کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانستان چېرته دى؟

افغانستان چېرته دى؟

شاعر او ليکوال ښاغلی عبدالغفور لېوال 


د ۱۳۸۵ لمریز کال د کب په ۱۷- ۲۷ ورځو کې په هند کې وم چې د ډهلۍ د جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون د نلسن ماندیلا د سولې مرکز له خوا په هغه رابلل شوي کنفرانس کې ګډون وکړم چې په جنوبي آسیا کې د حکومت جوړونې- سولې او له تاوتریخوالي سره د مبارزې لارې چارې یې لټولې. کنفرانس په زړه پورې و، ما د افغانستان په استازیتوب خپله مقاله واوروله. خو دا ددې لیکنې موضوع نه ده، په همدې کنفرانس کې ماته پوښتنه پیدا شوه چې افغانستان له حوزوي او سیمه ییز پلوه په کومه نړیواله سیاسي- اقتصادي- فرهنګي حوزه کې شامل دی؟ په منځني ختیځ- منځنۍ آسیا، که جنوبي آسیا کې.
 په لویدیځ کې ځینې تحقیقي سیمه ییز مراکز، افغانستان له منځني ختیځ سره مطالعه کوي په ختیځ کې یوشمیر هیوادونه لکه هند- پاکستان او د جنوبي آسیا نور هیوادونه افغانستان په جنوبي آسیا کې شامل بولي، د شوروي او ځواکمنې روسیې پر مهال (د ښکیلاک کلونه) د سیاسي اغیز له امله افغانستان په منځنۍ آسیا کې شمېرل کېده.
د سیاسي جغرافیې دغه ویش تر ډېره د سیاست، فرهنګي تړون او اقتصادي ګټو پر بنسټ ترسره شوی دی. مثلاً د منځني ختیځ حوزه هغه وخت مهمه شوه چې د تیلو کانونه یې وموندل شول، د اسرائیلو او فلسطینیانو سیاسي زخم نوره هم دغه سیمه مهمه کړه. او کله چې د امریکې او اروپایي نړۍ د انرژی کولمه په دې سیمه پورې وتړل شوه، منځنی ختیځ د مطالعاتو په سر کې راغی. د عراق ډغرې او غرب ته قسم خوړلی دښمن ایران هم په همدې سیمه کې واقع دي.
جنوبي آسیا د هند او پاکستان د اوږدې لانجې، د هند د چټک اقتصادي پرمختګ او په پاکستان کې د مذهبي بنسټ پالو ډلو د ځواکمن موجودیت لپاره د پام وړ ده له دې پرته د بودیزم- شرقي فرهنګ او زاړه مدنیت په لرلو سره دا سیمه د مطالعاتو لپاره د پام وړ حوزه وګڼل شوه. له سیاسي پلوه هند او پاکستان د دوو اتومي هېوادونو په حیث ښکر په ښکر دي او نړۍ د هغو هر تصادم او ټکر ته هېښه ناسته ده.
د منځنۍ آسیا هیوادونه همدا چې د شوروي د ښکېلاک له یوغه خلاص شول د نړۍ د نویو زیږیدلو بچیانو په حیث د پام وړ وګرځیدل، جیوپولیتیک (ځمکنی سیاست) اړخ یې غربیانو ته د اهمیت وړ دی ځکه روسیه (د هغو زړه سیاله) یې تر مخامخ اغیز لاندې ده، له بلې خوا همدا چې د عربي هیوادونو او د منځني ختیځ د تیلو د خلاصیدو فکر راپیدا شو د انرژي په مصرف معتادې نړۍ د منځنۍ آسیا د ګازو پراخو زیرمو ته ورودانګل او هلته یې د نفوذ موندلو پلانونه طرحه کړل، د منځنۍ آسیا هېوادونه له مصرفي پلوه ښه بازارونه دي ځکه د غربي او شرقي تولیداتو لپاره د پام وړ دي.
اوس ګورو چې له جغرافیایي موقعیت پرته یوشمېر سیاسی- فرهنګي او اقتصادي عوامل هم د ختیزې نړۍ دغه حوزې سره بیلوي.
له ایډیولوژیک پلوه منځنی ختیځ د سترو دینونو اسلام، مسیحیت او یهودیت لپاره ځانګړی اهمیت لري ځکه درې واړه له تاریخي پلوه همدلته رامنځ ته شوي دي. او له بده مرغه چې کله کله د مذهبي ټکرونو ډګر هم دی. د اسلام د دواړو لویو مذهبونو اهل سنت او شیعه مهم استازي (سعودي عربستان او ایران) هم په همدې حوزه کې پراته دي.
منځنۍ آسیا له دې پلوه کومه ځانګړنه نه لري خو په جنوبي آسیا کې هندوییزم- بودیزم او اسلام ډېر پلویان لري. له تاریخي او کولتوري پلوه ډېر زوړ بابل (عراق)، ترکیه او فلسطین له لرغوني هند سره د وریښمو د لارې په وسیله تړل شوي وو چې له منځنۍ آسیا څخه تېریده. او دا سیمې د څو بډایو، لرغونو او مهمو مدنیتونو زانګوګانې دي چې د تشخص بیلې نښې لري.
مخکې تردې چې هره حوزه وپیژنو ښایي یادونه وکړو چې مرکزي آسیا او منځنۍ آسیا دوه بیل جغرافیایي مفاهیم دي مرکزي اسیا د آسیا د ټولې لویې وچې پر مرکزي هېوادونو اطلاقیږي چې زړه یې افغانستان دی، په دې کې د منځنۍ آسیا هېوادونه، ایران د قفقاز جنوبي څنډې پاکستان او د چین کاشغرستان راځي دا یوه فرضي حوزه ده او هیڅکله مطلق ویش نه دی.
په داسې حال کې چې د منځنۍ آسیا نوم په هغو هېوادونو اطلاقیږي چې د پخواني شوروي اتحاد جنوبي برخه وه او د افغانستان شمال ته پراته دي په دې کې تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان شامل دي.
جنوبي آسیا هغې حوزې ته ویل کیږي، چې هند- نیپال، بنګله دیش، پاکستان، نیپال، بوتان او سری لانکا په کې راځي دغه هېوادونه د SAARC په نامه اقتصادي سیمه ییزه ټلوله لري چې سږکال یې افغانستان هم غړی شو.
په منځني ختیځ کې ترکیه، عراق، سعودي عربستان، یمن، عمان، د عربو متحده امارات، سوریه، اردن، فلسطین (اسرائیل)، ایران او نور راځي چې د یوشمیر تحقیقاتي مراکزو په حساب افغانستان هم په همدې حوزه کې مطالعه کیږي.
په هرې حوزه کې یو یا څو هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او د همدې لپاره افغانستان د درې واړو حوزو د اتصال کړۍ ده، او مطالعاتي مرکزونه ملامت نه دي چې په درې واړو حوزو کې یې مطالعه کوي.
اوس به راشو دې ته چې افغانستان له فرهنګي- اقتصادي- سیاسي او جغرافیایي پلوه دغو دریګونو حوزو (جنوبي آسیا- منځنۍ آسیا او منځني ختیځ سره کوم پیوندونه، مشترکات او تړونونه لري.
دلته به دغه ګډ ارزښتونه، په لاندې برخو وویشو:
فرهنګي موقعیت: له تاریخي پلوه ایران د لرغوني افغانستان (آریانا) یوه برخه پاتې شوې ده او له دې امله ګډ فرهنګي میراثونه لري په افغانستان کې یوشمېر خلک په فارسي ژبه ګړیږي، چې دا په ایران کې رسمي ژبه ده له بلې خوا افغاني واکمنو یو مهال پر ایران واکمني کوله، د خلکو تګ راتګ یې ډیر دی. له دې پرته افغانستان، چې یو اسلامي هیواد دی له ترکیې او عربي هېوادونو سره دیني او مذهبي مشترکات لري ددغو فرهنګي اړیکو سابقه له ۱۳ سوه کلونو څخه اوړي.
د منځنۍ آسیا هېوادونه هم له افغانستان سره ګډ ارزښتونه لري تاجک، ازبک، ترکمن، قزاق او قرغز لږه کي (اقلیتونه) په افغانستان کې ژوند کوي او ترکي ژبې په افغانستان کې له پښتو او دري وروسته په سیمه ییزه کچه رسمي ژبې دي او د تاریخ په اوږدو کې دغه هېوادونه یوه زیاته موده له افغانستان سره په ګډه کولتوري حوزه کې اوسیدل. خو تردې دواړو حوزو افغانستان د جنوبي آسیا له هېوادونو سره ډېرې، ژورې او لرغونې کولتوري اړیکې لري.
په افغانستان کې یوه رسمي ژبه (پښتو) د اندواروپایي ژبو په اندوآریایي کورنۍ پورې تړلې ده چې له اوستا سره نږدې اړیکې لري او آن د تاریخي ژبپوهنې د پوهانو له نظره پر اوستا د پوهېدو لپاره د پښتو زده کړه حتمي او ضروري شرط دی. په افغانستان کې د هډې لرغونی مرکز له سترو بودایي مراکزونو څخه دی او د ګندهارا د حوزې لویه برخه د افغانستان نیمایي ختیزه او جنوبي جغرافیا په بر کې نیسي. په اسلامي دورو کې افغانستان د ماورالنهر، فارس او هند ترمنځ د اسلامي مدنیت د ګډو کولتورونو د تلاقي سیمه وه، خو پر هند یې ځانګړی اغیز درلوده په هند کې د ټولې اسلامي مدني دورې لویه برخه یا خو له افغانستان او یا د افغانستان له لارې څخه د ورغلیو فرهنګي څپو نښې له ځانه سره لري د بودایي او اسلامي دورو مدنیتونه افغانستان په جنوبي آسیا پورې تړي خو زردشتي ریښې یې له ایران او منځنۍ آسیا سره ګډې دي.
اقتصادي موقعیت: افغانستان د لرغونې وریښمو لارې پر سر پروت هېواد دی، ددغې لارې لویه برخه له افغانستانه تېریده، پخوا د هند کریمه احجار، عطر او ګاڼې، د چین وریښم او ظروف د افغانستان له لارې تر روم، فارس او یونانه رسیدل او له هاخوا خمتا، عربي خرما، ترکي مصنوعات او رومي جامې بېرته هند او چین ته راتلې، افغانستان که څه هم د تاریخ په اوږدو کې له بحر سره خپل سرحدات له لاسه ورکړل او اوس په وچه کې راګېر هېواد دی خو له اقتصادي پلوه یې خپل وصلوونکی ځای او حیثیت هماغسې ساتلی دی، د افغانستان اقتصادي موقعیت به له موږ سره مرسته وکړي چې ځواب ووایو: “افغانستان چېرته دی؟”
پاتې شوه د اقتصادي مشترکاتو خبره، افغانستان د سیمې د اوبو د ذخایرو یوه برخه په واک کې لري.
د پاکستان طبیعي ژوند تقریباً د افغانستان په لاس کې دی او یو لوی عامل چې دغه ګاونډی، افغانستان په کرار نه پریږدي د افغاني اوبو جریان دی، چې باید په افغانستان کې ونه کارول شي بلکې همداسې پاکستان ته وروبهیږي.
افغانستان د جنوبي آسیا، منځنۍ آسیا او منځني ختیځ د تجارتي لارو د وصل کړۍ ده له همدې امله د یوه اقتصادي پله حیثیت لري.
سیاسي موقعیت: د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د هندوستان دروازه ګڼل شوې ده او دا چې له یو دوه پیړیو راهیسې د تاریخي لوی افغانستان ځینې څنډې د جبر په چاړه پرې شوي نو د تاریخي افغانستان او لوی هندوستان ترمنځ یو بل خرټی راشین شو او له هند سره یې طبیعي، کولتوري او ولسي ګاونډیتوب ړنګ کړ. افغانستان د آریانا له زمانو راهیسې له زاړه پارس (اوسني ایران) سره ګاونډیتوب درلود او ماورالنهر، اوسنۍ منځنۍ آسیا خو ډیره ځله د افغانستان د خاورې برخه وه، له سیاسي پلوه افغانستان د درې واړه حوزو سرحد دی.
افغانستان له هند، منځنۍ آسیا او ایران سره ښه مناسبات لري یوازې له پاکستان سره، چې په حقیقت کې د لوی تاریخي افغانستان په یوه برخه خاوره یې، د انګریزي استعمار له ماتې وروسته، لاهم خیټه اچولې او افغانستان ته د ستراتژیک عمق په سترګه ګوري او غواړي د بډایې منځنۍ آسیا دغه یوازینۍ لاره په خپل واک کې ولري، څه ناڅه سیاسي ستونزه لري.
نتیجه:
 ددغه بحث پایله ډېره اسانه لاس ته راځي او هغه دا چې افغانستان د درې سترو مدني حوزو یعنې جنوبي آسیا، منځنۍ آسیا او منځني ختیځ د وصل کړۍ ده، افغانستان د درې واړو حوزو د فرهنګي اقتصادي او اجتماعي ارزښتونو د امتزاج سیمه ده او درې واړه حوزې له افغانستان پرته نیمګړې دي. درې واړه حوزې باید افغانستان ته ځانګړي امتیازات ورکړي او په دې توګه له خپل سیاسي ثبات، اقتصادي ودې او کولتوري ارزښت ساتنې سره مرسته وکړي، په افغانستان کې بې ثباتي د درې واړو حوزو امنیت په خطر کې اچوي. افغانستان یوه مستقله جغرافیایي حوزه ده او په درې واړو حوزو پورې اړه لري چې باید له خپل دغه موقعیت څخه اعظمي ګټه واخلي.