کور / تازه خبرونه / کندهار کې د پولیو یوه واکسیناتوره وژل شوې

کندهار کې د پولیو یوه واکسیناتوره وژل شوې

په کندهار ښار کې ۲ ښځینه واکسیناتوراني د نا معلومو وسله والو تر برید لاندي راغلي یوه وژل شوې او بله يې ټپي ده .

پېښه نن غرمه ۱۱ نیمي بجې د ښار په څلورمه ناحیه کې د لرګو د ګنج په سیمه کې رامنځ ته شوې .

د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا لراوبر ته وويل چي د نرګس او زهرا په نوم د واکسین دواړه رضا کاراني د واکسین د تطبیق په حال کې وې چي تر برید لاندي راغلي .

ده زیاته کړه چي نرګس په برید کې وژل شوې او زهرا ټپي شوې چي په میرویس حوزوي روغتون کې تر جدي درملنې لاندي ده .

ده وویل ( نرګس چي ۱۶ کاله يې عمر وو په برید کې ځای پر ځای وژل شوې ، او زهرا چي د نرګس انا کیده او ۵۵ کلنه ده پر پښه يې ګولۍ لګېدلې او هډوکو عملیات يې په میرویس روغتون کې تر کلکي طبي څارنې لاندي روان دي ) .

د سیمي عیني شاهدان وايي چي وسله وال تر برید وروسته له سیمي تښتیدلي .

پدغه سیمه کې تیره میاشت د ملګرو ملتونو د سیاستي دفتر ښځینه کار کونکې تورپيکۍ الفت هم د نا معلومو وسله والو په برید کې وژل شوې وه .

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني لراوبر ته وويل چي پوليس د پېښي په اړه تحقیقات کوي او بشپړه جزیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي .

په کندهار کې دا لمړی ځل دی چي د واکسین رضاکاران تر برید لاندي راځي .

که څه هم د واکسین له کمپیاینونو سره د دولت وسله والو مخالفین هم مخالفت نلري او عملآ د هغوی تر واک لاندي سیمو کې هم د پوليو ضد واکسینونه عملي کیږي ، خو دا لا معلومه نده چي دغه تازه پېښه به د چا کار کوي .

تر اوسه نه هم د دولت وسله والو مخالفینو او نه هم بلي ډلي پدې باب کومه تبصره کړې .

په کندهار کې تر دې تازه پېښي ۳ میاشتې مخکې په تخته پل ولسوالۍ کې د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې د واکسین يوتن رضاکار وژل شوی وو او د موټر چلونکې په ګډون ۶ تنه نور ټپیان وو .

 

صدیق الله پوپل