کور / تازه خبرونه / په قبايلي سيمو کې د ځوانانو ستره مېله جوړيږي

په قبايلي سيمو کې د ځوانانو ستره مېله جوړيږي

پېښور دبي بي سي د خبرله مخې د مومندو او خيبر ايجنسيو او پېښور د ځوانانو ستره مېله کې له لوبو پرته انځورګري، لاسي صنايع او ځايي خواړه نندارې ته وړاندې کېږي.
د خيبر پښتونخوا والي وايي دا ګام يې د قبايلي ځوانانو په فکر کې د مثبت بدلون راوستو او د دوی د وړتياوو ښوولو لپاره کړی او دا به هر کال ترسره کېږي.د ځوانانو دغه مېله به اووه ورځې روانه وي.
د دغې مېلې تنظيموونکي وايي چې دا مېله په قبايلو کې د خپل ډول تر ټولو لويه مېله ده.د پېښور، مومندو او خيبر ايجنسيو د دې سږنۍ مېلې پرانسته به د پوځ لوی درستيز راحيل شريف وکړي.
په دغه مېله کې به د ټولو قبايلو سيمو څخه ۱۷۸۵ لوبغاړي په ۳۰ بېلابېلو لوبو کې برخه ولري.
د ځوانانو په دې مېله کې معلول کسان هم له ياده نه دي وېستل شوي او د ځانګړو سياليو تدابير ورته نيول شوي.
مېله کې به د قبايلي سيمو ښځېنه لوبغاړې او سندرغاړې برخه ولري او لاسي صنايع به نندارې ته وړاندې کړي.
د دغې مېلې تنظيموونکي وايي چې دا مېله په قبايلو کې د خپل ډول تر ټولو لويه مېله ده
د بېډمنټن لوبغاړې حنا عباس چې د کرمې ايجنسۍ زده کوونکې ده هېڅ وخت يې دا ګومان نه و کړی، چې له خپل کلي بهر به د ښځينه لوبغاړې په توګه د خپلې سيمې استازيتوب وکړي.
حنا وايي په هغه سيمه کې چې دا اوسېږي ښځو ته له کوره د بهر وتلو اجازه نه شته، لوبې خو لا لرې خبره ده.
دا وايي: ”کله چې ما ته معلومه شوه په پېښور کې د ځوانانو مېله جوړېږي نو زما ډېره هيله وه چې زه هم په کې برخه واخلم او د دې لپاره له خپل ورور نه د اجازې اخيستل لويه ستونزه وه، خو له زاريو وروسته يې اجازه راکړه.”
د قبايلي سيمو په ډېرو برخو کې له تېرې يوې لسيزې راهيسې خونړۍ پېښې کېږي او د دا وړ مېلو جوړول قبايلي ځوانانو ته يو ښه خبر بلل کېږي.