کور / نوميالي / دامیرالمؤمنین ملامحمدعمر (مجاهد) په اړه زماد ژوندڅوخاطرې

دامیرالمؤمنین ملامحمدعمر (مجاهد) په اړه زماد ژوندڅوخاطرې

بسم الله الرحمن الرحیم

دامیرالمؤمنین ملامحمدعمر (مجاهد) په اړه زماد ژوندڅوخاطرې

ملاعبدالسلام ضعیف

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

مشرملاصاحب زه له هغه وخته پېژنم چې هغه دجهادپه دوران کې دمرحوم حفیظ الله اخندزاده صاحب په جبهه کې یوعادې مجاهدو، داسي مجاهدچې دمرحوم ملانیک محمداخندسره چې دروسانوپه مستقیم بریدکې یې سردتنه جلاسو یو ځای او دوی دواړه جهادې ملګرې و، د ملامحمدعمر مجاهد جهادي کارنامې دپنجوايې اومیوند ډیروپخوانیومجاهدینوته معلومیدې.

ملانیک محمداخند د ارزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ اوسیدونکی و، ډیرمتواضع، ارام ، خاموش او د لوی زړه لرونکی انسان و، هغه کله کله په یواځې ځان سره دروسانودسرو لښکرو په وړاندې جګړه او عملیات کول، په یو وخت کې به یې درې ډوله سلا له ځان سره عملیاتوته وړله، اوپه یواځي ځان به یې د روسانو او کمونسټانو سره داسي جګړه کوله لکه د یوې لويې جبهي جنګ ، د ده سره په عملیاتوکې ډیرلږکسان شریکېدل، ځکه چې دهغه سره عملیاتو ته تګ داسي و لکه فدای حمله کول، اودا ډول جګړې ته زړه ښه کول یقيني ګران کاردی.

محترم مشرملاصاحب یو له هغو کسانوڅخه و چې دملا نیک محمد اخند سره به یې يوځای په ډیروعملیاتوکې برخه اخسته.

مرحوم ملاصاحب درې ځله زماترقوماندې لاندې دروسانوپه وړاندې په عملیاتوکې برخه اخستي اوڅوځلې په ګډوعملیاتوکې موږ يوځای دافرادو په توګه له روسانو او دهغوی پلویانو کمونسټانو سره جګړه کړې ،وروسته د طالبانو په وخت کې زه د مرحوم ملاصاحب عسکرسوم اوپه دې سره افتخارکوم.

مرحوم ملاصاحب د ډیرې زیاتې حوصلې اوپوره اطاعت څښتن و، لوی جرئت یې درلودی، نورو مجاهدینوته یې به يې لوړ مورال ورکاو، د جګړې په میدان کې چې به هرطرف ته هغه مرحوم سنګر وینو، دهغه طرف څخه به سړی پوره ډاډه و، هيڅکله یې وارخطایې نه درلوده اونه یې دښمن ته سنګرپري ايښی دی.

محترم مشرملاصاحب د جهاد په وخت کې دطالبانو او دهغوی سره نږ دې نورو جبهاتو دمجاهدینوپه منځ کې ډیرمحبت درلودی، دهغه جرئت، اخلاق اوصداقت هر ملګری دیته لیواله کاو چې دهغه سره انډیوالي اوملګري وکړي،

محترم مشر ملاصاحب چې کله دځينې موضوعاتو پر سر دحفیظ الله اخندزاده له جبهې څخه ولاړی، خپلوملګرو مجبوره کړ چې د مجاهدینو یوه وړه دلګۍ جوړه کړي، هغه دکندهار – هرات دسړک غاړې سره د سنګحصار سېمه داډي په نامه کلي کې یوکوچنی اوطاق (د مجاهدینو ټولی) جوړ کړ، د اطاق مصارف به یې دخپلومجاهدو ملګرو دامامتونو د زیرو (له کلي څخه د ډوډۍ راټولول) او زکاتونو دپیسو څخه پوره کاو، ترڅويې وروسته خپل د مجاهدینو کوچنی ګروپ (ټولی) دحرکت انقلاب اسلامي تنظیم سره رسمي کړ، خدای سته چې ښه چڼل سوې او با احساسه ملګرې یې درلودل، چې ملابرادر، غازي، ملاعبدالسلام، یارانه اونور…

د مرحوم مشر ملاصاحب یوه سترګه په سنګحصار کې د جهاد په وروستي وخت کې د عملیاتو پر مهال دالوتکو د بمبارد له کبله شهیده سوه، دده سره یوځای په همهغه ورځ مرحوم ملانجیب الله اخندهم زخمي سو، ملاصاحب مرحوم په همهغه زخمي حالت کې د پاشمول په عملیاتوکې برخه واخسته، یوه ورځ یې هم استراحت ونه کړ.

د ډنډ ولسوالۍ په تیموریانوسېمه کې مرحوم مشر ملاصاحب دروسانواوه ۷ ټانګونه په داسي حال کې په راکټ وویشتل چې په نوبت به دروسانوټانګونه دمجاهدینو د سنګرونو پر لور دجګړې له پاره رامخکې کيدل،په هغه جګړه کې مرحو م مشر ملا صاحب او مرحوم ملاعبیدالله اخند چې بیا د ملي دفاع وزارت وزیرو سو، مجاهدینوته يې نجات ورکړ، د روسانومجهزه قوه یي دپوره شکست سره مخ کړه، مرحوم حاجې ملاعبیدالله اخند داخرني ټانګ دويشتلوسره يو وخت کې سخت زخمي سو.

مرحوم ملاصاحب یود هغومجاهدینوڅخه و چې په کندهارکې یي په زړه ورتوب شهرت درلود،په کندهر کې یو شمیر مجاهدین و چې د زړورتوب له کبله ډیر مهشور و، چې اوس هغه ټول شهیدان سوې، د مرحوم مشر ملا صاحب په شمول دغه کسان لکه شهیدملاخواص اخند،مرحوم ملامحمداخند،مرحوم ملافدامحمداخند،مرحوم ملامعاذالله اخند،مرحوم ملانیک محمداخند،مرحوم ملابورجان اخند،مرحوم طالب جان، مرحوم ملاعبیدالله اخند، شهیدملارحمت الله او ځينې نور…

دمجاهدینوتر بریالیتوب وروسته مرحوم مشر ملاصاحب خپل اطاق په مدرسه بدل کړ، دیني درسونو ته یې مخه کړ، خپله يې هم دینې درسونه ویل او هم يې ملګري مکلف کړي وه چې درسونه ووايې، له دې سره سره يې د کلي کوچنیو ماشومانو ته هم دینې درسونه ویل، ،ترڅوحالت دیته ورسیدی چې خلکوملاصاحب په دې مجبوره کړ چې د خلکو ته دظالمانو او نامسؤله وسلوالو د نجات له پاره دیوه سپيڅلي غورځنګ (دطالبانو اسلامي تحریک) رهبري په غاړه واخلي.

د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د مشرتابه انتخاب

محترم ملاصاحب خپله ځان مشرتوب یا امارت ته نه دی انتخاب کړی، نه هم دقوم پر بنیاد، نه دتعلیم دسویې داوچتوالی له کبله، نه دمالداري اوشتمني له کبله او نه هم دنظامي اوبل قوت له کبله هغه مشر سوی ، د هغه د مشرتابه د انتخاب معیاریواځي ښه او پاکه جهادي سابقه، دقومیت او قوم پرستي څخه پاکوالی، د هغه پاکې، رښتنولي اولویه تقوی وه، او دا ټول د هغه هغه خواص و چې دجهادپه جریان کې مجاهدینو تجربه کړی وه، اوهغه دهمدې درانه مسؤلیت له پاره وړاومناسب کس وبلل سو، د مرحوم ملا صاحب انتخاب د ډیرو خت او زیاتو سلا او مشورو وروسته رامنځ ته سو، ځينو قومندانانو کوشش کاو چې انتخاب بل لور ته واړوي، دغو قومندانو له انتخاب مخکې او وروسته پوره تلاښ وکړ چې مشرتوب بل لورته واړوي، ولي د مجاهدینو د بې کچې مينې چې له مرحوم ملاصاحب سره یې درلودله، دوی ونه توانېدل.

دمرحوم ملامحمد عمر مجاهد درانه خواص

تر ټولو لوی صفت د مشرملاصاحب داو چې شریعت یې دټول ژوند،کړنلارو اوکارونومعیار ټاکلی و، هره فیصله او موضوع چې به ورته ورسېده، تر هر څه لومړی به یې د شریعت په رڼا کې پریکړه او عمل کاو، هغه پریکړه او مسئله چې د شریعت موافق به وه، هغه به یې عملي کوله ، اوکه به د شریعت خلاف وه هغه به یې سمدستي ردوله.

دوېم : دهغه د ټول پرسونل او کارکوونکو انتخاب د تقوی او یا هم د لیاقت پر بنیادوو، ترهغه ځایه چې د ده علم ورته رسیدلای وای تقوی لرونکې او یا هم لایق کسان يې ګمارل، که څه هم ډیروخلکوته به دامعیارد سوال خبره وه.

درېم: لکه څنګه چې عمرنومیدی همداسي هغه دحضرت عمر (رض) غوندي د پوره صداقت خوی درلود، نه یې چاته دوکه ورکوله اونه خپله تر پایه د چا له خوا څخه دوکه سو. او دښمنانو د دوستۍ اودښمنۍ په دواړو حالتو کې پوره کوشش وکړچې هغه ته دوکه ورکړي، ولي ونه توانېدل.

څلورم: هغه رښتونی اوپاک انسان و، هیڅ نوعه اخلاقي اولساني کمزورتیا یې نه درلودله ،هغه دروغ ویل نه خوښول، او نه يې له چا سره چل او دوکه خوښېدله، نه یې بې ځایه اوبې ماناخبرې کولې او نه یې بې ځایه وخت تیراوه.

پنځم: هغه دغریبو اوساده خلکوسره مینه درلودله، دیتیمانو او معیوبو خلکو دحال څخه یې ځان خبراوه، پخپل ځاني او کورني ژوند کې ساده او هم یې ساده ژوندته ترجیح ورکوله

شپږم: هغه دبل چاخبره په ډیروسړومغزو او پوره حوصله سره اوریدله، بیا يې د هو یا نه جواب مقابل لوري ته ورکاو، په خبروکې یې دچاسره ډیره مشاجره نه کوله، په وعده باندې یې وفاکوله، دخولې او زړه خبره یې هر وخت یوه وه. د متین عزم څښتن و، په هرکارکې به یې پریکنده عمل کاو.

اوم: دښواو متدینوخلکوسره یې زیاته مینه کوله، دعلما‌ءکرامواحترام به یې کاو، د هغوی خبرواومشوروته به يې ځانګړي پاملرنه کوله

ترکومه ځایه چې زه مرحوم ملاصاحب پېژنم، دیوه مؤمن مسلمان په توګه دهغه په حق کې دخدای پر وړاندې په لاندې څوشیانوشاهدي ورکوم:

اول: د الله جل جلاله سره د هغه په اخلاص اورښتنولي باندې. هغه خپل ځان هر وخت دخدای جل جلاله شریعت ته تسلیم کړی و، د دین د شرایعواو د دین دعلما‌ء کراموعزت یې کاو دالله جل جلاله کتاب قران کریم یې دځان او ملت له پاره دستور او قانون ګرځولی و، ټولوملګرو ته یې د خیر توصیه کوله

دوېم: هغه د هرډول قومي اومنطقوي تعصباتوڅخه پاک انسان و، د هر چاسره یې معامله په تقوی باندې وه

درېم : هغه د هیچا پر وړاندي، درواغجن، دوکه باز اوخاین نه و

څلورم: هغه پاک نفس او پاک لمن انسان و

پنځم : د هغه دوستي اودښمني په شخصي تعصب نه، بلکي د خدای جل جلاله د دین او شریعت پر بنیاد وه

شپږم: هغه خپله مباشرظالم نه و، اونه یې بل چاته په ظلم سره امر کاو، نه یې دظالم دفاع کوله

دهغه ټینګ عزم

کوم وخت چې امریکایانورپر افغانستان دبریدتکل کړی و، په سېمه کې د امریکا په مرسته او لمسون سیمېز مخالفتونه او تحرکات زیات سوې و، ګاونډي هيوادونه هم د وخت او موقع څخه د پوره استفادې په فکرکې و، د امریکايې استخباراتوپرله پسي وفدونو به د پاکستان او ایران د پټواجنسیوسره لیدنې کتنې کولي، او معلومات به يې یو بل سره تبادله کول، د همدې مجلسونو ځينې معلومات به د مرحوم ملاصاحب پوري هم رسیدل، هم د سیاسي معاملوخبره کیدله اوهم د زور او جنګ خبره ګرمه وه، متاسفانه چې کله هم صادق قاصد د ستونزې د حل لارې د لټولو له پاره ونه موندل سو، تر څو سالم او د فاصلو د کموالي پېغام د طرفینو ترمنځ تبادله کړي، تر دې چې د امریکا له خوا د حملې او جګړې خبره د شک څخه یقین ته ورسیده، له مطبوعاتي ډګر څخه عملا نظامي برخوردته خبره ورسیده

که څه هم حالت ډیرترینګلی سو، ساحه پر طالبانو تنګه سوه، تصامیم یقیني سول، بیا هم مرحوم ملاصاحب خپله حوصله د لاسه ورنه کړه، د خپل عزم څخه په شا نه سواونه یې هم هیڅ ډول معاملې ته سر ټیټ کړ، خپله يې هم دمقاومت لاره غوره کړه اوخپلواتباعوته یي هم دمقاومت توصیه کوله، تردې چې دده دغه لوی عزم او په افغاني غیرت توکل ډیرلوی تغیرات هم راوستل.

د هغه مرحوم وفات او له دي فاني دنیا څخه د تل له پاره کوچېدل

دا به دنړۍ په تاریخ کې ډیرشاذ او نادر واقعات وي چې د داسي لویوچلنجونواو نړیوالوڅارګرو ادارو په موجودیت کې دي داسي یوانسان چې پرته له الله ج بله هیڅ اسره ونه لري، داسي یوانسان چې دغلیمانو له پاره تر ټولو لومړی مطلوب وي، داسي یوانسان چې پنځه ویشت ملیونه امریکايې ډالر یې پر سرباندې جایزه ايښودل سوې وي، یواځي دانه چې هغه ژوندوکړي بلکې دمقاومت دومره لوی قوي صف هم په متحده توګه رهبري کړي، او تر دیارلسوکلونو پوري دا مبارزه جاري وساتي.

موږ په اوسني تاریخ کې دعراق او ليبیا دوه رئیسان ولیدل چې دمقاومت وروسته د لږ وخت له پاره هم ونه توانیدل چې ځانونه وساتي او یا هم مقاومت وکړای سي.

د مرحوم ملاصاحب کوچېدل د ابو ذرغفاري رضي الله عنه غوندې هم نه وه ، هغه په خپل دیارلس کلن مقاومت کې نه د وطن څخه وتلی اونه یې د خپلو دوستانواو قریبانوحتی دخپلو ازواجو او اولادونوسره ملاقات سوی دی، په داسي حال کې یې له دنیاڅخه سترګې پټې کړي چې نه د هغه د صحت درملنه وسوه، نه چا ورسره د مرګ په وخت کې څه ډول چې لازم و خواخوږې کولای سوای، نه چا د هغه سره د اخري سلګۍ په وخت کې چې دمظلومیت سترګي وراوړي تلقين ورکړ، او نه هم چا ورته تسلي ورکړه.

ابي ذر غفاري رضي الله تعالی عنه که څه هم یوازي ساورکړه خود هغه میرمن اولور یې د مرګ په وخت او صحابه کرام یې دتدفین اوتکفین په وخت کې حاضر و، ملا صاحب مرحوم چې دنړۍ د دجالي قوت په وړاندې يې دمقاومت ږغ پورته کړی و، د ډیر مظلوميت، پرديسۍ،تنهایې، مایوسي او محرومیت په وخت کې يې خپله مبارکه روح دمرګ داعي ته وسپارله، انالله واناالیه راجعون، نه چا ورسره غمرازي وکړه، نه یې څوک تکفین اوتدفین ته حاضرسوه، الله دي جنة الفردوس ورته نصیب کړي. آمين

دهغه د ټینګ عزم نتیجه

ډیرخلک به وې چې دهغه سره به دښمني ولري، د هغه د نوم له یادولوسره به حساسیت ولري ، دلته څو ډوله تضادونه وجودلري، ډیری تربګنۍ هم تیري سوی دي، د هیواد د اشغال اړوند هم دتعاون او تردید موضوع شتون لری، د نه تعرف اونه علم ، دا ډول شخصي تعصباتولړۍ هم ګرمه ده، له هم دې امله ده چې ځينې کسان به ماپر دې لیکنه هم ګرم وبولي، نیوکې او اعتراضونه به راباندي وکړي. زما جواب به سر له اوسه هم داوي چې له مرحوم ملاصاحب سره زما مینه اومحبت د هغه په رښتنولي اوحقانیت باندې و او وې به. کیدای سي زه تر ډیرو هغوخلکو مرحوم ملاصاحب ښه پېږنم چې دده سره نږدي اوسیدلي وي، کار یې ورسره کړی وي، زما تعرف تر هغه هم وړاندې وه، ماد ډیرغربت اوسختي په وخت کې د هغه سره ملګرتیاکړی وه،هغه مې په سختوحالاتو کې تجربه کړی و، دهمهغه وخت څخه مې پیژانده، د هغه په انتخاب کې مې خاص د الله جل جلاله د رضا او د وطن د نجات له امله ډیره هڅه هم کړی وه، بل داچې که کوم معترض وي ، لومړی دي خپل په ګریوان کې سرټيټ کې، دخپل ځان سره دي خپل قضاوت وکړي، چې دکومې لارې پلوی دی، او د بل سره یې دښمني یاتضادپر څه دی.

لکه څنګه چې ما وړاندې ذکرکړه، د ده دپاک او قوي عزم په نتیجه کې هغه الله پاک دظاهري اوښکاره ذلت څخه وساتی ، الله پاک هغه په ژوندون د خپلودښمنانوپه لاس ورنه کړ، نه یې هم د دښمنانو د ملګرو په لاس ژوندی ورکړ، سمه ده چې شهادت ډیر لوړمقام دی، خو د دښمنانو پر وسایلوخدای جل جلاله هغه ته مرګ هم ورنه کړ، نه یې د دښمنانو زړونه ورباندې یخ کړل، او مرحوم ملاصاحب تراخرې سلګۍ پوري د دښمنانو شومو اهدافوته ښه راغلاست هم و نه وایه.

داچې کلیدي او مهمې رسنۍ دامريکا او د هغوی د متحدینو په مالي لګښت متکې ده، د هغوی د اهدافوله پاره کارکوې، په ډیرتکرارسره دسپین څخه تور او د تورڅخه سپین جوړوي، ګرانه به وې چې د داسي دروندشخصیت کوم چې دنړیوال ښکیلاک پر وړاندې یې سرټيټ نه کړ د هغه د شخصیت حق دې په ځای پاته سي، ولي زه مطمئن یم چې ناپېلی تاریخ به د هغه د درانه شخصیت حرمت وساتي

اوس چې هغه هسته وکوچېدله ډیرمهم اولوی سوال دادی چې ده دغه ناخوالي د کوم هدف له پاره تیري کړي؟ ولي يې دیارلس کاله دخپل ژوندخواږه ملګري یواځي پری ایښي و؟ ولي يې دداسي غربت اوتنهايي مرګ ته ځان سپارلی و؟ داهر څه يې د یو لوی اسلامی او شرعي هدف له پاره پر ځان منلي و، د یوه لوی کور ( افغانستان) دبچ کولوله پاره و، د یوه لوی پیغور (دښمن ته د خپل ځان یا مسلمان تسلېمول) څخه د ځان او خلکو ساتلو له پاره و، او د مسلمانانو د تیر تاریخ د ژوندي کولو، ساتلو او جوړولو له پاره، اوداسي نور….

اوس چې دهغه دنده په بریالتوب سره پای ته ورسیده، د ساحل لمن ته رسیدلی و ، تر ډیره هغه په خپله دنده کې بریالی اوکامیاب پاته سو، هدف ته په میړانه ورسیدی، داستبدادې،چلباز،چالاکه اوشیطاني دښمن پر وړاندې نه سرټیټی تسلیم اونه یې ترپایه تنزل وکړ.

د نړۍ شیطاني نیواکګرو او د هغوی متحلفینو اوخادمانو به د مرحوم ملاصاحب په مرګ سره خوشالي کړي وې، په ذم ویلوسره به یې ژبې ستړي سوې وي، ډیرو محبینو به یې دشریرو دشرله ویرې په سکوت اکتفاء کړې وې، خوپه حقیقت کې هغه د تاریخ یوه ځلانده میړنۍ څیره وه، الله جل جلاله دي ورته مغفرت وکړي.

ملاعبدالسلام ضعيف

دسرلوړي اوخپلواک هیوادپه هیله