوډۍ ترانه ګونګه سوه، د سولي او اجتماعي عدالت د کاذبو داعيانو ډرامه ختمه سوه، د کليمې د ټېکه دارانو د قتل او قتال لوى ږيرې هنګامه هم سړه سوه او دا دئ د در په دېوال ناځوانه ګاونډي د خونخوره خرس خېټه د يوه مظلوم بېوسه بني آدم په سوځلو دونده مړه سوه، چي وپړسېدل او وچاودېدل او اوس بيا دا دئ د مځکى د ها بل مخ د سوله غوښتونکو پر ډيموکراسي مينو وار دئ، شين غوبل جوړ دئ مرګو راګډه ده ټوله وژل کېږو خو د هيچا سره جواب نسته چي ولي؟ او د څه له پاره د شين سترګو د جبري ډيموکراسۍ په نذرانه کي مو د ژوند، عزت او غيرت کډي بارېږي… يو وايي فرنګى دئ بل وايي چلتارى دئ، يو وايي پنجابى دئ، يو وايي ږيره ده بل وايي برېت دئ، يو وايي خريلى بل وايي دا ږيري دي بل وايي دا نيم ږيري دي… او په واقعيت امر کي دا ټوله دي … دا دي درې کم پنځوس کاله پر دې ناورين واوښتل د يوه نوري خو هډونه لا خاوري سول او نور نوريان يو په بل پسې راځي هغه د اخوندصاب د دانې تړه ده او هغه د زړو بادرنګو ستړې… هو، چي د قلم د تقدس متعهد ليکوال وي، چي قلم ئې د خداى د رضا او د قوم د وفا او انسانيت د هدا له پاره چلېږي نه د شهرت او شهوت د مرداريو له پا ره، نه د معتبريو او چوکيو له پاره، د هغو به همداسي ژوند او همداسي مرګ وي …
رب دي نوري او نوريان ټول په خپل نوراني سمندر کي په نوراني پيالو اوبه کړي!
آمين، آمين، آمين
“ع. ملا”