کور / کیسه / د مور مینه سپېڅلې ده!

د مور مینه سپېڅلې ده!

په یو کور کې زرمینه او د دې نازولی زوی توریالی اوسېدل.
توریالي پلار نه درلود،یتیم و.
دی به هره ورځ کار ته تلو او مور به یې د کور کارونه کول.
ډېر خوشاله ژوند یې درلود.
خو د وخت په تېریدو د توریالي مور ضعیفېده.
یوه ورځ یې له ځانه سره سوچ وکړ، که چېرې توریالي زوی ته مې واده
وکړم څنګه به وي؟
یو خو به د ده کور آباد شي او بل به زما ګلالۍ نږور د کور په کارونو کې راسره مرسته کوي.
څو ورځې وروسته یې دا خبره خپل نازولي زوی سره شریکه کړه.
زوی یې، چې له ډېره وخته ددې خبرې په تمه و،نو ډېر خوشال شو. سم د واره یې وویل:هو مور جانې څنګه چې ستا خوښه وي.

د توریالي مور د ګاونډیانو لور، چې ملاله نومېده، ډېره خوښېده.
ملاله عادي نجلۍ نه وه.خورا ډېره ښایسته او نامتو وه.
پلار او مور یې په آسانه چاته نه ورکوله.
د توریالي مور په ډېرو مرکو او کوښښونو سره د ملاله دستمال واخیست.
یو کال وروسته یې په ډېرو عوسونو او آرمانونو ملاله واده کړه.
څو وخت دوی ټول ډېر سره خوشال ول، خو څو میاشتې وروسته د خواښې او نږور شخړې او لانجې سره پیل شوې او ورځ تر بلې زیاتېدې.

ملالې به هره شپه خپل مېړه ته د ده مور شکایت کاوه.
د توریالي هم ورځ تر بلې د خپلې مور سره مینه کمېده.
نو د ځان سره یې دا پرېکړه وکړه، چې سبا به خپله مور لرې ځای ته بوځي.
ورځ تېره شوه سبا شو او خپلې مور ته یې وویل:مورې! اوس زموږ او ستا ژوند کول سره ستونزمن دی.
ما پرېکړه کړې، چې نن به تا ډېر لرې ځنګله ته بوځم او هلته به دې پرېږدم.
مور یې د اوښکو سترګې ډکې شوې او ویې ویل: زویه څنګه چې ته خوشال وې همغسې وکړه.
لاړه د ټیکري پیسه یې د وړو ډکه کړه او زوی ته یې وویل:زه چې ځو.
دواړه د ځنګله په لور روان شول.

ځنګله ته د رسېدو نه مخکې یې مور ودرېده او د ټکري پیسه یې خلاصه کړه او موټی یې د وړو ډک کړ.
توریالی ورته په غوسه شو: مورې درېږه مه! چټکه چټکه راځه!
څو شېبې وروسته بیا روانه شوه.
هر لس قدمه بعد به یې یو یو موټی اوړه په ځمکه تویول.
خلاصه د ځنګله منځ ته ورسېدل.
توریالي خپلې مورته وویل:مورې ته همدلته پاتې شه،زه در څخه کور ته ځم.
د مور سترګې یې د اوښکو ډکې شوې.
توریالی روان شو. څو قدمه یې چې واخیستل مور یې ور غږ کړ.
زما نازولیه زویه، پام کوه چې لاره غلته نه کړې.
ما هر موټی اوړه د دې لپاره په مځکه تویول چې ته بېرته د ځنګله نه د وتلو لاره پیدا کړې.په همغه سپینو اوړو لاره لاړ شه!
د توریالي په سترګه کې هم اوښکې ډنډ شوې.
خپلې مورته یې رامنډه کړه،په غېږ کې یې ټینګه ونېوه او ورته یې وویل:
په رښتیا چې جنت ستا تر پښو لاندې دی،ستا مینه سپېڅلې ده